خلک د قانون حاکمیت غواړي

اېمل پیاوړی

0 548

تر پنځه کاله وړاندې پورې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو نه دغومره باور موجود وو لکه نن چې ورباندې کېږي، نه یې دغومره ولسي ملاتړ کېده، لکه نن یې چې لري او نه یې هم دغومره محبوبیت درلود، لکه نن یې چې ولسونه ورسره لري. دا هر څه تصادفي نه دي راغلي، بلکې دا د ولسمشر غني د فکر، هڅـو، ملاتړ او هغو اصلاحاتو پایله ده چې په تېرو پنځو کالو کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې راوستي.

پنځه کاله وړاندې خلک د پولیسو له چلند څخه تر پوزې رسېدلي و او حتی په ښارونو او لویو لارو کې به چې کومه پېښه وشوه، نو خلکو به تر ډېره دا شک درلود چې په دې مسله کې د پولیسو لاس وو، مګر نن خبره برعکس شوې ده، نن په هر ځای او هره ګوښه کې پولیس د هرې بدې پېښې او جنایت د مخنیوي لپاره تر ټولو لومړی ځان رسوي او په تېرو پنځو کالو کې چې څومره پولیس بدل شوي او اصلاح شوي، نو همدومره د ولس باور، ملاتړ او محبوبیت هم ورسره زیات شوی دی.

د وکیلانو او پولیسو ترمنځ په پلڅرخي ساحه کې جنجال د پولیسو د بې کچې مینې او محبوبیت ښه نښه او مثال دی، ځکه دا دوه درې ورځې موږ ګورو چې په ټولنیزو رسنیو کې ټول خلک د خپلو ملي پولیسو تر شا ولاړ دي او دوی له دې امله د پولیسو ستاینه کوي چې د وکیلانو موټر یې ودرولي، تالاشي کړي، د دوی بې اسناده د تورو ښیښو لرونکي موټر او وسلې یې ورڅخه ضبط کړي دي.

له دې څخه دا پیغام هم ترلاسه کېدلای شي چې زموږ ولسونه د قانون د حاکمیت ټینګ ملاتړي دي، که ملي پولیس او اجرائیه قوه نور همت هم وکړي او د مجرمینو او زورواکانو پر وړاندې ودرېږي، نو خلک به یې په سرونو وګرځوي او د دوی هر ډول حمایت به وکړي. په تېرو دوه درې ورځو کې وکیلا ن سخت پیکه شول، ځکه هر چا د دوی کړنې وغندلې او له دې امله یې بد ورباندې وویل چې ولې د پولیسو د اوامرو اطاعت نه کوي او ولې دوی ځانونه له قانون څخه لوړ ګڼي، په داسې حال کې چې د مقننه قوې د غړو په توګه دوی د قانون جوړونکي دي او باید د قانون په تطبیق کې همکار واوسي، نه دا چې ناغېړی وکړي. له جګړو، ناامنیو او بې قانونیو څخه زموږ ولس تر پوزې رسېدلی دی او نور یې د زغم تاب نه لري. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply