د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډ مطلب

سید عبیدالله نادر

0 1,157

نظام الملک د سلجوقیانود دربار وزیر وو ، چی په پوهه او دانایی کې ډیر مشهور وو ،او دا تر ننه پوری د هغی د علم وفضل او معرفت انګازی تر مونږ پوری رسیدلي ، وایی چې د ده عادت داسي وو چی چا  به د خوړو څخه که څه هم چې ډیره لږه اوکم به هم وو ورته راوړ نو نظام الملک به د ناستو کسانو سره وویشل ،یوه ورځ یو بزګر د ده حضور ته دری داني بادرنګه ،نظام الملک ته راوړل ، چی په پخوا به یی د نوی ګل او نیک فال په نامه لویانو ته وړل کیدل ، او دا یو دود وو او اوس هم په ځیني ځایو کې رواج لري ،نو نظام الملک هغه دری واړه په یواځي وخوړل .پرته له دي څخه چه یي د ناستو کسانو په مینځ کې یی وویشي ،یو کس چي د ده په مخ کې لږ ګستاخ غوندی وو ،تری نه یي وپوښتل چی د ډی سبب څه وو ،چي دا نن یی د خپل عادت پر خلاف بادرنګ یواځی وخوړل او حاضرین یی محروم کړل ،نظام الملک ووییل :کله چې ما لمړی بادرنګ وخوړډیر تریخ وو ،او همداسی دویم او دریم ورپسي ډیر ترخه ول ،ما د ځانه سره ووییل : که دا دناستو کسانو په مینځ کې وویشم ،د دي د تریخوالي تحمل به هیڅوک و نه شي کولای ،او خامخا به شکایت وکړي ،او حیا د دي مانع وګرځیده ،ځکه هغه بزګر چې په یو امید راغلی وو هغه به ډیر ناهیلي شي او د شرمسارۍ احساس به وکړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply