پښتانه

استاد عمر پاڅون

0 851

دیموکراتیکه جرګه مار دي پښتانه

میلمه پاله ډوډۍ مار دي پښتانه

په دوستۍ کې له خپل سره ځنې تیر دی

دښمنۍ کې جګړه مار دی پښتانه

ازادی او خپلواکي د دوی ژوندون دی

غلامۍ ځنې بېزار دي پښتانه

که د ستونزو سره څومره مخامخ شي

حوصله مند او بردبار دي پښتانه

هو یې هو او نه یې نه ده تر اخره

په وعده کې وفادار دي پښتانه

د نیکۍ احسان به هیڅکله هیر نه کړي

احسانمند او منت بار دي پښتانه

ما ترې سل ځله لوګی او سپلنی کړې

د پاڅون ټول افتخار دي پښتانه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply