د ټاکنو پر شا روان کمېسيون

0 512

د ټاکنو پر شا روان کمېسيون؛
د پايلو اعلان تر ټاکلي مهالوېش نهه ورځې نور هم اوړي

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې، دغه کمېسیون باید د ولسمشري ټاکنو پایلې د تلې په ۲۷مه نېټه یانې ۹ ورځې وړاندې اعلان کړې وای، خو کمېسیون له دغې مودې سره سره د ټاکنو د پایلو اعلان نور هم وځنډاوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه غړي اورنګ‌زېب پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کمېسیون د مالوماتو په مرکزي سرور کې د سپینو او تورو رایو د بېلولو او پاکولو بهیر به د نن ورځې تر پایه پای ته ورسېږي، خو په وینا یې، د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه به هم ژر په ډاګه کړي.
د ده په وینا، د ټاکنو کمېسیون دارالاءنشا د ټاکنو لومړنیو پایلو د اعلان لپاره درې اوونۍ نور وخت وړاندیز کړی و چې د کمېسیون د رهبري له لوري ورسره دغه موده و نه منل شوه او پر دوو اوونیو یې ټینګار کاوه.
د کمېسیون له لوري پر خپل وخت او ان د ۹ ورځو په تېرېدو سره د ولسمشري ټاکنو د لومړنیو پایلو نه اعلان د یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو اندېښنې راپورته کړې دي.
دغه ټیمونه وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید له خپل مهالوېش سره سم پر خپل وخت له نن نه ۹ ورځې وړاندې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې وای، خو په وینا یې، د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله و نه توانېد او باید اوس چې له دغې مودې ۹ ورځې تېرېږي، باید یې ټولې چارې بشپړې کړې او پایلې اعلان کړې وای.
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشري د دولت جوړوونکي ټیم استازی داوود سلطان‌زوی وايي، د ټاکنو د پایلو د اعلان نېټه چې څومره ځنډېږي، هماغومره پر دې پروسې د افغانانو باور کمېږي او لاسوهنې او توطیو ته لار هواروي.
د هغه په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د رایو شمېرلو، مرکزي سرورونو ته د لېږلو، چاڼ او بیا شمېرلو پروسې پېچلتیا او اوږدوالي ته په کتو خپل مهالوېش جوړ کړی وای، خو اوس باید ژر تر ژره د دوی او افغانانو انتظار پای ته ورسوي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
په همدې حال کې د ګلبدین حکمتیار په مشري د سولې او عدالت ټاکنیز ټیم څارونکی شېراغا روحاني وايي چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ ورته د منلو نه ‌دی، ځکه په وینا یې، دا کار د ټاکنو په پروسه کې د نورو ستونزو لامل کېږي.
بل ‌خوا د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی نوررحمان اخلاقي وايي، د درملوګ کمپني او د ټاکنو کمېسیون دارالاءنشا او رهبري په خپلو کې همغږي نه لري.
مدني فعالان هم د ټاکنو کمېسیون له لوري پر خپل وخت د ولسمشري ټاکنو د لومړنیو پایلو نه اعلان اندېښمن کړي او وايي، کمېسیون باید د هېواد سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت درک کړي او څومره ژر چې کېدای شي د ټاکنو د پایلو په اړه د خلکو انتظار پای ته ورسوي.
مدني فعال شمس‌الدین قاري‌زاده وايي، کمېسیون هم د ټاکنو له پایلو د بسوګۍ واده جوړ کړی او سره له دې چې د ټاکنو د پایلو اعلانولو له نېټې نه ۹ ورځې تېرېږي، خو کمېسیون نه یوازې اعلان کړې، بلکې د اعلانولو کره نېټه یې هم نه‌ ده په ډاګه کړې.
د ده په وینا، که څه هم په ټاکنو پروسه کې روڼتیا د خلکو غوښتنه ده، خو کمېسیون باید خپلې ټولې چارې له پلان او مهالوېش سره سم پر خپل وخت ترسره کړي. هغه وايي، کمېسیون باید د خلکو له رایو سره لوبې و نه کړي او په اړه یې افغانانو ته حساب ورکړي.
د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه وشوې. د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې، د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷مه اعلان شوې وای، خو کمېسیون د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله یادې پایلې پر خپل وخت اعلان نه کړې. اوس به وګورو چې دغه کمېسیون د ټاکنو د پایلو په اعلان نورې څو ورځې تېروي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply