د بغدادي مرګ

دین پال

0 719
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ په يوه تلويزيوني وينا کې وويل چې د تروريستي ډلې مشر البغدادي ووژل شو. بغدادي د خاصو عملياتو په ترځ کې د يکشنبي په ورځ ووژل شو. ټرمپ د يکشنبې په ورځ په سپېنه ماڼۍ کې په يوه تلويزيوني وينا کې و ملت ته  وويل “امريکا تېره شپه د نړۍ لومړی درجه تروريست و عدالت ته راکښ کړ”.
بغدادي د يو افراطي تنظیم، چې د ISIS آی سيس په نوم ياديږي، لارښوونه کوله.
ټرمپ وويل “نوموړی د سوريي په شمال غرب کې هغه وخت مړشو کله چې د کور څخه په ځغاسته و او په داسي حال کې چې د امريکايي کماندو تر تعقيب لاندي وهفه تونل ته ننوت چې بله خوا يي بنده وه.»
ټرمپ وويل “هغه د سپي په شان مړ شو.” ” هغه د ډارن په شان مړ شو.” نړۍ اوس ډير خوندي ځای دی.
“هغه منحرف او غموونکی سړی وو. او اوس تللی دئ.”
“د امريکا کوماندو د شنبي ورځ ناوخته حمله پيل کړه.
د دې حملې هدف بغدادي و او د هغه ځای او موقعيت د CIA په مرسته تثبيت شوی و. د بغدادي د وژلو په عملیاتو کې د امريکا هيڅ پرسونل وژل شوی نه دئ.”
او ټرمپ وويل :”دامريکا ځواکونو خپل مأموريت په ډېره ښه توګه تر سره کړ. په زړه ورتيا په يوه خطرناکه شپه نيز يرغل کې. دې يرغل تقريبآ دوه ساعته ونيول.”
او زياته يي کړه”دامريکا ځواکونو ډير حساس معلومات، او د ISIS د مبدأ او راتلونکو پلانونو په هکله معلومات په لاس راوړي دي.”
“د بغدادي بدن د چاودنې له کبله ټوټه ټوټه شوی وو،” او تونل د چاودنې له کبله ړنګ او راپريوتی وو.”
د چاوديدلي تونل ټوټې او خځلې بايد ليري شوي وای ترڅو جسد  مو تر لاسه کړای وای ، او د DNA ټيسټ يا ازمايښت هلته ځاي پر ځاي تر سره شو.”
د ازميښت نتېجه سم دستي او مثبته پيژند ګلوې وکړه.
يوولس ماشومان د هغه کور څخه را وايستل شول ولي دا ښکاره نه ده چې دغه ماشومان په چا پوري تعلق يا اړه لري.ټرمپ دا څرکندونې وکړې.
“ځني جنګيالي د واقعې او حادثې پر ځای ونيول شول او بنديان شول.
بغدادي د امريکايي ځواکونو له ور نژدي کيدلو سره د ژوند وروستۍ شيبې په ډار، وارخطايي، … کې تير ې کړې.”
همدارنګه يي وويل چې” ده او مرستيال جولسمشر مايک پينس د عملياتو زياته برخه د سپېنې ماڼۍ د کنترول او ادارې له کوټې (خونې) لیدله.
بغدادي وروستۍ شيبې تر پايه په فرياد، ژړا او چېغو تيرې کړې.”
ټرمپ د دې پخلی ونکړ چې په دې يرغل کې څومره کسان ووژل شول، لاکن د سوريي د بشر ي حقوقو څارن ځي دا ویلي چې لږترلږه اته کسان وژل شوي دي.
دوه ښځينه چې ټرمپ هغه د بغدادي ميرمنې وښودلې او انتحاري واسکټونه یېاغوستي ول خو چاودنه يي نه وه کړې او دواړې وژل شوې وې.
ترکيه او کوردان دواړه د دې ادعا کوي چې له امريکا سره يې په دې يرغل کې مرسته کړې ده.
مظلوم عبدي د سوريي د ديموکراتيکو ځواکونو قومندان  په تويټرپاڼه ولیکل چې:” بريالي او تاريخي عمليات د امريکا سره د ګډ استخباراتي کار له کبله.”
په بل ټويټر کې د ترکيي د ملي دفاع وزير ويلي دي:
“د سوريي په آدلب ولایت کې د امريکا د تيرې شپې دعملياتو نه مخکي د دوو هيوادونو د پوځي مقاماتو ترمينځ مالومات او همږغي شوې وه،”
ټرمپ په يوه مبهم او معمايي ټويټ کې د شنبې په شپه وويل چې ” يوڅه ډير غټ همدا اوس وشول!” تقريبآ نوې (۹۰) دقيقې وروسته سپېنې ماڼۍ خبر ورکړ چې ټرمپ به د يکشنبې په سهار له سپېنې ماڼۍ “غټه وينا” ورکړې.
 دين پال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply