سپین‌غر ادبي بهیر د اوونیزې ناستې راپور

راپور: راز خوږیاڼی

0 806

نېټه: ۱۳۹۸ د لړم ۳مه

سپین‌غر ادبي بهیر خپله دېرشمه اوونیزه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، د دریځ چارې محمد غوث نوري سمبالولې، د نهایت الله مخلص لۀ خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشري محمد صدیق خوږیاڼي کوله، د مېلمه پر څوکۍ ورسره لۀ کابله راغلي شاعر او لیکوال محمد صادق سپین‌غر ملتیا کوله. د تېرې ناستې راپور چې راز خوږیاڼي لیکلی وو، د وخت د کموالي پۀ وجه لۀ لوستلو پاتې شو.

 د غونډې پیلیزه وینا محمد صدیق خوږیاڼي وکړه، هغۀ وویل موږ یوازې او یوازې مینې او امن ته کار کوو، همدا مینه ده چې هره اوونۍ دلته سره راټولېږو او د مینې او سولې ترانې زمزمه کوو، خوږیاڼي زیاته کړه سپین‌غر ادبي بهیر یو ازاد او خپلواک ادبي بهیر دی، موږ دلته نه چا ته کار کوو او نۀ د کومې ډلې استازولي کوو، بلکې یوازېنۍ موخه مو د سیمې د ځوانانو او ادب‌والو پۀ یوۀ ټغر راټولول دي، هغۀ پۀ پای کې لۀ ټولو ملګرو وغوښتل چې باید د سپین ږيري شاعر استاد شمشېر د کتاب پۀ چاپ کې خپله لازمه همکاري وکړي، چې یاد کتاب چاپ او د استاد شمشېر شاعري د ورکېدو لۀ وېرې وژغورل شي.

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې استاد شمشېر، رحیم الله ارماني، جمشېد تکل، ادریس فقیر، بشیر احمد حقیار، نهایت الله مخلص، محمد غوث نوري، محمد صادق سپین‌غر، سنګر جانان‌خېل، قنداغا سهار، راز خوږیاڼي، وسیع الله ګوهرخېل، بریال وزیروال، عرفان حیدري، رحیم الدین رحیمي، برکت اسیر، حمیدالله خوږمن، نوراغا مظلومیار، ګل حسن، فهیم اشنا، فریدون وزیروال، غفران قایل، انعام الله وقار، جان‌ولي ثاقب او عارف الله نېکمل پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول. یاده دې وي چې مشاعره ځینو خوږژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته د غونډې مشر مېلمه محمد صادق سپین‌غر دریځ ته راوبلل شو، هغۀ د خپلو خبرو پۀ پیل کې خوښي وښوده، چې پۀ خپله سیمه کې د یو داسې بهیر پۀ غونډه کې ګډون کوي، چې ګډونوال یې پۀ پوره مینه او اخلاص د مینې او الفت لپاره کار کوي، سپین‌غر زیاته کړه همدا بهیر دی چې ددې سیمې نوم بۀ ورسره لا ځلېږي او ټولنې تۀ بۀ لا ډېر علمي او ادبي کدرونه وړاندې کوي، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې هیله وښوده تر څو پۀ راتلونکي کې یاد بهیر د اوونیزو مشاعرو تر څنګ پۀ چاپي برخه کې هم خپل فعالیت څرګند کړي او باید یوه مجله ولري او هم یې پۀ یاده برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه، سپین‌غر پۀ پای کې د بهیر لۀ ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه، تر څو لۀ مشاعرې مخکې ادبي درس او کره کتنې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

یاده دې وي صادق سپین‌غر د خپلې چاپ شوې شعرې ټولګې څو ټوکه د بهیر ګډونوالو ته ډالۍ کړل، چې د یادې ډالۍ لۀ امله ترې د بهیر مشر محمد صدیق خو ږیاڼي د بهیروالو پۀ استازولۍ ځانګړې مننه وکړه.

یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد رحیم الله ارماني پۀ دعایه پای ته ورسېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply