دفتر ته له تګه به نور بې‌غمه ياست

0 541

هر وخت خو په تېره سهار مهال هر یو هڅه کوي چې ژر ځان دفتر ته ورسوي او په چټکي خپل کارونه خلاص کړي یا یې مدیر غیر حاضر نه‌ کړي.
خو نوره اندېښنه مه‌ کوئ، ځکه د بېنټلې په نوم يوې كمپنۍ داسې موټر جوړ كړى چې كه په سړكونو بېروبار زيات وي، چلوونکی كولای شي خپل دفتري كارونه همدلته په خپل موټر كې سر ته ورسوي.
په دې موټر کې «ان بلټ وايي فای» سیسټم، ټلوېزيون سكرينونه، وايرلس، اى پيډ لپ ټاپ كمپيوټر سيسټم او تر ټولو اسانه ريموټ كنټرول هم ځاى پر ځاى شوى دى.
د موټر مولسني كانسيپټ په نوم موټر بيه له درې نيم سوه زره ډالرو لوړه وي.
خو د دې موټر اصلي موخه د وخت سپما ده او ویل کېږي هر امريكايي وګړى كاري دفتر ته په تلو كې د ورځې پنځوس دقيقې وخت بربادوي، بل خوا هر برېټانوى وګړى په كال كې پنځه اوونۍ دفترونو ته په تلو راتلو كې تېروي.
تر دې دمه مالومه نه‌ ده چې دا موټر به کله عام بازار ته وړاندې کېږي، خو د وخت په سپما کې ترې ډېره ګټه اخيستل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply