سپین‌غر ادبي بهیر یو دېرشمه ناسته وکړه

راپور: راز خوږیاڼی

0 739

نېټه: ۱۳۹۸ د لړم ۱۰ مه

سپین‌غر ادبي بهیر یارانو خپله یو دېرشمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو ولسوالۍ د سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې ترسره شوه، دریځ چارې یې جانان خدرخېل سمبالولې او د قاري صاحب نهایت الله مخلص لۀ‌خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې مشري استاد محمد رازق ځلاند او د مېلمه پر څوکۍ ورسره حفیظ الله رحیمي ملتیا کوله.

د ناستې پیلیزه وینا استاد محمد رازق ځلاند وکړه، استاد ځلاند لۀ ټولو ملګرو وغوښتل چې د بهیر د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره کار وکړي، هغۀ ټول یاران یووالي او اتفاق ته راوبلل او پۀ ټینګار سره یې زیاته کړه، هېڅوک هم نه پرې نږدي چې د بهیر د ادبي ناستو د خنډ او ځنډ لامل وګرځي. نوموړي د ځینو ملګرو د شعري ټولګو د چاپ زېری هم ورکړ چې پۀ نږدې راتلونکي کې بۀ د بهیروالو پۀ مرسته چاپ او د مینه‌والو تر ګوتو ورسېږي.

وروسته ازاده مشاعره وشوه چې قنداغا سهار، نجیب الله افسوس، سردارولي ساپي، غفران قایل، برکت اسیر، محمود ځلاند، تراب زهیر، حفیظ الله رحیمي، محمد رازق ځلاند، مسکین‌یار دانش، نهایت الله مخلص، بشیراحمد حقیار، محمدغوث نوري، رحیم الدین رحیمي، استاد شمشېر، بشیراحمد احمدي، محمد اصف او بلال افضلي پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، یاده دې وي چې مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم کوونکو پۀ خپلو خوږو او شرنگېدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې پۀ تودو چکچکو هرکلی وشو.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته محمد غوث نوري د غونډې د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو، هغۀ پۀ ټوله کې غونډه ښه او پۀ زړۀ پورې وارزوله او د هر تن یې بېله بېله ستاینه وکړه او هم یې ځینو کسانو ته د هغوی ځینې تېروتنې ور پۀ ګوته کړې، چې پۀ راتلونکي کې ورته لازمه پاملرنه وکړي او د بیا تکرار مخه یې ونیسي.

نوري ځینو ترنم ویونکو ته هم لازمې سپارښتنې وکړې او د هغوی د هنر او ذوق ستاینه یې وکړه، غوث نوري لۀ ټولو شاعرانو او ادب مینه‌والو غوښتنه وکړه چې بهیر ته دې راشي او د خپل ذوق پالل او خړوبول دې د ادب لۀ همدې ادبي چینې څخه وکړي، چې  پۀ راتلونکي کې یې استعداد د بریا او ځلا تر پوړیو ورسېږي.

یاده دې وي چې د ناستې پۀ وروستیو کې لۀ جلال اباده راغلي مېلمه او د ننګرهار پوهنتون د ماسټرۍ برنامې د وروستي سمستر محصل رسول خان جانخېل خبرې وکړې هغۀ وویل: ما د ماسټرۍ د تېزس موضوع د سپین‌غر ادبي بهیر پر هڅو او ادبي فعالیتونو اخیستې او غوښتنه یې وکړه چې د بهیر یاران ورسره پۀ دې برخه کې اړینه همکاري او مرسته وکړي، چې د بهیر ټولو یارانو ورسره د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.

یاده ادبي ناسته غرمه مهال د استاد محمد رازق ځلاند پۀ دعایه پای ته ورسېده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply