د بکاخېلو د کېمپ کډوال وايي د ويرې حال نه شي ويلی چې پرې تيريږي

0 536

د شمالي وزيرستان نه کډوال شوي خلک چې د بنو په بکاخېل کډوال کېمپ کې په ژوند کولو مجبوره دي وايي چې په دوی څه تيږي او څنګه په ستړو کې ژوند کوي د ويرې حال نه شي ويلی ځکه چې بيا ځورول کيږي.

په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو له امله د لاکونو په شمېره کې خلک کډوال شوي که څه هم په دغو خلکو کې زياتره بيرته خپلو علاقو ته ستانه کړی شوي خو د دغو خلکو دپاره په بنو کې جوړ د بکاخېلو کډوال کېمپ اوس هم موجود دی او خلک پکې د کډوالۍ ژوند کوي.

په قبايلي سيمو کې د افتونو په وخت د انتظام د ادارې (پي ډي اېم ای) د شمېرو ترمخه دا وخت د بکاخېلو د کډوالو په کېمپ کې ۲۱۴۴ کورنۍ مېشت دي.

د بکاخېلو کېمپ په کال ۲۰۱۴ د کډوالو دپاره جوړ شوی خو د دې کېمپ سره د بهر نه د خلکو تګ راتګ نه کيږي ځکه چې د خلکو په وېنا د کېمپ په دروازه سخت بندېز دی او که د کېمپ نه بهر څوک ووځي نو هغه رسمي اجازه اخلي.

د بکاخېلو په کېمپ کې د شمالي وزیرستان د دته خېل زیاتره کډوال ژوند کوي، دته خېل د شمالي وزیرستان د افغانستان سره پولې ته نزدې پرته سيمه ده.

د بکاخېل په کېمپ کې کډوال په کوم حال کې ژوند کوي؟ د وي او ای ډيوه دې پوښتنې ته په ځواب کې د کېمپ کډوالو ویلي، ځواب نه شي کولی ځکه چې د هغوی په وېنا په کېمپ کې ورته کوم داسې الات لګول شوي چې خبرې څوک وکړي هغه تن مالوميږي اوبيا ځورول کيږي.

تېره شپه په بنو کې باران شوی او په ټولنيزو رسنیو داسې ويل کيږي چې د بکاخېلو په کېمپ کې د کډوالو ژوند د سختو ستونزو سره مخ دی.

خو کډوال وايي د ويرې غږ نه شي کولی او د خبرو نه ډډه کوي.

خو د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر غلام وزیر وايي پينځه کاله وشو چې د بکاخېلو کېمپ جوړ شوی او ادعا کوي هغه وخت چې خلکو ته کومې خېمې لګول شوي هغه اوس هم دي چې حال يې ډېر خراب دی.

نوموړي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د بکاخېلو په کېمپ کې په لګول شوؤ خېمو کې نه په ګرمۍ او نه په يخنۍ کې خلک ژوند کولی شي په سختو مشکلاتو کې ښکېل دي.

هغه وویل د شمالي وزيرستان د ضرب عضب عملياتو پينځه کاله پوره شوي خو د سيمې څخه کډوال شوي ټول خلک تراوسه بيرته ستانه نه کړی شو ځکه دوی په لسم نومبر د احتجاج پرېکړه کړې چې کډوال دې بيرته ستانه کړی شي.

د شمالي وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی ميرکلم وزیر هم داسې تور لګوي چې د بکاخېلو په کېمپ کې د خلکو ژوند سخت په مشکلاتو کې دی.

هغه وايي د علاقې د منتخب استازي په حېث کېمپ ته د تلو هڅه کوي او د اجازت دپاره يې خواست هم کړی خو دوه مياشتې وشوې چې ځواب ورته نه دی ورکړی شوی.

اېف ډي اېم ای وايي د بکاخېلو کېمپ خوندي دی او هر ډول اسانتياوې پکې برابر دي د مياشتې په حساب هرې کورنۍ ته خوراک څښاک او ۱۲زره روپۍ ورکولی شي، په کېمپ کې سکول او هسپتال او جومات هم جوړ شوي دي.

د ادارې د شمالي وزیرستان دپاره چارواکی عمران وزير وايي دوی هڅه کوي چې په کېمپ کې زړې خېمې بدلې کړي او دا تورونه ردوي چې په ټولنيزو رسنيو د کېمپ کوم حال ويل کيږي په کېمپ کې داسې هيڅ ډول ستونزې نشته.

تېر کال د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي محسن داوړ د بکاخېلو کېمپ ته د تلو هڅه کړې خو ويلي يې ؤ پوځ هغه ته کېمپ ته د تلو اجازه نه وه ورکړې.

له دغې وروسته د بشري حقونو ځینې غړو هم ياد کېمپ ته د تلو هڅه کړې خو هغه هم نه ؤ کامیاب شوي.

انتظاميه وايي د امنيت له امله نېغ په نېغه خلک کېمپ ته نه شي پرېښودی او چې څوک کېمپ ته تلل غواړي اول به د حکومت نه اجازه اخلي.

 

 

 

If you’re interested in writing for Dawat Media, Dawat Media 24 and Afghan Sabawoon – please send us an email via dawatmedia@yahoo.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply