پاکستان؛ مسلمان ګاونډی که بد دښمن

لیکوال او څیړونکې یما هوتک

0 873

پاکستان؛ مسلمان ګاونډی که بد دښمن

پاکستان په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د انګریزانو له خوا د آسیایی هیوادونو لپاره د یو ناسور زخم پتوګه رامنځ ته شو، او د هند لویې وچې مسلمان اکثریت په څو وړو برخو وویشل شول، نوموړي هیواد د پیدایښت له ورځې له ټولو ګاونډیانو سره د چل او دوکې سیاست خپل کړې او له یوه ګاونډي سره هم ښې اړیکې نلري، ددی هیواد سیاست د نظامیانو او آی اس آی په لاس کې دی چې تل د تروریستي ډلو د روزلو او ملاتړ له لارې د سیمې په هیوادونو کې د نفوذ او خپلو ګټو د پاللو کوښښ کوي.

له افغانستان سره هم پاکستان د پیدایښت له ورځې هیڅکله د یو ښه ګانډی او ملګرې هیواد  په توګه عمل ندې کړې. د جوړیدو له لمړۍ ورځې ددې هیواد سیاسي او نظامي دوکتورین په خپل ګاونډ کې د یو با ثباته او پرمختللې افغانستان څخه ویره لري. له افغانستان سره پاکستان په مختلفو برخو کې ستونزې لري، لکه د ډیورند کرښه، په افغانستان کې د هند سره رقابت، د افغانستان د اوبو څخه ګټه اخستنه، له منځنۍ آسیا سره تجارت، او د پاکستان له لارې د افغانستان او هند ترمنځ تجارت او داسې نور مسایل دي، پاکستان هیڅکله ندي غوښتي دا لانجې د خبرو او دواړو خواوو د ګټو پربنسټ حل کړي مګر تل یې د منافقانه او یو طرفه سیاست له لارې د خپلو ګټو د خوندي کولو کوښښ کړې.

د دواړو هیوادو ترمنځ ترټولو لویه ستونزه د ډیورند کرښه ده، د پاکستان سیاسیون له دې څخه ویره لري که افغانستان کې یو با ثباته او پرمختللې دولت جوړ شي نو افغانان به د ډیورند لانجه راپورته کړي او د خپلې خاورې د بیرته اخستلو غوښتنه به وکړي. د افغانستان دولت به دی عقیده دی چې د ډیورند مسئله په افغانانو پورې اړه لري او یواځې افغانان په دې اړه د پریکړې کولو حق لري. د افغانستان پخوانیو او اوسنیو دولتونو هیڅکله د ډیرند کرښه د رسمي پولې پتوګه نده منلې، د کرښې په اوږدو کې هرډول کړنه غیرقانونې بولې او دا کرښه د پښتنو د ویشلو لپاره یو قصدي عمل ګڼي.

دا ددواړو دولتونو ترمنځ یوه ستونزمنه لانجه ده، د پاکستان د استخباراتو اداره ISI تر خپلې وسې کوښښ کوي چې د افغانستان دولت تر خپل فشار لاندې راولي ترڅو د ډیورنډ کرښې په اړه ورسره معامله وکړي، خو د افغانستان ټولو دولتونو همدا یوه خبره کړې چې د ډیورند کرښه د پښتون قام پر سینه لکه چاړه تیره شوي او ورونه قومونه یې له یوبل څخه بیل کړي، مونږ به هیڅکله دا کرغیړنه کرښه د رسمي پولې پتوګه ونه پیژنو، حتی د طالبانو رژیم چې د پاکستان په ښکاره ملاتړ او لارښوونه واک ته ورسید او دهغوی لاسپوڅې غلامان وو، هم دا جرأات ونشو کړای چې دا کرښه به رسمیت وپیژني.

د افغانستان اوبه؛ بله هغه ستونزه ده چې پاکستان هیڅکله نه غواړې ترڅو افغانستان ددی توانایې پیداکړي چې خپلې اوبه مهار کړي، ځکه پاکستان په اوس وخت کې د انرژۍ او اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دی، هند هم غواړي چې خپلی اوبه مهار کړي او پر پاکستان یې وچې کړي، نو که افغانستان هم ددی توانایې پیدا کړي چې د کابل او کنړ پر سیندونو بندونه جوړ کړي نو پاکستان به د کرنې او بریښنا لپاره به د اوبو له کمښت شي. چې دا به د پاکستان لړزیدلې اقتصاد نور هم له پښو وغورځوي.

له هند سره نیابتي جګړه؛ هند او پاکستان د کشمیر پرسر هم خپل منځ کې لانجه لري او دواړه هیوادونه یی د مالکیت دعوه کوي، دوی خپلو کې څو ځلې پر پوله وسله والې نښتې هم کړي دي. هند او افغانستان له پخوانیو پیړیو راهیسې خپلو کې سره نږدې اړیکې، راکړه ورکړه، شریک دودونه او ډیر مشترکات لري، دواړه ملتونه په آسیا کې له پیړیو راهیسې د نږدې ګاونډیانو پتوګه ژوند کوي او نه بیلیدونکې اړیکې لري، چې اوس هم ډير پښتانه په هندوستان کې او ډیر هندوان په افغانستان کې اوسیږي. د هند دولت په سیمه کې د افغانستان د یو ستراتیژیک ملګری او ښه دوست هیواد پتوګه پاتې شوی، او تل یی د متقابل احترام  او همکارۍ سیاست له لارې افغانستان سره خپلې اړیکې پاللي.

خو پاکستان هیڅکله نه غواړي دواړه تاریخي ګاونډي ملتونه سره نږدې او دوستانه اړیکې ولري، ځکه دواړو هیوادو ته د دښمنانو په سترګه ګوري او پر افغان دولت د فشار او د خپلو نفوذي غلامانو له لارې غواړي د هند او افغانستان اړیکې ترینګلې کړي او د افغانستان بهرنې سیاست د خپلو ګټو په محور وڅرخوي.

افغانستان د طبعی منابعو لکه ځنګلونو او د قیمتي ډبرو، سکرو او نورو ډیرو ذیرمو د درلودلو له امله یو غنې هیواد ګڼل کیږي چې پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې په غیر قانوني توګه لوټ کړي، په ځانګړې توګه د کنړ، نورستان او پکتیا د نښترو قیمتي ځنګلونه چې په تیرو لسیزو کې په ډیرې بی رحمۍ وهل کیدل او د پاکستان له لاری بهرنیو هیوادو ته قاچاق کیدل، د بدخشان، نورستان او نورو ولایتونو د قیمتي ډبرو کانونه هم په غیرقانوني توګه استخراجیدل او پاکستان ته قاچاچ کیدل، چې په ځینو ځایو کی دا لړۍ اوس هم دوام لري. پاکستان هیڅکله نه غواړي په افغانستان کې د یو قوي او با ثباته دولت په رامنځ ته کیدو دا هرڅه له لاسه ورکړي.

د منځنۍ آسیا سره تجارت او د پاکستان د انرژۍ اړتیا؛ افغانستان د موقیعت له مخې د آسیا د څلور لارې حیثیت لري، د منځنۍ آسیا هیوادونه د پاکستان او هند د انرژۍ بازار او د پاکستان تولیدي توکو ته سخته اړتیا لري او پاکستان او هند د منځنۍ آسیا پریمانه انرژۍ ته اړتیا لري، خو ددوی یوازنۍ لار له افغانستان څخه تیریږي. خو پاکستان په خپل منافقانه او شریر سیاست سره غواړي دا هرڅه وړیا ترلاسه کړي، او د افغانستان د منافعو په نظر کې نیولو پرته هرڅه ته لاسرسې پیدا کړي.

پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو او خپلو نورو لاسپوڅو غلامانو د ملاتړ او تمویل له لارې په افغانستان خپل فشار او ناوړه سیاستونو ته دوام ورکوي او نه غواړي چې یو مستقل، پرمختللې او خپلواک دولت رامنځ ته شي، هروخت چې په هیواد  کې ملتپاله او پرمختګ غوښتونکې غورځنګونه پیل شوي او واک ته رسیدلي، دوی یی پرضد د اسلام له نامه څخه په ګټه اخیستنې د خپلو اجیرو مزدورانو پواسطه تبلیغات پیل کړي او مخالف وسله وال یې ورته روزلې او تمویل کړي.

دوی د اسلام له نامه څخه تل د خپلو ګټو او ناوړه سیاستونو په پلي کولو کې کار اخیستې او اسلام یی تل د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د یوی وسیلي پتوګه استعمال کړی، دوی د خپلو شومو موخو لپاره د تروریستانو او ځانمرګو روزنیز کمپونه جوړ کړي، چې د آی ایس آی او اردو له خوا ورته روزنه ورکول کیږي او بیا افغانستان، هند او نورې نړۍ ته استول کیږی. او د تروریزم د ځالې او صادرونکې هیواد پتوګه پیژندل کیږي.

په پاکستان کې میشت افغان مهاجر پر افغان دولت د پاکستان لپاره د فشار یوه بله وسیله ده، په تیرو څو لسیزو کې پاکستان د افغان مهاجرینو پنوم له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ډیری مرستې ترلاسه کړلې چې ډیرې یې د خپلو موخو لپاره ولګولې او ډيره کمه اندازه یی مهاجرینو ته ورکړې، خو اوس هم چې کله بله لار پیدا نکړي نو پر افغان دولت د فشار راوړلو او امتیاز ترلاسه کولو لپاره د افغان مهاجرینو په زورولو او راشړلو پیل کوي.

خو اوس چې په تیرو ۱۸ کلو کې افغانان یو څه بیدار شوي او د پاکستان منافقانه څیره یی پیژندلې او په دی پوهیدلي چې د دوی رول په هیواد  کې یوازې ترور او وژل دی، د پاکستان پرضد ملي احساسات راپاریدلي او ټول افغانان ورته د یو سرسخت دښمن په سترګه ګوري. نو پاکستان له دې څخه په ویره کې دی او خپلې ګټې په خطر کې ویني، بیا هم د طالبانو او نورو ترویستي ډلو د تمویل او ملاتړ له لارې غواړي په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي.

دا اوس ټولې نړۍ ته لکه لمر څرګنده شوې چې د طالبانو تروریستي ډلې مشران په پاکستان کې اوسې، هلته روزنېز کمپونه لري، زخمیان یی هلته په روغتونونو کې تداوي کیږي، له هغه ځایه تمویل او تجهیز کیږي او له هغه ځایه نورو هیوادو ته لیږدول کیږی. چې ښکاره بیلګې یی هلته د کوټې شورا، د پیښور شورا او حقاني شبکې په ښکاره فعالیت دی او ددوی د رهبرانو لکه اسامه بن لادن، ملاعمراو ملامنصور وژل کیدل دي.

له دی معلومیږي چې پاکستان هیڅکله د تروریستي ډلو ملاتړ او تمویل څخه لاس نه اخلي او دا کار ورته په یو ګټور تجارت بدل شوی، چې کله پرې له امریکا امتیاز اخلي او کله یی پر روسیی، چین اونورو هیوادونو خرڅوي.

اوس چې د سولې خبرې روانې دي په دې کې هم پاکستان د طالبانو له لارې خپلو ګټو او موخو ته رسیدل غواړي، طالبان ددوی له اجازې او مشورې پرته د یوې خبری واک هم نلري او غواړي طالبان بیا واک ترلاسه کړي او ددې لارې د افغانستان هرڅه ددوی شي. او یا هم په افغانستان کې داسې دولت رامنځ ته شي چې بهرنې سیاست، اقتصاد او تجارت یی ټول ددوی په خوښه وي.

خو په مقابل کې افغان دولت هم هیڅکله د پاکستان په مقابل کې یو څرګند او ثابت سیاست ندی غوره کړی یوه ورځ ورسره د یو ښه دوست او ګاونډي او بله ورځ ورسره د یو سرسخت دښمن پتوګه تعامل کوي، افغان دولت ته پکار ده چې نور د عذر او زارۍ له سیاست څخه لاس واخلي او په مقابل کې یې کلک او ثابت دريځ غوره کړي، ځکه یوازې یو قوي او مستقل دولت او عاقلانه سیاست مونږ ددوی له شر څخه ژغورلای شي.

نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا هم سره لدې چې په افغانستان کې د پاکستان د دوه مخي سیاست له لوبولو څخه ښه خبر ده او دا ورته اوس په ډاګه شوې خو بیاهم لکه څرنګه چې پکارده هغسی فشار پر پاکستان نه راوړي، ترڅو یی دی ته اړ کړي چې له شرارت او تروریستي ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي او سولې ته یی اړ کړي.

که د سولې خبرې همداسې روانې وي او د پاکستان فرمایشات په کې ومنل شي نو دا به سوله نه بلکې په هیواد کې دیو بل کړکیچ پیل وي، ځکه پاکستان او طالبان هیڅکله د تروریستانو سره اړیکي نه پریکوي او د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره به هیواد بیا د تروریستانو په ځاله بدل شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply