په پاکستان کې بیا يوې سندرغاړې توبه ايستلې ده

0 794

هغې پاکستانۍ سندرغاړې چې په دې ورځو کې یې په ټول پاکستان کې په اړه خبرې کته پورته کېږي، له خپل مسلکه لاس واخيست.
د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو رابي پیرزاده ته منسوبه یوه بربنډه ویډیو خپره شوه چې هغه پکې نڅا کوي او په همدې خاطر پرې ټول پاکستان کې تر سختو نیوکو لاندې راغله.
پیرزاده تر دې مخکې پر ټولنیزو رسنیو د کشمېر مسالې په اړه پر هندوستان او د دې هېواد پر لومړي وزیر ډېرې زیاتې نیوکې کولې او هغه یې هټلر باله چې په همدې کار سره یې پاکستاني مینه‌وال ډېر زیات شول.
خو تر بربنډې ویډیو خپرېدو وروسته هغې د ټویټر له لارې له ټولو غوښتنه کړې وه چې دا ویډیو نوره خپره نه کړي او لیکلي يې وو چې که څوک د چا پرده وکړي خدای تعالی به یې پرده وکړي.
خو نن یې یو ځل بیا پر ټویټر لیکلي چې نور یې له سېنما سره مخه ښه وکړه، له خپل خدایه یې د بښنې غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې په حق کې یې د نورو خلکو زړونه نرم شي.
هغې همدا راز د خپل ټویټري پیغام په وروستۍ برخه کې د قران یو ایات لیکلی چې عزت او ذلت ورکوونکی یوازې الله تعالی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply