دا چې زما د کاري ژوند زیاته برخه د دولتي تولیدي تصدیو د ګټې وټې سره تړلې وه ،او په دولتي تصدیو کې د پېسو دپرځای اومؤثر لګولو او د سپما له لارې د ترلاسه شوو مالي شونتیاوو په مټ د نیم ژوبله تصدیو په پښو درول اویا له سره رغول او همداشان د نورو محتاجو تصدیو سره مالي مرسته کول مې له نږدې تجربه او لیدلي دي . پداسې شرایطو کې چې هیواد مو د کورني مالي سرچینو د کمښت سره لاس او ګریوان او یو زیات شمیر هیوادوال موله بېکارۍ رنځ وړي ، د هرې افغانۍ پرځای لګول راته د هیواد دسوکالۍ او ښېرازۍ یواځنۍ غوره او معقوله لاربرېښي . خوله بده مرغه له هغه راهیسې ، کله چې نابللي میلمانه پرته له دې ، چې د افغانستان له خوا ورته کوم خطر متوجه شوی وي ، د تروریزم سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان تېری وکړ ، د طالبانو رژیم یې رنګ او د بن په کنفرانس کې یې د چاروواکې بیرته همغه ټوپکسلارانو ، پاټکسالارانو ، غلو او لوټمارانو ته ، چې طالبانو یې د مخه ټغر ټول کړی وو ور وسپارلې ، چې له کبله یې په تېرو اتلسو کلونو کې د دوئ له خوا د مرستې په نوم راوړل شوي ملیاردونه ډالر د همدغه فاسدو لوټمارانو او بهرنیو کړیو له خوا په یوه او بله بڼه لاس په لاس او ګټه یې عام ولس ته ونه رسېده .
که چېرې دغه ډالر د وړ او هېواد ته ژمنو متخصص کسانو په لاس پرځای لګول شوي وای د هېواد په ټولنیز ــ اقتصادي ډګر کې به مو د پاملرنې وړ بدلون تر سترګو شوی او د تولیدي اقتصاد په ډیرو څانګو کې به مواوس په ځان د بسیاینې ځواک درلودلای . خو داسې ونه شول او د مالي سرچینو پاتې برخه هم د ځینو نیمګړتیاوو او ستونزو له کبله چې لاندې یې په لنډیز سره یادونه کیږي ، په سمه توګه ونه کارول شوه :
ـــ د هیواد د اړتیاوو او د مرستندویه ادارو تر منځ د همغږۍ د نشتوالی له کبله د پېسو لوړه کچه بېځایه و لګول شوې ،
ـــ د آزاد بازار اقتصاد نه د ناوړه ګټه پورته کونې سره دولتي تولیدي بنسټونه له پامه وغورځول شول او یا ونړول شول،
ـــ د متوازن اقتصاد په پلمه د لویو ملي پروژو پرځای د سیمیزو پروژو څخه غلطه ګټه پورته شوه ،
ـــ پر خپل وخت د مرستندویانوله خوا په شوو ژمنو ډاډ شتون نه درلود ،
ـــ د سلیقوي او غیر عادلانه چلند له کبله یو شمېر سیمې له پامه وغورځول شوې ،
ـــ د ځینو مغرضو کړیو او بهرنیانو بې ځایه لاسوهنو ته لاره هواره شوه ،
ـــ د پنځیزو سرچینو( کان ، اوبو او ګازو څخه ) لکه څنګه ،چې ښایي ګټه وانه خېستل شوه ،
ـــ د یو شمیر لویو پروژو په وړاندې د دولت په اډانه کې د ګاونډیو هیوادونو د لاسپوڅو واکمنو درېدل ،
ـــ د امنیتي ستونزونو نه په استفادې سره د ځینوفرصت طلبه کسانو له خوا د ملي شتمنیو نه د شخصي ګټو لپاره کار اخیستل ،
ـــ په تخنیکي ــ اقتصادي څېړنو کې د نیمګړتیاوو له کبله د نړیوال بانک د مرستو په جلبولو کې پاتې راتلل ،
ـــ د هیواد د ملي اقتصاد د بېلابېلو څانګو تر منځ د بشپړېدونکو او مرستندویه اړېکو نه سمبالول ،
ـــ د پرېکړنده او غوڅې ارادې نشتوالی ،
ـــ د سپکو صنایعو او خوارکي توکو د تولیداتو د پراختیا لپاره د صنعتي نباتاتو کښت ته نه پاملرنه ،
ـــ د تولیدي پروژو د لګښت د جبران د دقیقې محاسبې نشتوالی ،
ـــ د بهرنيو مرستندویانو له خوا د ځانګړو موخو له کبله کورني لمړیتوبونه له پامه غوځول ،
ـــ د تولیدي اقتصاد پر ځای لګښتي اقتصاد ته ترجه ورکول ،
ـــ د اقتصادي موسسو د بیلانسونو په کنټرول کې د مالي ادارو پاتې راتلل ،
ـــ د اقتصاد په هره برخه کې د لګول شوو پیسو د پوره جاج اخستلو لپاره دوړ او متخصص ارګان نشتوالی ،
ـــ د کورني تولیداتو د هڅولو په موخه د ورته واریداتي توکو په محدودولو کې د اړوندو ادارو پاتې راتلل ،
ـــ له بهره د بې کیفیته شیانو د رانیولو په بدل کې له هېواده په سختۍ د سپما شوو اسعارو فرار ،
ـــ د کلنۍ عادي او پروژوی بودجې د پر ځای او په خپل وخت لګولو کې د یو زیات شمېر مؤسسوپاتې راتلل،
ـــ د فاسدو ، غاصیبو او مافیائي کړیو له خوا د مرسته شوو پېسو غوښنه برخه له هېواده بهر ته ایستل ،
ـــ د صنعتي پارکونو په نوم د وېشل شوو ځمکو او د لویو پروژود قراردادونو لاس په لاس کېدل ،
ـــ د بې کیفیته او غیر معیاري انفراسترکتور په بیا رغونه له سره د پېسو څو ځلي لګښت ،
ـــ په دولتي ادارو کې د کوچنیو متشبثینو په وړاندې د فاسدو او مافیائي کړیو له خوا ستونزې او خنډونه راولاړول ،
ـــ د حکومت په دننه کې د خاورین دېوال ښورې ته ورته د نظام دمخالفینو شتون ،
ـــ د غیر اړینو او لوکسو شیانو په رانیولو د پېسو بېځایه لګښت ،
ـــ د ټاکنیزو کمپاینو پر مهال هر کس او ناکس ته د قرار دادونو ډالۍ کول ،
ـــ د نورم او ستندردپه ادارو کې د خدماتو ، تولیدي اوواریداتي مالونو د معیارونو د دقیقو ارزونو نشتوالی ،
ـــ د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د ملي او سیمه ییزو پروژوتر منځ د ګټورتوب د پرتلیز اکر نشتوالی .
ـــ د اداره امور له خوا د کدرونو په ګمارلو کې ملي ګټوته د ژمنو او وړکسانو پیکه ونډه ،
ـــ د جنګسالارانو له خوا د کابل بانک په لوټېدو سره په بانکونو دهېوادوالو بې باوري کېدل ،
ـــ په دولتي ادارو کې د فساد اوشخصي ګټو په پار د خپلولۍ او سلیقوي اړېکو پالل ،
ـــ د ګاونډیو هیوادونو څخه په قاچاقي او د ګمرکي مراحلو پرته د یو زیات شمېر توکو راوړل ،
ـــ د آزاد بازار اقتصاد له امله ( پلمه ) د اغیزمنو ، ګټورو ، بنسټیزو اقتصادي او تولیدي پروژو نه د دولت نه ملاتړ .
ـــ د اړوندو ادارو له خوا د اضافي کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې ( مارکیټنګ )پڅه هڅه ،
ـــ د بهرنیانو د بې ځایه لاسوهنو له امله د حاکمیت په ویشلو سره د مرکزې ادارې کمزوري کېدل ،
ـــ تولیدي تصدیو ته په خپل وخت د برېښنا انرژۍ نه رسول ،
که چېرې افغان حکومت ته د ورسپارل شوو مرستونیمایي برخه هم په اغېزمن ډول کارول شوي وای ، په ټولنه کې د بې روزګارانو لوړ شمېر ، په نیشه ئي توکود روږدوکسانو لوړه کچه او د کوکنارو کښت او قاچاق نه تر سترګو کېدای .
په درنښت
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320