شهزادگۍ بسمه چیرې ده؟

0 593

له کلونو راهیسي د سعودي عربستان دغه شهزادگۍ په شاهی سلطنت کی د اصلاحاتو غوښتونکې وه، خو اوس هغه له عامه محضر څخه ورکه سوې ده. هغې ته نژدې کسانو ویلي چې هغوی پر دې پوهیږي چې شهزادگۍ ولې نوره نه لیدل کیږي.

شهزادگۍ بسمه بن عبدالعزیز السعود چې د سعودي عربستان شاهي کورنۍ پورې اړه لري او د بشري حقونو نامتو فعاله ده، اوس لادرکه سوې ده.

څارونکي په دې باور دي چی هغه پرته له رسمي دعوا څخه له خپلې یوې لور سره په پلازمېنه ریاض کې په خپل کور کې تر نظارت لاندې ده. د شهزادگۍ له چارچاپیر څخه یوه کس چې  نه غواړي نوم یې یاد شي، دویچه ویله ته ویلي دي چې که څه هم کورنۍ یې له شهزادگۍ سره په تماس کی ده خو هغه په خپله نه سي کولای په ښکاره ډول خبری وکړي، ځکه چی ښایې خبرې یې کنترول سي.

شهزاداگۍ بسمه د نړیوالو رسنیو له لارې له ډیر وخت راهیسې په سعودي عربستان او ټوله سیمه کې په قوانینو کې د اصلاحاتو له پاره مبارزه کوله. همدارنگه یې په عامه محضر کې په وار وار سره ټولنیز موضوعات مطرح کول.

سویس ته تر الوتلو لږ مخکې نیول کیدل

د دویچه ویله د سرچینې په وینا شهزادگۍ بسمه د روان کال په مارچ کې له سفر کولو راوګرځول شوه. په دغه وخت کې هغې غوښتل له خپلې لور سره یو ځای د یوې صحي درملنې له پاره  سویس ته سفر وکړي. خو چارواکو فکر کاوه چې هغه غواړي وتښتي او له همدې کبله یې ونیوله. سعودي چارواکو په دې هکله تر اوسه د دویچه ویله پوښتنې ته کوم ځواب نه دی ورکړی. خو دویچه ویله ته وړاندي سوي اسناد ښیې چې شهزادگۍ بسمې د تیرکال د دسمبر پر اتلسمه اجازه تر لاسه کړې وه چې له خپلې لور سره یو ځای د عاجلې صحی درملنې له پاره سویس ته سفر وکړي. امریکایي وکیل لیونارد بینیت هغې ته د دې سفر زمینه برابره کړې وه. نوموړي دویچه ویله ته ویلي دي چې د هغې الوتکې ته د پرواز اجازه ورنه کړل سوه: »هغه له عام محضر څخه ورکه سوه په اول سر کې څوک پر دې نه پوهیدل چې هغه به چیرې وي.«

په رسنیو کې د هغې آشنا ږغ

شهزادگۍ بسمې په ۲۰۰۶ کال کې سعودي رسنیو ته په لیکلو پیل وکړ. په قانون کې د اصلاحاتو د غوښتلو په هکله د هغې لیکنه ډیره مشهوره سوه. د هغې دغه غوښتنه د سعودی د واکمنانو د تصور سره برابره نه ده.

له خپل خاوند څخه تر طلاق اخیستلو وروسته هغه په ۲۰۱۰ کال کې لندن ته ولاړه، چیرې چې د رسنیو یوه مشهوره څیره وگرځیده. هغې د اختلاس، بشري حقونو موضوعاتو او ټولنیزې نابرابرۍ په اړه نه یوازې د سعودي عربستان بلکې د ټولې سیمې په هکله رپوټونه ورکول. همدارنگه یې په شاهی سلطنت کې د اساسي قانون د اصلاحاتو، د سیمه ایزو پولیسو د حقونو د محدودیت او په قانون کې د ښځو د حقونو غوښتنه کوله.

Mohammed bin Salman Kronprinz Saudi Arabien (Getty Images/AFP/M. Ngan)د سعودی عربستان ولیعهد محمدبن سلمان

محمد بن سلمان څومره له دې موضوع  خبر دی؟

بسمه بن سعود په ۲۰۱۲ کال کی بي بي سي ته په خواشینۍ سره ویلی وو چې سعودي عربستان د مشروطه سلطنت په هکله د  هغې د وفات سوي پلار پاچا السعود پلانونه نه دي عملي کړي. دغه ډول تدابیرو به له صدراعظم څخه د پاچا موقف او واک بیل کړی وای.

په همدغه کال یې د “The Independent” په نامه ورځپاڼې ته هم ویلي ول چې د عربي پسرلي پر وخت په ټوله سیمه کې د دیموکراسۍ د غوښتونو پر وخت په ریاض کې د رسنیو اډیټران دومره عصباني سول چې حتی د هغې یعنی بسمې متنونه یې هم لنډ کړل.

په عین وخت کې یې داسي اشارې تر لاسه کولې چې د هغې له انتقادونو سره څوک موافق نه دي. د ۲۰۱۵ کال په پای کې شهزادگۍ بیرته سعودي عربستان ته ستنه سوه. په ۲۰۱۶ کال کې له ځینو لندني شرکتونو سره یوځای سوه او په ۲۰۱۸ کال کې یې هغه خپلی یوې لور ته وسپارل. که څه هم شهزادگۍ ویلي چې عام محضر ته د ښکاره کیدو له امله تر کوم فشار لاندې نه ده، خو د ۲۰۱۸ کال له جنورۍ راهیسی په هیڅ ډول رسنۍ کې نه ده راڅرگنده سوې.

کورنۍ شخړه که سیاسي انگیزه؟

په سعودي عربستان کې د بسمه له عامه محضر څخه د ورکیدو دلیل معلوم نه دی. په اول سر کې گومان کیده چې غواړي له هیواد څخه وتښتي. له بلی خوا ښایي کورنۍ شخړې هم دغه حالت ته رسولې وي. تیر کال د سعودي سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی وو چې د بسمه زامن پر ترافیکو باندې د یوه یرغل په پیښه کې ښکیل دي او تر محکمې پورې هغوی په توقیف کې ساتل کیږي. ښایې له همدې کبله شهزادگۍ په خپل ټاټوبي کې تر اوسه پاته وي.

د لندن د  School of Economics  له پاره د سعودي عربستان د سیاست کارپوهې مداوي الرشید بیا دویچه ویله ته ویلي دي چې هغه پر دې نظر ده چې شهزادگۍ ښایي له خپلی کورنۍ سره د میراث پر سر شخړه او یا هم د خپلو کوچنیانو د یوازې  سرپرستۍ په موضوع کې ښکیله وي. نو له همدې کبله نه سي کولای له خپلې لور سره په گډه خپل ټاټوبی پریږدي.

د سعودي عربستان د پخواني پاچا له ۱۱۵ اولادونو څخه شهزادگۍ بسمه ترټولو کشره لور ده او د کورنۍ په هغې شجرې پوری اړه پیدا کوي چې یو وخت ورته د پاچا سلمان او د هغه د زامنو د احتمالي بدیل په سترگه کتل کیده. د سعودي عربستان شاهي کورنۍ په مجموعي ډول  شاوخوا ۱۴ زره غړي لري چی ترمنځ یې په مکرر ډول د واک او نفوذ پر سر شخړي رامنځ ته شوي.

 

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply