ننګرهاریانو ډاکټر ناکامورا نه دی وژلی!

احسان الله ارینزی

0 793

ننګرهاریانو ډاکټر ناکامورا نه دی وژلی!

د افغانستان د خلکو په هکله ویل کېږي چې د ډېرو نورو غوره صفاتو تر څنګ، خورا میلمه پاله هم دي.

په دې کې هېڅ شک نشته چې پخوا به د افغانستان خلکو، خپلې سترګې او باڼه د مېلمنو له پاره، په ځمکه غوړول؛ خو له بده مرغه د هغه وخته چې دین سیاسي شو او زموږ ډېر منلي او درانه دودونه د پردیو استخباراتو په لمسه، د پردیو یرغلونو او د سیاسي اسلام د وسله والو په لاس تالا ترغه شول، د افغانانو د مېلمه پالنې هغه ستر نوم هم پیکه شو چې دا یوه پېړۍ پرې مشهور وو او ټولی نړئ په درنه سترګه ورته کتل.
په تېرو څو کلونو کې چې افغانستان له بده مرغه، د خپلو تش په نامه سیاسي مشرانو د کمکي ظرفیت او د سیمې د استخباراتو د دسایسو په اور کې وسوځید، داسې بېلګې شته چې د افغانستان د خلکو د مېلمه پالنې تاریخي نوم ته یې درانه زیانونهو رسول.

په کابل هوټل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفیر وژنه، په غزني کې د شل – درویشت کوریایي سیلانیانو یرغمل، په هلمند کې د ایتالوي ډاکټرانو تښتونه او په بدل کې یې د پنځو طالبانو خلاصون،، په کندز کې د دیارلسو چینایي انجینرانو مرګ، په ننګرهار کې د جاپاني او هندي متخصصینو وژل، د افغانستان د امریکایي پوهنتون د امریکایي او استرالیایي استادانو اختطاف او بیا له دریو مهمو طالبانو سره د هغوي معاوضه او دا دی په ننګرهار کې د جاپاني ناکامورا او د هغه د افغاني ملګرو وژنه چې د خلکو سخته غوسه یې پارولې او په ټولنیزه رسنیو کې یې غوغا جوړه کړې ده.
ډاکټر ناکامورا اصلاْ د جاپان و؛ خو د افغان مهاجرینو په کمپونو کې کار، دې ته اړ کړ چې د افغانستان په ختیځ کې میشت او د هغه لسګونه زره انسانانو رنځ ته د پای ټکی کېږدي چې د کنړ د مست سیند په څنګ کې، وچکالي ځپلي او د خوراک له پاره پوره ډوډۍ نه شي موندلای!

هو! ډاکټر تیستو ناکامورا یا د ننګرهاریانو په وینا کاکا مراد، خپل نیم عمر د افغانستان خلکو ته وقف کړ او داسې سیمو ته یې اوبه ورسولې چې هیڅکله یې روانې اوبه نه وې لیدلې.

ډاکټر ناکامورا په انسان او انسانیت داسې فعال مین و چې د طب کار یې پرېښود او د یو فني انسان په توګه یې، د کنړ له سیند څخه څلور کانالونه ویستل، په زرګونه جریبه ځمکه یې خړوبه کړه او په لسګونه زره خلک یې د وچکالۍ او قحطۍ له ستونزو وژغورل!

اوس پوښتنه دا ده چې ډاکټر ناکامورا چا وواژه؟ بشپړ یقین شته چې ننګرهاریانو دا جنایت نه دی کړی؛ ځکه چې ناکامورا دوی ته ډېر کار کړی و؛ خو ناکامورا د همدې درنو خلکو په وطن کې، د ګاونډي ملک د استخباراتو د ګوډاګیانو، د ځمکو د ښکاره غاصبینو او غلو په ډزو ووژل شو. هغه غله او غاصبین چې دپردیو د پټو او ښکاره یرغلونو او سیاسي اسلام د واکمنئ په کلونو کې، په مافیا بدل شوي او د خپلو ګټو له پاره ټول وطن په اور سیزلای شي!
کله چې د ناکامورا څو خبرې ولولو، د ده د وژونکو په اصلي سرچینو پوهیدلای شو.

د افغانستان د اوبو بیه د اروپا او عربي هېوادونو د تیلو او سرو زرو له بیو سره برابره ده،
د افغانستان د اوبو سم مدیریت، وزګارتیا او ډېرې ناروغئ پای ته رسولای شي،
او پاکستان یو سمسور او ودان افغانستان نه غواړي!!

اوس د ډاکټر ناکامورا یو بل ملګری هوډ کړی جې ننګرهار ته راشي او د ده پاته کارونه بشپړ کړي؛ نو ځکه دا د ننګرهار د خلکو فرض جوړېږي چې دا درېیم جاپانی د سترګو د کسیو په شان خوندي وساتي او اجازه ورنکړي چې ګاونډی ملک بیا د خپلو ګوډاګیانو په واسطه، د افغانستان د خلکو هغه ستر نامه ته پیغور جوړ کړي چې یو وخت د نړۍ تر ټولو میلمه پآله خلک بلل کېدل!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply