یوه ځوانه پولنډۍ نجلۍ څنگه په افغانستان کې پاته سوه؟

0 1,282

د علم او پوهي سره د میني په سبب دغه ځوانه پولنډۍ د خپل سیاحت د ادامې څخه تیره، دغور په یوې لیري ولسوالۍ کي پاته او هلته کوچنیانو ته درس ورکوي. داچي ایا هلته پاته کیدل یې هدف ؤ او که تصادف، کیسه یې دلته ولولۍ.

    

Monica polnische Lehrerin in Afghanistan (Akramy)مونیکا د د لعل او سرجنگل د ولسوالۍ د خلگو او کوچنیانو په منځ کي

د مونیکا په نامه دغه ځوانه پولنډۍ نجلۍ کوچنیانو ته د درس ورکولو سره ډیره علاقه لري. دا ۱۵ کاله کیږي ، چي په سیاحت اخته ده او د دنیا ډیرو هیوادونو ته یې سفرونه کړي دي. خو اوس یې په يوه ډیر لیري او جنگ ځپلي هیواد، افغانستان کي ی د پاته کیدو عزم کړی دی او هلته نجونو او هلکانو ته د انگلیسي ژبي درس ورکوي.

مونیکا اوس د سهار څخه تر غرمې پوري معلمي کوي او ۱۳۰ کوچنیانو ته د «رهنورد نور» په مکتب کي سبق ورکوي. د غرمې څخه تر ماځیگر پوري بیا ۴۰ فعالو اجتماعي، فرهنگي او هنري نوو ځوانانو او ځوانانو ته مفت درس ورکوي.

Monica polnische Lehrerin in Afghanistan (Akramy)مونیکا د غور په محلي کالو کي

مونیکا د لعل او سرجنگل په ولسوالۍ کي په یوه ډیره ساده اطاق کي ژوند کوي. دري ژبه یې هم تر ډیره حده پوري زده کړې ده او خپل مشکل په حلولای سي. پوړنئ پر سر کوي او اسلامي او افغاني رسم ورواجونه مراعتوي. مونیکا خپل سفر د کابل ،بامیان او بدخشان څخه شروع او بلاخره د غور د لعل وسرجنگل ولسوالۍ ته ورسیدله.

Monica polnische Lehrerin in Afghanistan (Akramy)مونیکا غواړي ددرس ورکولو د لاري د افغانستان سره کومک وکړي.

دا پوهیږي، چي د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه دی،  خو ددغي ولسوالي خلگ ډیر ارام او د علم او پوهي شوقیان دي. دا وايي، چي « په کابل ، هرات، بلخ او یا بامیان کي خارجي مؤسسې فعاله دي او ضرورت نسته چي هلته کار وکړي، خو دلته هیڅ خارجیان نه سته او غواړي د کوچنیانوسره کومک وکړي. ځکه یې نو دغه ځای انتخاب کړی دی. »

Monica polnische Lehrerin in Afghanistan (Akramy)مونیکا شاگردانو ته د درس ورکولو عصري میتودونه ورښيي

دا چي د افغانانو د کلتور او ژوندانه د طرز معلومولو او تحقیقاتو په خاطر افغانستان ته راغلې وه، د فیروز کوه د لاری څخه د تیریدو پر مهال یې تصمیم ونیوی، چي د دغه ولایت د لعل او سرجنگل په ولسوالۍ کي پاته او هلته کوچنیانو ته درس ورکړي.

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply