په ۲۰۱۹ کې افغانانو پر انترنت څه پلټلي دي؟

0 769

په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله که څه هم د انترنت کاریدل ډیر شوي خو بیا هم افغانان د انترنت د سرعت او کیفیت په هکله شکایتونه لري. خو افغانان په انترنت کې تر ټولو ډېر په څه پسې لټه کوي؟

    
Auge mit Google Logo auf Iris (picture-alliance/imageBROKER/M. Weber)

په افغانستان کې د تیرو کلونو په پرتله که څه هم د انترنت کاریدل ډیر شوي خو بیا هم افغانان د انترنت د سرعت او کیفیت په هکله شکایتونه لري. خو افغانان په انترنت کې تر ټولو ډېر په څه پسې لټه کوي؟

که څه هم چې په افغانستان کې د تیرې لسیزې په پرتله د انترنت په خدماتو کې ښه والی راغلی خو بیا هم افغانان د انترنت د بیو او کیفیت له کبله شکایت کوي. افغان حکومت بیا په دې برخه کې د اقداماتو ژمنې کړي او هڅه کوي چې په ټول هیواد کې د انترنت بیې راټیټې او کیفیت یې لوړ کړل شي.

افغانان تر ډیره پورې له انترنت څخه د ټولنیزو رسنیو او د ارتباط د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. د ګوګل شرکت په کلني ډول د ټولو هیوادونو معلومات راټولوي چې پر انترنت باندې د کومو موضوعاتو په هکله پلټنې شوي دي. دغو معلوماتو ته هرڅوک لاسرسی موندلی شي. افغانستان چې په وچه کې ګیر یو هیواد دی، انترنت یې هم زیاتره د ګاونډیو هیوادونو څخه تامینیږي، چې دغه څه هم ښايي پر انترنت باندې د پلټل شوو مواردو پر شمیر باندې اغیز ولری.

Symbolbild - Google (picture-alliance/dpa)

افغانانو په ۲۰۱۹م کال کې ډیر کوم موارد پلټلي دي؟

د ۲۰۱۹م کال په ترڅ کې افغانانو تر ډیره پورې د «نتایج کانکور ۱۳۹۸»  کلمه پر انترنت باندې پلټلې ده. په دوهم ځای کې «IPL201‌9» ډیره پلټل شوې کلمه ده. په دریم ځای کې «سریال دریای سیاه»، په څلورم ځای کې «world cup 2019»، په پنځم ځای کې «cricket world cup 2019» ډیر پلټل شوي کلمات دي. په شپږم ځای کې «Tik Tok» ، اوم ځای کې «icc world cup 2019» اتم ځای کې «فیلم عاشقانه»، نهم ځای کې «سریال احساس» او لسم ځای کې بیا «آب و هوای کابل» تر ټولو ډیر پلټل شوي موارد دي. په دې ترتیب سره ښکاري چې پر انترنت باندې د کریکټ په هکله افغانانو د نورو موضوعاتو په پرتله ډیرې پلټنې کړي دي. دغه معلومات له گوگل ترنیدز ویبپاڼې څخه اخیستل چې د ګوګل شرکت اړوند خدمات دي.

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply