سلیماني ولې پخوا نه وژل کېده؟

ژباړه: نظیم سمون

0 649

ټیک تر هغې شېبې چې د سهار له لمر خاته مخکې د ټرمپ ادارې له خوا په بغداد کې په نښه شو، د قاسم سلیماني ژوندي پاتې کېدل د هغه د پام وړ شهرت له برکته و. دغه ځواکمن ایرانی جنرال د هغو ځواکونو مشري کوله چې د ایران له پولو بهر- په ځانګړې توګه له امریکا او اسرایلو سره په کې سیالۍ ښکېل دي. خو سلیماني د منځني ختیځ د جګړې په ټولو جبهو کې ژوندی پاتې شوی و.

په حقیقت کې د جورج ډبلیو بوش په حکومت کې د سلیماني د وژلو په اړه اګاهانه پرېکړې وشوې او نوموړی آن د ټوپک دوربین ته برابر شوی و، خو هېڅکله پرې ماشه کش نه کړای شوه. جنرال مک کرسټل تېر کال لیکلي وو، چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د سلیماني د وژلو فرصت  درلود، خو ژوندی ووت:«دا چې اقدام نه کوې، تر ټولو سخته پرېکړه ده او دا ډول پرېکړې تل ښې نه وي.»

په عراق کې د امریکا پخوانی سلاکار علي خدري وايي:«سره له دې چې موږ ته د هغه د په نښه کولو چانس مساعد و، خو نه وژل یې زما او د زما د همکارانو لپاره خورا نهیلی کوونکی کار و.»

خدري زیاتوي:«په یاد مې دي چې په ۲۰۰۷ کال کې له سفیر راین کراکر او جنرال ډیوېډ پټریوس سره ناست وم او ورته مې وویل: ایا شرم به نه وي چې سلیماني د چاودېدونکو توکو د جوړولو په پروژه کې بریالی شي؟ دا هغه پروژه وه چې ایران به د سړک غاړې ماینونه جوړول، چې په پایله کې یې لسګونه امریکايي عسکر ووژل شول.» خو د خدري په وینا په دې اړه پرېکړه باید شخصاً په خپله ولسمشر کړې وای، ځکه چې پایلې یې حساسې وې.د اوباما په حکومت کې د ایران د انقلابي ګارد د مشهور جنرال ترور دومره جدي موضوع نه ګڼل کېده.

د دفاع وزارت مرستیال دیرېک شولټ چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ یې په دفاع وزارت کې دنده ترسره کړې، وايي چې امریکا هغه مهال آن د قاسم سلیماني د څارنې او نیونې کوم پلان هم نه درلود:«څومره چې زه خبر یم، په دې اړه هم کوم تصمیم نه و چې سلیماني مو پیدا او ژوندی نیولی وای.»

هغه مهال د امریکا لومړیتوب دا و، چې ایران له جګړې پرته په سوله ییز ډول د اټومي وسلو له پراختیا راوګرځول شي، له همدې امله د سلیماني وژنې کولای شوای چې خبرې له خنډ سره مخ کړي.

آیا د هغه د وژلو احتمالي خطرات تر هغه څه زیات وو چې د جګړې په میدان کې پېښېدل؟ د شولټ ځواب هو و.

پاتریشیا روالجي چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې یې د امریکا په مرکزي قوماندانۍ کې د ملکي چارو د تحلیلګرې په توګه کار کړی، وايي «د عملیاتو پرمهال اندېښنې په دې کچه وې چې کله کله به د فرصتونو خنډ هم ګرخېدل. کله چې ایران پلوه ملېشو او امریکايي ځواکونو د عراق پولې ته نږدې د داعش وسله والو خلاف عملیات کول، پوځي قوماندانان او د واشنګټن پالیسي جوړوونکي په دې اړه اندېښمن وو چې سلیماني په خطرناک ځای او خطرناک وخت کې قرار لري، هسې نه چې سهواً ووژل شي او په دې توګه هر څه خراب شي. آن داسې به هم ویل کېدل چې کاشکې سلیماني له عراقه بهر وای، ترڅو دغه راز کومه پېښه و نه شي.»

ولې اسرایلو سلیماني هدف نه ګرځاوه؟

سلیماني تېر کال له ایراني ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا وکړه چې په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان د دویمې جګړې پرمهال کله چې نوموړي په بېروت کې د جګړې قومانده پرغاړه درلوده؛ دی او د حزب الله مشر حسن نصرالله د اسرایلي الوتکو له بریدونو ژوندي ووتل. هغه وايي چې اسرایلي څارګرو الوتکو د دوی په سر پرله پسې دورې وهلې.

د سلیماني په وینا حزب الله بېروت ته څېرمه په الضاحیه سیمه کې د سوق او ادارې مرکز درلود چې هره شېبه به د اسرایلو تر څار لاندې و. دی زیاتوي: یوه شپه ما او د حزب الله ډلې یو مشهور عملیاتي قوماندان عماد مغنیه پرېکړه وکړه چې نصرالله له دې ځایه یو بل خوندي ځای ته ولېږدوو، زموږ له وتلو سره سم دوه اسرایلي جنګي الوتکې راورسېدې او هماغه ځای یې بمبار کړ. موږ فکر کاوه چې په دې دوو الوتکو پسې به درېیمه تعقیبي الوتکه هم وي او پرېکړه مو وکړه چې له ودانۍ څخه ووځو. موږ موټر نه درلود او په سیمه کې بشپړه چوپتیا خوره وه او اسرایلي جنګو الوتکو فضا اشغال کړې وه.

سلیماني وايي چې هغه او نصرالله د ډرون له وېرې تر ونې لاندې پټ شول او مغنیه په موټر پسې تللی و. له دې وېرې چې موټر هم تر څار لاندې رانه شي، هغوی تر ځمکې لاندې یو ګراج کې موټرونه پټ کړي وو. مغینه بالاخره په ۲۰۰۸ کال کې په دمشق کې ووژل شو. وروسته ادعا وشوه چې د هغه د وژنې عملیات سي آی اې او موساد په ګډه پلان کړي وو.

یوه اسرایلي پوځي افسر ډیلي بیسټ ته وویل چې د امریکا له خوا د سلیماني وژنه کومه حیرانوونکې پېښه نه وه. یاد افسر چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله وویل چې اسرایلو او امریکا تر دې مخکې د سلیماني د له منځه وړلو لپاره ګڼې هڅې کړې وې، خو څرګنده نه وه چې د وژنې پلان یې تر کومه بریده جدي او مخته تللی و.

هغه زیاتوي:«د اوباما ادارې له موږ څخه غوښتنه وکړه چې مخکې لاړ نه شو، معلومه وه چې ښايي عواقب به یې تر یوې محلي جګړې هم ژور وای او کېدای شوای چې ټوله نړۍ یې متاثره کړې وای.» د یاد اسرایلي افسر په وینا چې دا ځل د سلیماني د ترور په عملیاتو کې دوی ښکېل نه و:«خو ایرانیان تل موږ دواړه هېوادونه یو ګڼي، لوی شیطان او کوچنی شیطان. تاسو په لارو کوڅو کې ګورئ چې خلک د مرګ په امریکا او مرګ په اسرایلو چیغې وهي. ایا موږ کولای شوای چې هغه په نښه کړو؟ له شک پرته. موږ په دویم قدم کې و او همدا ده چې د امریکا ملاتړی یا پراکسي ګڼل کېږو»

سرچینه: ډیلي بیسټ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply