د قوشتپې کانال اقتصادي ارزونه

نظیم سمون

307

د لویو اقتصادي پروژو د پلانولو په اړه تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پلی کوونکی یې لومړی باید د پروژې د تخنیکي شونتیا ترڅنګ د هغې د اقتصادي شونتیا په اړه هم کافي ډاډ تر لاسه او هغه پانګه چې پر پروژې لګوي له اقتصادي پلوه یې باید توجیه کړای شي. د قوشتپې کرنیزه پروژه د سایز، لګښت، وخت، تخنیکي پېلچتیا، اقتصادي-ټولنیزو او محیط زیستي اغېزو او د زېربنا له پلوه په افغانستان او سیمه کې ستره پروژه (Mega project) بلل کېږي. دغو حقایقو ته په پام سره، پروژې په افغانستان کې د افغانانو په زړونو کې لویې هیلې راټوکولې دي. اوس د پروژې مدیرانو ته بویه چې د پروژې د ښه مدیریت ترڅنګ عامه انتظارات او توقعات هم مدیریت کړي.

ما په دې لیکنه کې د پروژې په اقتصادي تحلیل کې د قوشتپې پروژې د امکان ارزونې مطالعې له ډېټا څخه چې په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د پراختیايي ادارې (USAID) په مالي ملاتړ، د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت له لوري چمتو شوې وه، ګټه اخیستې ده. نو په دې اساس په اقتصادي تحلیل کې زما ټولې فرضیې پر همدې ډېټا بنا دي. سربېره پر دې، دا ټکی هم باید روښانه کړم چې د قوشتپې پروژې له اقتصادي تحلیل څخه زما موخه هغه پروژه ده چې د ۲۰۱۹ کال د امکان ارزونې په مطالعه کې د اوبو لګونې د یو ستر سیستم په توګه په پام کې نیول شوې وه او ټاکل شوې وه چې د ۲۷۱،۰۰۰ هکتاره د کښت وړ ځمکې د خړوبولو په موخه د ۲۲۲۹ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونې سره په څلورو پړاوونو (فازونو) کې د ۱۲ کلونو په موده کې پلې شي. د امکان ارزونې د مطالعې له مخې، د همدې پلان او ډیزاین په حدودو کې د پروژې پلي کول مثبت اقتصادي نتایج وړاندې کوي، خو د پروژې په مخکېني سکوپ او پلان کې هر ډول بدلون پخواني نتایج نه شي تضمینولی او اړتیا ده چې د پروژې د اقتصادي معقولیت او ګټورتوب په اړه نوي مطالعات وشي. دا تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا د پروژې پلی کوونکی (د ملي پراختیا شرکت) د همدې مخکېني پلان مطابق روان دی او که شته سرچینو او امکاناتو ته په کتو یې د پروژې په سکوپ کې بدلون راوستی. د بدلون په صورت کې د پروژې د اقتصادي ګټورتیا او بهره‌ورۍ په اړه دقیقه وړاندوینه ستونزمنه ده، په ځانګړې توګه د پروژې د امکان ارزونې مطالعات دا فرضیه نه شي ثابتولی چې ګنې قوشتپه دې د پنځه لکه او پنځوس زره (۵۵۰،۰۰۰) هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا ولري. همدغه حقیقت ته په کتو سره، د پروژې په اړه زما تحلیل به پر هغو پارامترونو او شاخصونو ولاړ وي چې د امکان ارزونه مطالعه کې په ګوته شوي دي. په دې توګه، موږ د پروژې اقتصادي ګټه د لاندې ۶ عمده شاخصونو له مخې تحلیلوو.

۱. تر پوښښ لاندې ځمکه

د کښت لپاره په بالقوه توګه ټولټال ۵۵۰،۰۰۰ هکتاره ساحه (Command Area) په پام کې نیول شوې وه خو د کانال ساحې د خاورې لابراتواري ازمایښت او مطالعه ښيي چې له دې جملې یوازې ۲۷۱،۴۲۱ هکتاره ځمکه د کښت وړ ده. له بده مرغه مطالعات څرګندوي چې د کانال لپاره د پام کې نیول شوې ځمکې خاوره لوړ القلي خاصیت لري (د ۹-۸ ترمنځ) چې د کرنې له نظره تر (۷) درجو زیاته القلي پر ځمکه د نباتاتو د ودې وړتیا راکموي. د خاورې وړتیا د طبقه بندۍ له مخې د قوشتپې لپاره په پام کې نیول شوې ۵۵۰،۰۰۰ هکتاره ځمکې څخه ٪۴۹ (۲۴۱۵۰۰ هکتاره) په ۲ یمه، ۳یمه او ۴یمه درجه ځمکو کې راځي چې له متوسط څخه نیولې تر کمې اندازې د کښت وړتیا لري؛ پاتې ٪۳۰.۹ ځمکه په ۵مه او ٪۲۰.۲ په ۶مه طبقه ځمکو کې راځي چې په نورمال ډول د کښت وړ نه ده، مګر دا چې د القلي د خنثي کولو لپاره له ځینو کرنیزو پروسیجرونو څخه تېره شي چې دا کار لوړ مالي لګښت او وخت ته اړتیا لري. که چېرې دغه شاوخوا ٪۵۱ سلنه ځمکه چې سملاسي د کښت وړ نه ده، اصلاح شي، د پروژې ټوله د کښت وړ ساحې کچه ۳۹۳،۵۰۰ هکتاره ته لوړېدای شي، په دې توګه زیاته اندازه ځمکه زیاته اندازه کرنیز محصولات تولیدولی او له پروژې څخه نسبتاً لوړ عواید پنځولی شي، خو دلته زموږ په اقتصادي تحلیل کې د کښت وړ ځمکې اندازه چې د امکان ارزونه مطالعه کې هم تایید شوې، شاوخوا ۲۷۱،۰۰۰ هکتاره ده.

۲. د کرنیزو محصولاتو ډولونه

 د کانال ځمکه د ۲۰ ډوله کرنیزو محصولاتو لپاره مناسبه بلل شوې: غنم، وریجې، جوار، توربانجان، بادرنګ، ګازرې، مرچ، هندواڼې، خټکي، ممپلي، اینجه، پنبه، کونځلې، د زغرو دانې، پېسته، بادام، مڼې، انار، مندکې لرونکي مېوې او نخود. له دې جملې ۸ قلمه محصولات له وړاندې د بلخ او جوزجان په ځمکو کې کرل کېږي. په ۲۰۱۹ کال کې په نړیوال او داخلي مارکېټ کې د یادو محصولاتو قېمت د اسعارو د تبادلې د ($1=78.36 afs) نرخ په پام کې نیولو سره محاسبه شوی چې پربنسټ یې د یادو ۲۰ ډوله کرنیزو محصولاتو کلنی اقتصادي ارزښت ۵۹۹ میلیونه امریکايي ډالره تخمین شوی دی.

۳. د کرنیزو محصولاتو په تولید کې زیاتوالی

د بلخ او جوزجان کروندګر اوسمهال کافي او دوامداره اوبو ته د نه لاسرسي له امله له خپلو ځمکو په کال کې یوازې یو فصل حاصل ترلاسه کوي، خو د (cropping intensity) له تحلیل څخه په استفادې کولای شو ووایو چې د قوشتپې کانال کولای شي چې په جوزجان او بلخ کې ځمکو ته د دوامداره اوبو د رسولو په صورت کې د کال ۱ فصل حاصلات ۲ فصلونو ته لوړ کړي چې په دې توګه د کرنیزو محصولاتو په تولید کې د پخوا په پرتله دوه چنده زیاتوالی اټکل کېږي. د کرنیزو محصولاتو په تولید کې د زیاتوالي کلنی اقتصادي ارزښت هم ۵۹۹ میلیونه تخمین شوی. دغه محاسبه د اوسني تولید او راتلونکې تولید د مقایسې پربنسټ شوی دی، چې ډېر جزییات یې دلته نه شي لیکل کېدای.

۴.  مالداري او مرغداري

مالداري د قوشتپې کانال ته څېرمه سیمو کې هم د افغانستان د نورو کلیوالي سیمو په څېر د خلکو دویمه عایداتي سرچینه ده. په دې سیمه کې مېشت خلک معمولاً ۱۰ ډوله بېلابېل کورني څاروي ساتي او روزي: پسونه، اوزې، غواګانې، خره، آسونه، اوښان، قره قول، چرګان، فیل مرغان او هیلۍ. د ساحوي د سروې له مخې په ۲۰۱۹ کال کې د پروژې ساحه کې ۸۶،۱۹۸ کورنیو مالداري او مرغداري کوله، چې په دې توګه په ساحه کې د کرنې او اوبو لګونې د وضعیت له بهبود سره سم به څارویو ته هم کافي خواړه او واښه برابر شي چې د محاسبې له مخې د قوشتپې پروژه هر کال د مالدارۍ له درکه ۴۹.۶۰ میلیونه ډالر عواید پنځولی شي.

۵. د اوبو لګونې له درکه ترلاسه کېدونکي عواید

د ابیارۍ له درکه د عوایدو ترلاسه کولو لپاره تر ابیارۍ لاندې ساحې د قېمت ګذارۍ (Area/irrigation-based pricing) له میتود څخه استفاده شوې چې د پروژې د پام وړ ساحې د في هکتار/فصل د ابیارۍ ګټه ۲۵ ډالره محاسبه شوې چې په دې توګه د ابیارۍ د عوایدو له درکه د قوشتپې د ټولټال ۲۷۱ زره هکتاره ځمکې کلنی عاید ۷.۷۸ میلیونه ډالر تخمین شوی دی.

۶. کاري فرصتونه

د تخمین له مخې د قوشتپې پروژه د ساختمان په موده کې چې ۱۲ کاله اټکل شوې ده، د کال ۲۵،۵ میلیون ډالرو په ارزښت کاري فرصتونه او تر هغه وروسته د فعالیت په ټوله موده کې د پروژې د ساتنې او څارنې له درکه هر کال د ۵،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت کاري فرصتونه رامنځته کولای شي.

د پورتنیو شاخصونو د اقتصادي تحلیل پایله ښيي چې د پروژې د داخلي ګټې کچه (IRR) د پروژې د ٪۲۰ احتمالي لګښتونو د زیاتوالي او د ٪۲۰ احتمالي ګټې د کموالي د سناریوګانو په پام کې نیولو سره، ٪۱۹.۵۹ اټکل شوې چې د تخفیف نرخ (Discount rate-%9) په پرتله لوړ دی، چې دا وضعیت د پروژې د اقتصادي ګټورتوب ښودنه کوي. همدارنګه د دواړو سناریوګانو (د لګښت ٪۲۰ زیاتوالی او د ګټې ٪۲۰ کموالی) په پام کې نیولو سره د پروژې اوسنی خالص ارزښت (NPV) ۳۱۱۱ میلیونه ډالره تخمین شوی او د لګښت-ګټې تناسب (BCR) هم ۳.۹۵ ښودل شوی دی چې د پروژې په اقتصادي تحلیل کې دا فکتور هم د پروژې د اقتصادیوالي وړاندیز کوي.

 د پایلې په توګه، که چېرې د قوشتپې کانال کرنیزه پروژه له پخواني ډیزاین او پلان سره سمه پلې شي، له اقتصادي پلوه شونې او د هېواد پر اقتصادي ودې د پام وړ مثبتې اغېزې لرلی شي؛ خو لکه څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، د پروژې په لومړني سکوپ کې هر ډول بدلون نه شي کولای چې دغه اټکل شوې اقتصادي ګټه تضمین کړي، بلکې له نویو شرایطو سره نویو مطالعاتو ته اړتیا ده. نویو شرایطو ته په کتور سره، د پروژې ټول تخنیکي، اقتصادي او محیط زیستي خطرات (رېسکونه) دقیقې ارزونې او مدیریت ته اړتیا لري؛ ځکه چې په دې مقیاس پروژې د فرصتونو ترڅنګ لوړ اقتصادي خطرونه هم لرلای شي.

اړتیا ده چې د ملي پراختیا شرکت له نویو شرایطو سره د پروژې د پلې کولو پرمهال چې وکولای شي په اوږدمهال کې د پروژې اقتصادي ګټورتیا تضمین کړي، څو ټکي په پام کې ونیسي: د بروژې د تمویل لپاره اړتیا ده چې د شرکت پر عوایدو سربېره نورې د ډاډ وړ او دوامداره سرچینې وموندل شي؛ د کانال د آبیارۍ سیستم او شبکه لکه څنګه چې پخوا ډیزاین شوې وه، باید تغیر نه شي، یعنې له یو معقول مهالوېش سره سم د اصلي کانال ترڅنګ د فرعي کانالونو، دویمي کانالونو، درېیمي کانالونو او څلورمي کانالونو بشپړول؛ د فاریاب د اندخوی پروژې سره د اصلي کانال نښلول چې د کښت لپاره د پام وړ ساحه ورسره پراخېږي؛ په بلخ کې د شاوخوا ۵۵ زره هکتاره اضافي ځمکې د خړوبولو لپاره چې د سطحې د لوړوالي له کبله په فشار اوبه نه شي ورتلای، د سولري واټرپمپونو د شبکې جوړول؛ د اوبو جریان د تنظیم او د اوبو لګونې د اساسي ساختمانونو جوړول او د ځمکو د مالکیت او له هغو څخه د ګټې اخیستنې لپاره دقیقه پلان جوړونه.

——-

نوټ: د محاسباتو د وضاحت لپاره اړتیا وه چې د هر شاخص د محاسبې میتودولوجي تشرېح شوې وای خو دا چې لیکنه اوږدېدله او زموږ خلک اوږدې لیکنې نه لولي، نو ترې تېر شوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.