څه ډول پر ځان باور زيات کړو؟

محمد آصف احمدزى

0 934

ګن شمير کسان په خپلو کارونو کې هڅه کوي، چې بريالي شي; خو بريا ته رسېدل ورته ستونزمن وي، ځکه چې دوى په ځان باور نه لري. د باور پيدا کېدو لپاره سوال دا ده: څه ډول پر ځان باور پيدا کړو، چې خپلو کارونو کې بريا ته ورسېږو؟

کېداى شي تر ډېره حده لاندې کارونه کول ستاسو باور زيات کړي:

مطالعه کول:

مونږ وينو چې مطالعه کول زمونږ او ستاسو په ټولنه کې په زياته ټيټه درجه کې کيږي او زيات شمير کسان له مطالعې کولو څخه نفرت ښي.

خو هغه کسان چې زيات مطالعه کوي هغوى به ډېر بريالي کسان وي، ځکه چې مطالعه کول نه تنها ستاسو معلومات ډېروي بلکې ستاسو باور زياتوي. کله چې ستاسو باور زيات شي، وروسته تاسې د هر کار پر وړاندې پياوړي کېږى، چې دا پياوړتيا تاسو ته برياوې در په برخه کوي.

که غواړئ چې تاسو هم د برياليو کسانو په شان په هر کار کې پرمختګ وکړئ نو د خپلو کړنو په اړه د برياليو کسانو ژوند مطالعه کړئ.

دبرياليو کسانو ژوند مطالعه کول ستاسو باور زياتوي؛ چې دغه باور زياتېدل به ستاسو د هر کار په کولو کې مرسته وکړي.

دا په ډاډ سره وايم، که تاسې هره ورځ د مطالعې کولو فرهنګ تعقيب کړئ؛ د باور زياتېدو سر سره به ستاسو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي، ځکه مطالعه کول تاسو ته د بريالي کېدو لارې چارې ښي او تاسو نه پرېږي چې خپلو کارونو کې پاتې راشئ، لا مو هسوي چې پرمختګ وکړئ.

د بريا په اړه فکر کول:

د کار په کولو کې يو شمېر کسانو ته ډېر ښه فرصتونه پيدا کيږي، خو هغوى ډېر بې باوره وي داسې فکر کوي چې (زه يې نشم کولاى) ــ (زه بريالى کېداى نشم ) يا له ځان سره داسې وايي: (کېداى شي د دې کار وړ ونه اوسم)؛ داسې بې باوري په اصل کې خپله ناکامي ده.

تاسې د بې ځايه باڼو څخه لاس واخلئ، د باڼو پر ځاى داسې ووايي 🙁 چې زه يې کولاى شم ) ځکه پر ځان باور درلودل تاسو ته قوت درکوي چې خپلو کارونو کې بريالي شئ او لامو د کارونو په اړه ښه فکر وکړئ.

تاسې چې څنګه فکر کوى، همغه شان جوړېږئ. که تاسې د کارونو په اړه منفي فکر ولرئ؛ کارونه به مو منفي نتيجه درکوي او که مثبت فکر ولرئ، کارونه مو مثبته نتيجه درکوي، ځکه مثبت فکر تاسې بريا ته رسوي او همدارنګه د هرې بريا سره ستاسو باور زياتيږي، چې دغه باور زياتېدل مو لا نورو کارونو ته هسوي.

شکر ايستل:

لوړ فکر لرونکي کسان تل شکر ويستونکي وي هر څه چې الله تعالى ور کړي وي په همغو شکر باسي، خو له شکر ويستلو سره سره کوښښ کوي چې په خپلو شته کارونو کې لا بريالى وي او همدارنګه کوښښ کوي چې د هر کار په پيل کولو سره ځان بريالى ثابت کړي …..

ناهيلې کېدل :

ناهلي يو ډول لټي ده، که د ددې لټى مخه ونه نيول شي، ويلى شم چې ستاسو هر کار به په سمه توګه پاى ته ونه رسيږي؛ ځکه ناهلي تاسو بې باوره کوي او بې باوري تاسو ناکامى خواته سوق کوي تاسو نه پرېږدي چې خپلو کارونو کې بريالي شئ.

همدارنګه ناهيلي کسان داسې فکر کوي چې زه هيڅ کار هم نشم پيل کولى؛ بلکې همدغه ناهلي ستاسو انګېزه وژني تاسو نه پرېږدي چې خپل کارونه په بشپړه ( بريالي ) توګه پاى ته ورسوئ.

شوارتز ( د لوى فکر جادو ) کتاب کې ليکي : يو ملګرى مې د کلف ښه لوبغاړى دى. يو ورځ مې ورته ويل : خلک په دواړو لاسونو لوبه نشي کولاى، ته په يوه لاس دومره تکړه يې، ځواب يې ډېر جالب و، راته ويل يې: (( زما تجروبو ثابته کړه چې ( د يو لاس سم فکر ) د ددواړو لاسو له ناسم فکره لوبه ګټي.) که تاسو ښه فکر او د فکر تر څنګه باور ولرئ، زه ويلئ شم چې ستاسو هر کار به په بريالي توګه پاى ته رسيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply