عمرانخان او ظالم رياست يې

سيد حسين پاچا

0 741

عمرانخان و ظالم رياست يې :

دا څنګه انصاف دی چې د راو انور ضمانت منل کيږي او د منظور نه ؟

امريکا، عرب وپاکستان بايد موږ ته زموږ بېرحمه قاتلين راو انور، کذاب پروېز مشرف او طالب مشران د عدالت لپاره راکړي

زموږ د سر يو قاتل په کراچۍ کې خوشې ګرځي، بل يې په عربو کې کېنولی او نور يې په کوټه کې راته کېنولي، جرګې و مرکې لا هم ورسره زموږ پر سر د عربو په ټاپوزمه کې کوي. اسامه وظواهري هم پر موږ راتپل شوي

حق اخېستل کيږي غوښتل کيږي نه، موږ بايد له امريکا، عربو او پاکستانه خپل قاتلين وغواړو، تور پنجابی رياست بايد لارې ته راوستل شي

عمرانخانه انصاف دې پر ظلم، وحشت و بربيت ولاړ دی

تا ته هم پته ده چې ظالم وبېرحمه پنجابی رياست دې لا تر اوسه زموږ پر وينو موړ شوی نه دی، اوس د دې وخت رارسېدلی چې له دغه تورو کارغانو سره حساب کتاب وشي او زموږ د ټولو ناخوالو پوښتنه ترې وشي. چا چې دغه تور کونی جنرال له خپلې خاورې راشړلی او په عربو کې يې کېنولی، نو اوس دې نر شي محاکمې ته دې يې راکش کړي چې ولې يې دوه مخې لوبه ورسره کړې ده؟ موږ خو دوه مخې لوبه له چا سره نه ده کړې او نه مو چا ته د ميلياردونو ډالرو دروغ ويلي، نو اوس دغه نړيوال زورور ولې د لروبر پښتنو افغانانو، د بلوڅ مشر شهيد اکبر بګيتي او هزاره وو قاتل عدالت ته نه راغواړي؟

عرب ته هم وويل شي چې لومړی خو دا ستا په سر کې موږ ووهل شو او خاوره مو اشغال شوه. که تا د امريکا ملکيتونو، سفارتونو او ګټو ته په کينيا وتانزانيا راواخله او بيا د نيويارک برجونه الوځولی نه وای، نو ولې به امريکا زما خاورې ته راتله او ولې بيا اشغالېدله؟  موږ خو لا د روسانو له يرغله خلاص نه وو چې امريکا راغله او تور کارغه يې راته د مذهب په جامه کې رامخته کړی وو.

امريکا تور کارغه ته دومره ناز ورکوي چې لروبر يې زما وينې وڅښلې او لا تر ننه يې څښي او تور کارغه لا هماغسې خپلې خپړې زموږ په مريو ټينګې کړي او دی لا ورته رډ رډ ګوري او لا شاباسی هم ورکوي. له پښو ولاسو يې ورته نيولی او تور کارغه يې راخوشې او غوښې مې خوري.

موږ د جرګو مرکو کور يو او امريکا لا بيا هم د تور کارغه د خوشالولو لپاره د تورو کارغانو سورلنډيانو ته په عربو کې د سهولت، عيش وعيشرت ژوند برابر کړی دی او نرخ و نوا لا هلته د عربو په چرګۍ زما په سر کوي. مشر لالا دې مهرباني وکړي دغه د افغانانو قاتلان بايد د قطر پر ځای افغان حکومت ته وسپاري چې عدالت ورسره وشي نه دا چې نرخ ونوا ورسره ټاکي.

دا د افغان حکومت او د ټولو لروبر پښتنو دنده ده چې موږ راوېښ او له دې خپلو سيمه ييزو او نړيوالو اشرخورو نه خپل ځانونه خلاص کړو. عرب حق نه لري چې زما په سر له تور کارغه سره معامله وکړي او نه يې نور لري. چا چې تور کارغه ته دنده او پروژه ورسپارلې وه اوس هغه پوه شه او کار يې چې له دې تورو کارغانو سره په کومه لار پورې وځي، خو نور دې څوک چا ته زموږ د نسل وژنې پروژې نه ورکوي او نه دې تورکوني و تور کارغان پر شا ډبوي. زموږ په نسل وژنه کې له تور کارغه سره نور هم شريک دي. هېڅوک له دې مسووليته ځان نه شي خلاصولی. چا چې ورسره زموږ د اردو په ړنګولو کې مرسته کړې، نو اوس دې دغه تور کوني و تور کارغان رام کړي.

تورکارغان بايد پوه شي چې نور يې وخت رارسېدلی او له مينځه به ځي.

وخت راروان دی. داسې وخت به راشي چې دا تور کارغان به خپله د خپل هغه بل هندي الاصل مهاجر تور کارغه قبر پر کاڼو وولي او محکوم به يې کړي.

مشر لالا ولې له اسد دُراني، جنرال محمود، د بابر، حميدګل وامام له کورنيو، باجوه او داسې نورو نه نه پوښتي چې د طالب په نوم کراييکښو قاتلانو پر لاس يې افغان وژنې ته دوام ورکړی او هېواد مو ورانوي. دې تورو کارغانو د څه لپاره دا محروران او کراييکښ قاتلان کېنولي، ساتي، روزي او افغانستان ته يې د ورانکارۍ لپاره استوي او بيا لا هغه ملتانی نړيوال دوړن مشر لالا ته وايي چې کراييکښان يې د تاوتريخوالي کموولو تيار شوي دي.

غني خان :

خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي مانا

پروت يم سر مې اېښی د خپل يار په زنګانه

تر پايه

https://www.youtube.com/watch?v=n9DroGwGKh4

د لېونۍ ارمان پوره شو

په لاره ځي په کاڼو ولي زيارتونه

زيارت کووم نه رارسيږي

خدايه خراب کړې دا د کاڼو زيارتونه

پنجابی ظالم وبېرحمه رياست د ټولو ستونزه مور او زېږنده ده. دا د سرطان مېکروبي دانه بايد سمه تداوي شي چې سيمه ونړۍ يې له خطره بچ شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د منظور پښتين ضمانت ونه منل شو

https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-51276168

پوليسو د محسن دوړ په گډون لسگونه احتجاجيان نيولي دي

https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-51281056

پاکستان د ‘پښتين’ د ملاتړ په اړه د غني ټويټ خپلو چارو کې مداخله بللې

https://www.pashtovoa.com/a/pakisatan-reaction-about-ghani-twit/5263173.html

ولسمشرغني: د منظور پښتين نيونې خواشينى کړى يم

https://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-51261083

په افغانستان کې د منظور پښتين په ملاتړ مظاهرې وشوې

https://www.pashtovoa.com/a/protests-in-support-of-manzoor-pashteen-in-afghanistan-/5263321.html

صالح: له منظور پښتين څخه ملاتړ پروژه نه، بلکې د وجدان چيغې ته لبيک ويل دي

http://www.taand.com/archives/143374

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply