امریکا نه غواړي په افغانستان کې ډیره پاتې شي

اجمل ستانکزی

0 771

کلونه کیږي وایم چې امریکا وځي او که افغانان د افغانستان دا طلايي چانس ضایع کړي او خپل هیواد پکې په پښو ونه دروي نو امریکا به د افغانستان اختیار یو ځل بیا پاکستان ته ورکړي او ورته به ووايي چې ما او زما ملګرو ته باید ترینه خطر نه وي نور چې ته ورسره څه کوې هغه وکړه. دا اوسنی معامله ما ته هماغسې معامله ښکاري. ټالیب به له نړیوالو ترهګرو سره چې د امریکا او غرب په ضد په هر ځای کې جهادونه کوي، تعلقات قطع کوي او تمرکز به یې یوازې په افغانستان وي او د نړیوال جهاد خوبونه به نور نه ویني.
ما ته د کرزي هغه خبرې را یادیږي چې د هیواد د جوړولو په ځای به یې غلو ته وئیل چې ((بخورید بخورید خو خارج نبرید)). غربي اروپا چې له دوهم نړیوال جنګ نه وروسته ورانه شوه تر دې په کمو پیسو بیرته جوړه شوه. خو یو افغانستان جوړ نشو؟ ځکه مشرانو سره مو تر هیواده د ځان غم ډیر وو او پسه ملت په هر حالت کې له دوی سره ولاړ وو.
دا ډیر کلونه وایم چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې ډیره پاتې شي او کوښښ کوي چې ځان ژر تر ژره له افغانستانه وباسي ځکه په افغانستان کې شتون کې یې یوازې تاوان دی او هیڅ ګټه ورته نلري. خو یو شمیر خلک شله وو چې نه د چین او روس د کنټرول لپاره راغلې او نه وځي دا خبرې مو له چارپوهانو ان تر کرزي پورې افغانانو کولې. دوی دومره ناراسته دي چې حتا یو ځل نقشه نشي کتلای چې چین چیرته دی او روس چیرته دی. یو شمیر نورو ویل چې د مخدره موادو د قاچاق لپاره راغلې. دوی کاشکې لږ تحقیق کړی وای ځکه ستا ټول مخدره مواد پنځه ملیارده ډالره ګټه هم نه کوي برعکس امریکا د مخدره موادو په مخنیوې شاوخوا سل ملیارده ډالر لګوي او همدومره نورې د خپلو معتادینو په تداوي لګوي. یو شمیر نورو ویلې چې له افغانستانه یې یورانیم یوړل. کاشکې دې ډلې هم د پټو سترګو منلو په ځای لږ خپل تحقیق او تحلیل کړی وای چې یوارنیم خپله په امریکا کې هم ښه ډیر دي او څو لسیزې یې د نړۍ تر ټولو ډیر یورانیم خپله تولیدول. له افغانستانه وړل یې داسې معنا لري لکه یو څوک چې له افغانستانه خاوره امریکا ته په الوتکو کې یوسي.
بیا بیا مې درته وویل چې امریکا په هر صورت له افغانستانه وځي او که په افغانستان کې قوي سیاسي ټیم وجود ونلري نو امریکا مجبوره ده چې لکه د تیر په شان یو ځل بیا افغانستان پاکستان ته وسپاري او ورته ووايي چې ما او زما ملګرو ته ترینه خطر متوجه نشي نور چې هر څه ورسره کوې ستا خپل کار دی. خو زمونږ بدبختي دا ده چې مونږ له حقایقو تښتو. په فکر کې مو چې کومه وړه دنیا جوړه کړې فکر کوو ټوله دنیا همدومره او همداسې ده. د همدې خپلې کوچنۍ فکري دنیا په اساس په نړیوال سټیج هم فیصلې کوو چې د نورو د خندا او په نړیوال سیاست کې مود ناکامي سبب شوي.
تر حقایقو په کانسپریسي تیوریانو ډیره عقیده لرو ځکه کانسپریسي تیوریانې خوندورې او حقایق سپور وي او دومره خوند نه کوي. ډیری خلک مو لا هم فکراً سل کاله شاته ژوند کوي او نړۍ ته د هماغه وخت په اساس ګوري. دوی ته اوس هم برتانیه د نړۍ امپراتوره او د افغانستان د نړۍ یو مهم هیواد ښکاري.
خو دا دومره کلونه چې تاسې ټالیب او داعش په امریکا پسې تړل پاکستان د ټالیب او داعش پواسطه په امریکا فشارونه راوړل. نن یې امریکا هم مجبوره کړه چې د پاکستان غوښتنې ومني. تاسې ته خو پاکستان د انګلیس مستعمره ښکاري خو د وحشي ټالیب پواسطه نن پاکستان امریکا هم ځان ته راماته کړه. دا هر څه په سم سیاست کیږي. ستا خو که ولسمشر او یو څو د ګوتو په شمیر کسان حقایقو باندې پوه وي نور خو دې له چارپوه نه تر وزیر او والي او فیسبوکي پورې ټول کانسپریسي تیوریانې غږوي. خو څوک چې کانسپریسي تیوریانې مني هغه به تل له حقیقته لرې وي. او څوک چې حقیقت درک نکړي هغه به لکه افغانانو سیاست کې ناکام وي. ځکه خو نن مړ هم ته یې او پړ هم ته یې.
جرمني په دوهمه نړیواله جګړه کې څه کم څلور نیم میلونه خلک په پنځو کلو کې له لاسه ورکړل خو د امریکا په مرسته یې ځان په لسو کلونو کې بیرته په پښو ودراوه. په افغانستان د هغو پیسو څو چنده مصرف شوې او اتلس کاله هم تیر شول خو مونږ له امریکا دومره ګټه وانخیسته. ولې؟
ځکه چې ډیری خلک مو د هیواد په ځای خپلو شخصي ګټو ته وفادار دي. قراردادیان مو جوړښتونه خراب جوړوي تر څو دوی ډیره ګټه وکړي. پروژو کې هیڅوک د هیواد په غم کې نه وي برعکس هر کس غواړي خپل جیب ډک کړي. له اردو نه تر پولیس او امنیت او بل ارګان پورې مو پاک مشران پیدا نکړای شول. هر څوک تر خپله وسه غل او د هیواد په تاوان خوشاله دی. یو بل دلیل چې مونږ له امریکا ګټه وانخیستلای شوه زمونږ د خلکو له امریکا سره عقیدوي اختلاف دی. دا دیني اختلاف د دې سبب شوی چې له امریکا سمه ګټه وانخیستلای شو. خلک مو فکر کوي دین یې ريښتیا هم ډیر مقدس شي دی او ټوله نړۍ کوښښ کوي چې له دوی نه یې عقیده واخلي. دوی ته ویل غواړم چې نور ستا د دې افسانو په قیصه کې هم نه دي. هغوی تر ډیره خپلو هغو افسانو ته چې تا ترینه هر څه کاپي کړي هم شا اړولې. په بله معنا نه دې د دین په قیصه کې دي او نه یې درنه اخلي.
ځینې وايي چې امریکا ولې ټالیب په زور نه ورکوي. هو! که امریکا وغواړي نو ټالیب په یو څو ورځو کې ورکولای شي خو دا کار به د لسګونه زره یا لکونه عامو افغانانو او زرګونه امریکايي سرتیرو د مرګ ژوبلې سبب شي چې نه افغانستان دومره قرباني ته تیار دی نه او نه هم امریکا. امریکا چې تا پاکستان ته په تسلیمولو لدې غمه خلاصیدای شي نو ولې حتا خپل یو عسکر ووژني؟ بیا ستا لپاره چې تر ټالیبه امریکا ډیره دښمنه ګڼې ولې دومره قرباني ورکړي. ته یې دښمنه ګڼې خو هغه دی ټالیبي مشران ورته چاپلوسي کوي.
په هر صورت تر څو چې د حقایقو په ځای کانسپریسي تیوریانې منئ، تر څو چې د سل یا څوارلس سوه کاله پخوا فکر لرئ، تر څو خپل ځان او په نړۍ کې خپل حیثیت نه درک کوئ تر هغه به په نړیوال سیاست کې ناکام یاستئ.
کرزی به مو سیګرټۍ وهي او بیا به درته وايي چې امریکا هیڅکله هم له افغانستانه نه وځي. بل به درته وايي چې امریکا د چین او روس د کنټرول لپاره راغلې هیڅکله هم نه وځي. بل به درته وایي د یورانیمو یا مخدره موادو لپاره راغلې نه وځي. خو تاسې به دې حقیقت ته نه ګورئ چې د امریکا خلک غواړي نور یې عسکر له افغانستانه وځي او سیاستوال یې مجبور دي چې د خلکو دا غوښتنه ومني. دا چې حقیقت سپور او کانسپریسي تیوریانې غوړې دي ځکه نو ستاسې زړه هم کانسپریستي تیوریانې مني او حقیقت ته شاه کوي چې دا مو د ناکامۍ یو غټ دلیل دی.
په یاد لرئ چې افغانستان، امریکا او پاکستان درې بیل هیوادونه دي. نه افغانستان د امریکا مستعمره ده او نه هم پاکستان د انګلیس. نن دنیا بدله شوې او د سل کاله مخکې په شان مو د هر څه شاته د انګلیس لاس نه دی. ته د خپلو نااهله بچیانو په وجه تباه یې. دا ماشومانه او بې معنا خبرې که په نړیوال سټیج کوئ نو خلک درپورې خاندي. لږ له نړۍ ځان خبر کړئ. مړ هم شوې او پړ هم شوې ځکه ته لا هم حقایق نشې درک کولای. کله کله چې افغانستان ته ګورم نو فکر کوم چې مونږ لا هم د دې وړتیا نلرو چې په نړیوال سټیج د یو ازاد هیواد په حیث خپل غږ ولرو.
مونږ که لدې موقعې نه د هیواد لپاره ګټه اخیستې وای نو نن به مو حالت بدل وو. خو برعکس مشرانو مو شخصي ګټې شروع کړې او پسه ملت مو هم د همدې خاینو مشرانو شاته ودرید. آیا یو خاین راښودلای شئ چې شاته یې د ملت یوه کتله نه وي؟
کاشکې مو د هوايي خبرو په ځای له امریکا ګټه اخیستلای. خو زمونږ د خلکو ډرامې ډیرې خوښیږي ځکه نو د غوا لوشلو په ځای یې ځان د غوا ښکرو ته برابر کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply