د حکمتیار د پاملرنې لپاره

سيد حسين پاچا

0 854

د حکمتار د پاملرنې لپاره :

د هند پرځای رياست ته ولې د لاسوهنې خبره نه کوئ؟

نژدې نيمه پېړۍ د دوه مخيو په لاس کې ولوبېدې، نو هماغه خوي بوي پر تا هم اثر کړی دی

تراوسه دې زده ونه کړه، تاسې به کله سم شئ؟ کله به د رياست له چوپړه لاس پر کار شئ؟ قاضي حسين احمد خو دې هم د امان الله خان په خبره منافق وخته

نوټ : پر حکمتيار له وخت ((مرګ وحشر)) مخکې قيامت راغلی. هلته خو به خپل غړي [خوله (ژبه)، لاسونه او پښې] ګواهي وايي، خو پر نوموړي د مرحوم مولوي خالص خبره ((د اور پرتوګ)) خپل زوی پر ژوندون ګواهي ورکړې چې پلار مې د هېواد د ټولو ناخوالو مسوول دی، نو ګواکې د يو پوه انسان لپاره همدغه دنيوي ذلت بس دی آخوا نو الله تعالی پوه شه او کار يې.

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

25زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

تاسې خو خروټی مفسر ياست او تا ته پته ده چې د الله تعالی وعده له منافق سره څه ده؟

موږ خو پر ټولو مسلمانانو باندې د خير ګومان کوو تر څو مو ترې شر نه وي ليدلی، خو دا د هغه د خپلې خولې منښته ده چې رسنيو ته رارسېدلې او بيا داسې کس راسپړلې چې هغه هلته په سفارت کې په کلونو کلونو کار کړی او هغه حيران شوی چې نوموړی بهر ولس ته څه وايی او دلته دننه په سفارت کې بهرنيو غيرمسلمو ته څه وايی؟

تاسې خو مفسر ياست او ختمي به لږوډېر له احاديثو سره هم اشنا ياست چې امام بخاري مو نقدولو او د حديث له مخې خو هرې ناستې ته نفوذ (تاثير) وي. تاسې چې په لسيزو لسيزو د جماعت اسلامي او د رياست پر کاسه خوړلې، نو څنګه به له دې تشخيصه بچ پاتې شئ؟

تاسې بايد په دې پوه شئ چې تاسې سم نه ياست، که واست، نو خپل د کلونو کلونو دوستان او نژدې ملګري او خواخوږي به درسره پاتې شوي وای، خو ستونزه در کې ده او دې ستونزې باندې به تاسې خپله پوه ياست چې څه ده؟ تاسې په دې پوهېږئ چې رب العالمين هېڅکله ((مختالاً فخوراً)) نه خوښوي. تاسې څومره د وچې کونې متکبّرين ياست؟ يو څوک چې له خپل ولس سره رحم ونه لري او ژوند او ټوله تېره مخينه يې د نورو د څارګري موخو پر چوپړ کې تېره شوي وي، نو هغه به څنګه دې ولس ته ځان سپين کړي؟

موږ خو نه چاته کافر وايو او نه منافق او نه څوک د خپلو تېرو کړووړو مسوول ګڼو، خو د سړي خپل زوی چې پر خپل پلار باندې له خپله کوره ګواهي ورکوي چې پلار مې د ټولو بدبختيو مسوول دی، نو هغه دې پر خپل ايمان ووريږي. تاسې د ښاغلي هلال له کانديدۍ زده کړه ونه کړه. بيا مو د خپل زوی له کانديدۍ زده کړه ونه کړه او دا ځل دې خپل ځان وازمايه، نو ايا دا به ښه نه وي چې د غني پر هلوځلو او راخپلولو دې ولس وبښلئ او بيا يې پر وړاندې خنډ شوئ، نو ته و رب العالمين چې ((الاحسان تابع الاحسان)) يو څوک چې د چا د نېکۍ منندوی نه وي، نو له هغه به څوک څه د سړيتوب تمه وکړي؟

که عبدالله منکر شي، خو ګلمرجان دی، خو تاسې مفسر ياست. له تا سره چورلټ انکار او د ظالم و د منکر لاسنيوی او د ناحق ملګرتيا له هر اړخه ښه نه ښکاري. تاسې بايد ملي – اسلامي او اخلاقي پرنسيپونه په نظر کې ونيسئ چې لږ تر لږه خو د خپل وجدان او خپلې اسلامي پوهې پر وړاندې مسوول نه اوسئ. که له يو لورې موږ د وخت کمونيست رژيم پړ بولو، نو موږ څه وکړل؟

تاسې لپاره دا ښه خبره وه چې يوځل ولس وبښلئ، نو بيا مو بايد خپله بښنه په لغته نه وای وهلی! ولې له دوستم سره ځان پرتله کوئ؟ هغه خو نااهله وو چې له بښنې سره يې د يو مخور سپيروبي سره څه وکړل؟ له عبدالله سره ستا ناسته ولاړه ستا له علمي کريکټر سره ښه نه ښايي. تاسې خو لږ ښه ژور سوچ وکړې!

په درنښت

سيد حسين پاچا

حکمتيار: هند دې د افغانستان په داخلي چارو کې کار نه لري

https://khabarial.com/archives/47813

د ګلبدين حکمتيار زوى: پلار مې د ټولو بدبختيو مسوول دی

https://khabarial.com/archives/37807

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply