پرلپسې د ویښتانو رنګول په مېرمنو کې د سینې سرطان لامل کېږي

0 1,540

د یوې نوې څېړنې پایلې ښیي چې په دوامداره ډول د ویښتانو رنګولو لپاره له رنګ څخه استفاده، په دې دلیل چې کیمیاوي مواد لري، د سرطان لامل ګرځي.

د امریکا متحدو ایالتونو د روغتیا ملي انسټېټوټ راپور ورکړی چې د دې بنسټ پوهانو د ۴۷ زره ښځو روغتیایي معلومات ارزولي او معلومه شوې چې د ویښتانو د رنګولو لپاره له رنګونو څخه استفادې په دوی کې د سرطان ناروغۍ د زیاتېدا لامل شوې ده.

د دوی په وینا، دغه رنګونه کیمیاوي مواد لري او په پرلپسې ډول یې په ویښتانو د کارولو له امله د سرپوستکي ته جذب ډېرېږي او د سرطان ناروغۍ چانس زیاتوي. په دغه څېړنه کې معلومه شوې چې د هغه ښځې چې د ویښتانو رنګ استفاده کوي، تر نورو ۹ سلنه زیات په یادې ناروغۍ اخته کېدای شي.

د ویښتانو رنګ څخه استفاده همداراز په ښځو کې د سینې سرطان لامل هم کېدای شي او د دې څېړنې د معلوماتو پر اساس په تور پوستو ښځو کې د سپین پوستو په پرتله دغه ناروغي زیاته کشف شوې.

پوهانو توصیه کړې چې مېرمنې دې په مکرر ډول د ویښتانو رنګ استفاده کولو څخه ډډه وکړي او په دې ډول دې ځانونه د سینې سرطان څخه خوندي کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply