د سرتنبه خروټي مفسر، عبدالله او پخواني ولسمشر کرزي د پام وړ

سيد حسين پاچا

0 1,142

د سرتنبه خروټي مفسر، عبدالله و پخواني ولسمشر کرزي د پام وړ :

د سولې پرېکړه يوازې د ارګ کار نه دی

دا نر ، ديانتًا وسياستًا معتبره مرجع هغه وخت يوازې ته خروټی مفسر وې چې د روسانو مخامخ خبرو وړانديز دې د ضياء په لمسون ونه مانه او د نورو ټولو جهادي ډلو استازولي دې وکړه؟ چا د دې واک تا ته درکړی وو؟

 

ولې دې له دې نورو جهادي ډلو سره سلا مشوره ونه کړه؟ ارواښاد پير سيد احمد ګيلاني خو له روسانو سره د مخامخ خبرو طرفدار وو، خو تا د ضياءالحق او د څارګرې ادارې په لمسونه چورلټ انکار وکړ، خو پر سبا بيا جونېجو زموږ استازی وو. په ژنيو او نورو نړيوالو غونډو کې به يې له عبدالرحيم هاتف سره زموږ استازولي کوله. تر ننه پورې احسان فراموشه او نامنونکی انسان يې!

 

 

نوټ : د ښاغلي کرزي د فرهنګي چارو سلاکار ښاغلی زلمی هېوادمل لا ژوندی دی او هغه به کله ناکله د درېواړو ”مرح“ په تړاو د نصيرالله بابر يوه نيمه خبره کوله چې : ((موږ ځکه دوی د شهيد محمد داوود خان په خلاف وروزل او تمويل کړل چې هغه ته پرې يو درس ورکړو، خو دوی د پخواني پاچا ارواښاد محمد ظاهر شاه پر وړاندې په ولس ((هېواد)) کې ريښې نه لري)). ټاکنو کې د هر چا پته لګيږي، خو له بده مرغه کرزی يو ګروهمند (عُقده مند) او د شرمښ غوندې د واک يو وږی ((حريص)) انسان دی چې په تېر کې يوځلې ځان د ښاغلي زلمي رسول او دا ځل يې د عبدالله عبدالله په پوستين کې وازمايلو، خو لمسونو، دوه مخيو او شيطانيو يې کومه مثبته اخلاقي ګټه ورته ونه کړه. ځينې اروايي ستونزې لري. د ښاغلي کرزي لپاره به همدومره بس وي چې ((الخائن مع الخوف)). که له ښاغلي غني نه څه تشويش لري ولس ته دې په ښکاره ووايی چې پوه شي.

 

د الله تعالی له رحمته ناهيلي ښه خبره نه ده

ايا سوله ممکنه ده؟

او که يې بيا ولولم هم باور لرم چي پرې پوه به نه سم

زه د يوه داسي افغان په حيث، چي نه سياسي تجربه او نه سياسي پوهه لرم

 

·         د عبدالله ټولشموله موازي حکومت [قانون ته سپک نظره]

·         د کرزي مؤقت حکومت / مصلحتي شوری [قانون ته سپک نظره]

·         د حکمتيار سرپرست حکومت [د مشاهد حسين وضياءالحق اسلامي نظام]

·         د پدرام فيډرالي حکومت [د رياست وقُم اخوندي نظام ګډوله]

·         د جنياتو اسلامي اسارت [قرآني مزاحمت ته نه پاملرنه] او داسې نور،

 

زموږ د ويرجينيا يو مخور سپينروبی ډګر پرېښي چې د شمال ټلوالې [ماويستانو، ستميانو، کارمليانو او پدراميانو] تاب يې رانه وړ او د نوموړي په کارونه د ((کابل اداره)) له ډګره وتښتېده نن هغه يو لړ نومونې کارولي چې انسان ورته حيران شي. يو وخت يې له خپل مسلکه عدول کړی وو او له ځانه يې ژبپوهان جوړ کړی وو، بلکې هلته بېځايه يې ډګر ته رانګلي وو او د ځينو کليماتو (لغتونو) پورې يې اګاهانه يا نااګانه ملنډې وهلې وې. ان تر دې چې هغه وخت يې د يو توري (کليمي) يا لغت (ويي) پورې يې داسې اګاهانه يا نااګاهانه ملنډې وهلې وې چې هغه لغت (ويي) يې ستر نېکه احمد شاه بابا ((رحمه الله)) يې د کليمې طيّبې / مبارکې ((لااله الا الله)) ته کارولی. لکه دلته :

ستر احمد شاه بابا :

دا ويی د تنعم دی

لااله الا الله

 

په دې هيله چې نوموړی يوځلې خپله له ځانه وپوښتي چې چا مجبور کړئ چې په کابل اداره ((افغان حکومت)) کې برخه واخلئ؟ ايا له ويرجينيا نه همداسې په پټو سترګو راغلئ او که د سليمان عليه السلام غوندې د بلقيس د تخت غوندې ښاغلي غني په کوم بل ((عفريت من الجن)) راکش کړئ او دنده يې درکړه؟ هغه بلقيس خو دومره هوښياره وه چې د سليمان عليه السلام د پوښتنې په ځواب کې يې د ((هو)) ځواب نه، بلکې د تشبيه ((کانه هو)) ځواب ورکړ يا په بله مانا تشبيه وکاروله او ځان يې له کم راوړنې خلاص کړ، خو له بده زموږ دغه د ويرجينيا سپينروبی چې يو وخت خبريال هم پاتې شوی، خو له خپلې منښتې سره سره په دې هم نه پوهيږي چې کارونې يې د هېواد د لوړو ملي – اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي کنه؟ نو سړی به د ښاغلي حکمتيار او نورو غوندې چې ذهنيت يې لا تراوسه د شعوري ايډيالوژۍ سره سره د طالبي نالوستو سره په پرتليز ډول لوستی هم دی، خو ذهنيت لا تراوسه هماغه زوړ له خشونته يا د تاوتريخوالي ډک ذهنيت او د مؤقت حکومت له تصوره نه دی راوتلی څه ګيله وکړي؟

 

له سايستفيکي پلوه انسان چې زړيږي الوهيت لور ته ورنږدې کيږي. زموږ مشوره ورته دا ده چې په ځينو کارونو کې له پوره دقته کار واخلي. خدای مه کړه چې په دې آخر وخت کې له ديني وسياسي اړخه تېروتنه ونه کړي او د ايمان له زوا سره مخ نه شي.

 

زه شخصًا دغه سپينروبي ته ډېر درناوی لرم، خو د درناوي ترڅنګ ترې دا هيله لرم چې له سمتپالنې ځان لېرې وساتي او خدای مه کړه دغه ځينې کارونې يې له طالبي احمقانو سره چې د مشرتابه ټاکنه يې لا هغه وخت له قرآني مزاحمت سره مخ وه او قرآني مزاحمت يې له پامه غورځولی وو پرتله نه شي. د ملا محمد عمر وړانده چورګوړي که د کابل اداره وايی، خو ګيله ترې نشته، ولې د ويرجينيا له سپينروبي نه خامخا ګيله کيږي.

 

 

ښاغلی حکمتيار خپل لومړی د الحاق او بيا د کنفېډرېشن وړانديز څنګه توجيه کوي؟ هغه اسلامي نظام چې دی، مشاهد حسين، رياست او ځينې رياستي سياستوال يې غواړي، د هېواد له ملي اسلامي ګټو و ارزښتونو او د ولس له نبض ((غوښتنو)) سره سم دی او کنه؟ تفخيم القرآن و قرآني پلوشې په دې تړاو څه وايی؟ دا معتبره مرجع دا وو چې هېواد يې د وخت د حکومت او د نورو جهادي ډلو په شتون کې د رياست سره يوځای کولو؟ ان تر دې چې دا خبره ورسره پخپل تنظيم کې چا ونه منله، نو بيا يې د کشمير غوندې د کنفيډرېشن وړانديز کړی وو چې هغسې ضياءالحق نه منله لکه څنګه چې مشاهد حسين ورته اشاره کړې چې د جنرال حميدګل په اند زموږ سرحد آمو دی او بيا ورپسې مرکزي اسيا نيسو. ان تر دې چې قاضي حسين احمد ويلي وو : موږ د اسلام بيرغ پر کريملين ودروو))، خو د روسانو په يوې ګواښنې سره ترې غول ووتل او له خپلې خبرې پښېمانه شو چې وروسته يې بيا وروڼه شول. هېواد ته يې راوښتل، پوځي تمرينونه يې ورسره وکړل او په غاړه کې يې ګلان ورته واچول. وزيرستانونو، خوست وپکتيا پورې وګرځول او فتوی ورته صادره شوه : ((د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخېستل جايز دي))، خو په تېر کې امريکا ته يې په ښوونيز نصاب کې د جهاد اياتونه شامل کړي وو چې خلک د کمونېزم په خلاف جهاد ته تيار کړي، نو حکمتيار يعنې جهاديان و طالبان د دغسې مزخرفو مراجعو زېږنده دي چې يو خواخوږي يې د امريکا سفير ته ويلي وو : ((زه ستاسې ملګری يم، ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو د ارامولو لپاره دي)). ضياءالحق خو موږ ته هغه د کنفيډرېشن حق هم رانه کړ، بلکې ټول تاريخي افغانستان يې خېټې ته اچولو.

 

تاند، سه شنبه، د حوت ۲۷مه:

[[ګلبدين حکمتيار خبرداری ورکړی چې د سولې په اړه پرېکړه يوازې د ارګ ماڼۍ کار نه دی، بلکې په دې تړاو بايد يوه معتبره مرجع رامنځته شي.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند په يوه اعلاميه کې ټينګار کړی چې د سولې لپاره رامنځته کېدونکې مرجع بايد له اعتباره برخمنه او د سولې پروسه په ښه ډول مديريت کړای شي.

د حکمتيار په اند دغه معتبره مرجع بايد د پايداره سولې لپاره له طالبانو سره د خبرو طرحه جوړه کړې، سرې کرښې په ګوته کړي او د مذاکراتو په برخه کې وروستی تصميم ونيولی شي.

که څه هم افغان حکومت له ټولو لوريو سره د مذاکراتي پلاوي د جوړولو پر سر د مشورو خبر ورکړی، خو ګلبدين حکمتيار ويلي، له دوی سره په دې اړه هیڅ ډول مشوره نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې ګلبدين حکمتيار، حامد کرزي، عبدالله او څو نورو سياسيونو څو ورځې وړاندې د کريم خليلي په کور کې د مصالحې شورا په رامنځته کولو هوکړه کړې وه.]]

 

 

ښاغلی حکمتيار داسې مه انګره چې تېر شي هغه هېر شي، بلکې ترخه واقعيتونه د چا نه هيريږي. اوس دا د تاريخ يوه برخه ده او تاريخ يې له ياده نه شي ايستلی.

 

حوت ۱۳۶۶ : [د حزب خپله ګڼه]

حکمتيار : ((اګر در هر دو کشور نظام اسلامي حاکم باشد ما تصميم ميګيريم که مرز از ميان ما برداشته شود و هر دو کشور به يک کشور بدل ګردد)).

((که چېرې په دواړو هېوادونو (افغانستان وپاکستان) کې اسلامي نظام شتون ولري، نو موږ پرېکړه کوو چې زموږ ترمينځ دا سرحد ((خيالي کرښه)) لېرې  او دواړه يوهېواد شي)).

 

له مشاهد حسين سره د حامد مير مرکه :

ايا د افغانستان لپاره د پاکستان په پالېسۍ کې تغيير راغلی؟

مشاهد حسين د پاکستان د مشرانو جرګې غړي تېره شپه د جيو په تلويزيون کې داسې خبرې وکړې چې د پاکستان څېره يې يوځلې بيا بربنډه کړه.

حامد مير :

تاسې پخوا وختونو کې (مخکې) خبريال پاتې شوي ياست او له حالاتو ډېر خبر وئ (واست). ايا دا خبره رښتيا ده چې پاکستان غوښتل افغانستان خپله پينځمه صوبه کړي؟ او د ستراتيژيک عمق فکر او پلان يې لاره؟

 

مشاهد حسين :

بالکل، دا د جنرال ضياءالحق پر مهال پاکستان دا پلان لاره. زه په ۱۹۸۴ زکال کې د مسلم ورځپاڼې خبريال وم، نو ما د ورځپاڼې د مشر غلام اسحاق خان څخه پوښتنه وکړه چې د هېواد بوديجه څنګه او کوم حالت کې ده؟ هغه راته کړل چې ډېر مصروف (بوخت) يم. اوس خو د پينځمې صوبې لپاره هم بوديجه جوړوو.

 

حامد مير :

پينځمه صوبه يې لا کومه ده؟

اسحاق خان راته وويل چې افغانستان.

 

مشاهد حسين وايی بيا ما جنرال حميد ګل ته چې هغه مهال د آی ايس آی ISI مشر وو، وويل. دا ډېره ښه موقع ده. راځئ چې د ډيورنډلاين durand-line په رسمي توګه د سرحد کولو لپاره کار پيل کړو. هغه راته کړل چې ((زموږ سرحد خو د آمو سيند دی)).

 

مشاهد حسين وايی :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

 

مشاهد حسين وويل :

ما جنرال ضياءالحق ته وويل چې ګوره امريکا نه دين لري نه ايمان، بس غواړي د ويتنام غچ واخلي. او کېدای چې له روسانو سره يې جوړجاړی کړی وي او موږ پرېږدي، خو هغه ومنله.

 

مشاهد حسين زياتوي :

موږ د ستراتيژيک عُمق پخوانۍ پاليسي اوس جنرال قمر جاويد باجوه خوښه کړې او اوس موږ افغانستان ته د ستراتيژيک عُمق له مخې نه ګورو.

 

حامدمير بيا وپوښتل :

خير افغانستان اوس يو ازاد، خپلواک، ورور او دوست هېواد دی.

 

مشاهد حسين ځواب ورکړ، هو، بالکل. اوس موږ هلته ښې اړيکې لرو.

زه کابل ته تللی وم. په کابل کې زموږ د سفارت غړو د احمد شاه مسعود د تلين په مراسمو کې برخه اخېستې وه. همدارنګه احمد شاه مسعود په ۱۹۹۹ ز کال کې پاکستان ته راغلی وو، نو ما ترې وپوښتل چې تاسې د هند دوست او د پاکستان دښمن ياست، نو هغه راته وويل :

زه د پاکستان لاسپوڅی نه يم، بلکې ملګری يې يم. نو زموږ پخوانی فکر اوس د ترخو تجربو وروسته سم شوی او موږ ښه پيل کړی دی.

 

***      ***      ***

 

جمعيتي مولوي شاهزاده شاهد عبدالله ته د لوړې سوګند ډ ۱۷۵۰۰ ډالرو په بدل کې ورکړی وو

جمعيتی مولوي شاهزاده شاهد لکه چې د ډالرو ډېر وږی وو چې يو حقوقپوه په درې لکه امريکايي ډالرو په وړانديز سره له سوګند ورکونې ځان په دې پار وژغوره چې له اساسي قانون سره په ټکر کې وو، خو جهادي جمعيتی مدرسه لوستي شاهد ټول هغه اسلامي، اخلاقي وقانوني ارزښتونه په پام کې ونه نيول او د څو زرو ډالرو په مقابل کې يې ټول ارزښتونه شاته او خپل جهادي لنډغرتوب ته يې ارزښت ورکړ، نو له دې جوته شوه چې جهاديان د پيسو په وړاندې هر ډول معاملې او ناقونه کړنو ته ارزښت ورکوي، خو ملي – اسلامي، قانوني واخلاقي ارزښتونه ورته هېڅ ارزښت نه لري.

 

مولوي شاهزاده شاهد د عبدالله عبدالله د لوړې په مراسمو کې څه وکړل او د سوګند په مقابل کې عبدالله شاهزاده ته څه ورکړل او شاهزاده شاهد ولې مجبور شو چې دا کار وکړي؟

مخکېنی اجرائيوي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د ولسي جرګې مخکېني غړي شاهزاده شاهد د ۱۷۵۰۰ امريکايي ډالرو په مقابل کې سوګند ورکړی دی. د سترې محکمې يو پخوانی غړی چې اوس يې هېواد پرېښی او بهر کې اوسيږي د نوم د نه ښوولو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې لومړی عبدالله عبدالله ته وړانديز کړی وو چې طياره (الوتکه) به ورته ونيسي او هېواد ته به يې راولي تر څو د محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو په ورځ ورته د درې سوه زره امريکايي ډالرو په مقابل کې به ورته قسم ورکړم، خو پر وينا يې چې د پيسو دغه وړانديز يې د ناقانونۍ له امله رد کړی دی.

د هغه په خبره عبدالله عبدالله اړ شو چې وروسته د قسم ورکولو په خاطر د ولسي جرګې پخوانی غړی شاهزاده شاهد د ۱۷۵۰۰ زره امريکايي ډالرو په مقابل کې وټاکي چې هغه ورسره ومنله.

سرچينې زياته کړې ده چې عبدالله عبدالله د ده په شمول د سترې محکمې ټولو پخوانيو غړو ته يې وړانديز کړی وو چې د پيسو په مقابل کې ورته سوګند ورکړی، خو ټولو د رد ځواب ورکړی دی.

بل لورې سرچينه څرګندوي چې د ثبات وهمپالنې ټيم پر دې موافق وو چې فضل احمد معنوي به عبدالله عبدالله ته سوګند ورکړي، خو د عبدالله عبدالله ټينګار بيا دا وو چې يو نفوذي پښتون پيدا کړي او بايد دا کار وکړي تر څو د پښتنو له پوزېشن څخه ځانته د مشروعيت کړۍ په اسانۍ پرانيزي، خو پر وينا يې چې داسې کس يې ونه موند او بالاخره اړ شو چې شاهزاده شاهد ته مخ کړي.

د ثبات وهمپالنې ټيم مشر عبدالله عبدالله د تېر کال په جمهوري رياست ټاکنو کې شاوخوا څه ۳۹ سلنه رايې ګټلې دي. عبدالله عبدالله د ټاکنو کميسيون تورن کړ چې شفافيت (روڼوالی) يې په نظر (پام) کې نه دی نيولی او په ناقانونه توګه يې محمد اشرف غني د جمهوري رياست ټاکنو د ګټونکي په حيث (توګه) اعلان کړی دی. له محمد اشرف غني سره هممهاله عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ونيول او خپله يې ځانته د ولسمشر خطاب وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې د امريکا په شمول د ګڼ شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو برخه اخېستې وه، خو د عبدالله عبدالله د لوړې په مراسمو کې د پنجشير له لنډه غرو نه بغير نور څوک نه ليدل کېدل.

 

***      ***      ***

 

کرزي محسن داوړ ته د عبدالله په اړه څه ويلي وو او هغه ورته څه ويلي وو؟

نوټ : پخوانی ولسمشر ښاغلی کرزی له ولسمشرۍ، خانۍ، ملکۍ او قومي ټيکه دارۍ سره سره يو ګروهپاله (عُقده پاله / کينه پاله) انسان دی. پټه دښمني يې له امريکا او ښکاره يې له خپل ولس او له ښاغلي غني سره ده. نوې يارانه يې اوس له ګاونډيو او سيمه ييزو نړيوالو قوتونو سره هم شروع کړې ده، خو هغوی هم پوهيږي چې چا راوستی او تر ځايه يې رسولی. نوې دنده يې د عبدالله لپاره دلالي او کمېشنکاري ده، خو هغې هم ورته کومه ګټه ونه کړه. دومره ساده توب د هېواد له يو سپينروبي مخور او ولسمشر سره نه ښايي!

 

کرزي په خپل کور کې د پښتونخوا مشرانو ته د عبدالله په اړه څه وويل او هغوی څه ځواب ورکړی دی؟

د کوزې (لرې) پښتونخوا يو شمېر مهم کسان د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره کابل ته غوښتل شوي وو چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم غړي محسن داوړ او علي وزير او همدارنګه محمود خان اڅکزی او بُشری ګوهر هم شتون درلوده. دوی د لوړې مراسمو يوه ورځ وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په بلنه د هغه کور ته ورغلل.

يو شمېر سرچينې وايی چې محسن داوړ او ملګري يې د مخکېني ولسمشر د احترام لپاره د هغه دفتر ته ورغلل. هلته ورته کرزي وويلې چې تاسې بايد له عبدالله سره هم ووينئ. هغه هم د دې هېواد رهبر او اوس دې جنجالي وخت کې ولسمشر هم دی. بيا يې سکرتر ته هم غږ وکړ چې راکړه ټېلېفون او عبدالله ته يې زنګ ووهلو چې د کوزې (لرې) پښتونخوا دا مشران راغلي دي، غواړي چې له تا سره وويني. کله درشي؟

هغه ورته وايی همدا اوس دې راشي. دلته بُشری ګوهر ورسره دلايل وايی چې موږ خو اشرف غني صاحب راغوښتي يو. هغه خو را بللي نه يو.

کرزی خپلو کسانو ته مخ اړوي او وايی دا مېرمنه وګورئ! په دې ټويټر کې هم له ما سره جنجال کوي، خو هغه څوک چې کيسه کوي وايی چې محسن داوړ او ملګري يې بهر راووتل او د پی پي ايس PPS ساتونکي هم ورسره ول. هغوی ته يې وويل چې : ((موږ هلته نه ځو! او موږ نه غواړو چې له عبدالله سره وګورو)). ځکه د ولسمشر غني له لورې رابلل شوي يو او له هماغه سره ګورو.

 

ISI Director-General (1987 – 1989)

Afghanistan and the Soviet war

During his time as head of the ISI amid the Soviet–Afghan War, Gul was said to have planned and executed the operation to capture Jalalabad from the Soviet-backed Afghan army in the spring of 1989. This switch to conventional warfare was seen as a mistake by some since the mujahideen did not have the capacity to capture a major city, and the battle did not yield expected ground results. However, the Pakistani army was intent on installing a resistance-backed government in Afghanistan, with Jalalabad as their provisional capital, Abdul Rasul Sayyaf as Prime Minister, and Gulbuddin Hekmatyar as Foreign Minister.

 

Contrary to Pakistani expectations, this battle proved that the Afghan army could fight without Soviet help, and greatly increased the confidence of government supporters. Conversely, the morale of the mujahideen involved in the attack slumped and many local commanders of Hekmatyar and Sayyaf concluded truces with the government.[11] In the words of Brigadier Mohammad Yousef, an officer of the ISI, “the jihad [meaning the plans for Hekmatyar to be installed as prime minister] never recovered from Jalalabad”. As a result of this failure, Hamid Gul was sacked by Pakistani Prime Minister Benazir Bhutto and replaced by Shamsur Rahman Kallu, who pursued a more classical policy of support to the rebels fighting in Afghanistan.

 

جنرال حميدګل :

سمه ده چې جهاد به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه.

د ميرزا اسلم بيګ خبره :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

 

د سوشيالېستې خلقۍ پرکټيه دا نر تاسې دواړه خروټي واست چې پر جلال اباد او کابل مو د تورو کارغانو هيلې پوره کړې؟ دا شرعًا ((ديانتًا)) وسياستًا بااعتباره مرجع تاسې اخوانيان، ستميان، ماويستان، سلفيان ((وهابيان)) واست چې پر اغيارو ((بېګانه وو)) مو هېواد لوټې لوټې کړ؟ موږ به له کمونيستانو څه ګيله وکړو چې حميدګل او بابر زموږ لارښوونکې ول.

 

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

 

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

 

***      ***      ***

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

ښاغلی حکمتيار وسياف وملا هبة الله،

تاسې وخپل رب العالمين چې تاسې دې پورته د بابر هغه څرګندونو ته چې پرې وياړي چې دا ((هغه چوپړ دی چې ما پاکستان ته کړی دی)) نه اسلام ته، نو د هېواد ورانونه او افغانوژنه ستاسې په اند څنګه توجيه کوئ؟ دا مسلمانان يوازې تاسې ياست؟ د زمکې پر مخ او هېواد کې لکه چې نور څوک مسلمانان نشته؟ که دا اسلام وي چې ستا يو خواخوږي داسې څرګندونې کړي :

 

قاضي حسين احمد د امريکا سفير ته :

زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی.

Attack on Afghanistan: Ex-JI chief had opposed US action

His comments came a day after former political advisor to US Embassy Amanullah Khan claimed in his book that the former JI chief had assured the then US envoy that his anti-American comments were only for public consumption.

 

 

دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اخوانيانو نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل.

نو بيا دې هغه څوک پر خپل ايمان هم ووېرېږي چې د نورو لپاره د ګټو او لاسوهنو لپاره استخباراتو ته په ډېره وړيا توګه په ګوتو ورغلل او د افغانستان د ورانونې او بېثباتۍ او د پرمختګ د مخنيوۍ لپاره يې د ايله جارو يا وړيا مزدورانو په توګه وکارول او لا تر ننه د اسلام د ستر سپېڅلې دين په ارزښتونو پوی نه شو او د مؤقت حکومت او يا د معتبرې مرجع وړانديزونه کوي، خو مخينه يې ولس ته روښانه ده چې څه يې کړي دي؟ موږ په څلورو لسيزو کې د دې جوګه نه شو چې پخپلو کې د خيالي اسلامي نظام چې مشاهد حسين وضياءالحق وجنرال حميدګل غوښته سره يوځای نه شولو. حميدګل راته په ارګ کې پروت او عبدالله به يې پالنه کوله او قاضي حسين احمد په سروبي بستره اچولې وه، خو له د شهيد سردار محمد داوود خان له مهاله تر دې دمه يې هغه درې تنه فراريان د اسلامي دعوې سره سره يوځای ((پُخلا)) نه کړل او ډېرې ناخوالې مو تر سترګو تېرې شوې، نو اوس به يې معتبره مرجع څه پايله ولري؟

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

حکمتيار: د سولې پرېکړه به يوازې ارګ نه کوي، بايد بله مرجع ورته جوړه شي

https://www.taand.com/?p=146535

افغانستان کې پاکستان څه غوښتل او څه وشول؟ / حامدمير ومشاهد حسين

https://www.youtube.com/watch?v=mF90WwUYSGM

هغه مولوي (مولوي شهزاده شهزاد) چې عبدالله عبدالله ته يې لوړه ورکړه ټول رازونه يې افشاء شول

https://www.youtube.com/watch?v=qAx8sSVm4O8&feature=emb_rel_pause

https://www.youtube.com/watch?v=jokCgHKZcsc

کرزي محسن داوړ ته د عبدالله په اړه څه ويلي وو او هغه څه ځواب ورکړی وو؟

https://www.youtube.com/watch?v=8SbOasLVGX4

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply