د قرنطین لازمې لارښوونې

ډاکتر زین الله زرغون

0 565
  • هره کورنۍ باید یو غړۍ وټاکي چې له کوره بهر ضروري توکو او سودا پسې لاړ شي، نه دا چې د کورنۍ هر غړۍ او یا ټول په ګډه له کوره بهر ووځي.
  • د بهر تلو لپاره یوه جوړه ځانګړی لباس انتخاب کړئ او هڅه وکړئ چې دغه لباس د کور له نورو لباسونو جلا وساتئ.
  • د سودا اخېستلو لپاره یوه ځانګړي له ټوټې جوړه شوي خلطه انتخاب کړئ او دغې خلطې ته د کور بیروني دروازې سره ځانګړی ځای وټاکئ.
  • د سودا اخېستو پیسې مو له نورو کورنیو پیسو جدا کړئ، د بهر تلونکي شخص لپاره ځانګړي د پيسو ایښودنې بکسه جوړه کړئ چې د سودا اخېستنې پيسي پکې وساتي.
  • هڅه وکړئ چې خپل موټر بازار ته یونسئ، اما که بیا هم ضرورت وي نو دغه موټر د کور له نور موټرو جلا کړئ، بیل ځای ورته جوړ کړئ او یوه ځانګړي کیلې ورته وټاکئ.
  • د سودا لېست جوړ کړئ، په ورځ کې یو ځلې بیرون سودا اخېستو ته لاړ شئ نه دا چې بار بار له کوره بهر ووځئ.
  • له کوره بهر حتمن ماسک او یو ځل کارویدونکي لاس پوښونه استعمال کړئ.
  • په بازار کې له چا سره روغبړ مه کوئ، د سودا اخېستنې پر وخت ټول ټاکل شوي اصول مراعت کړئ.
  • هڅه وکړئ چې له کوره بهر له خپله شخصي ټیلفونه استفاده ونکړئ، که بیا هم ضرورت کیږي نو دغه استعمال مو بیخي زیات کم کړئ.
  • د بازار هغه ځایونو ته مه ځئ چې ګڼه ګوڼه ولري، خپله سودا زر واخلئ او بیرته زر راستون شئ.
  • د کور دروازه مو د لاس ورغوي او د ګوتو داخلي برخو په واسطه مه خلاصوئ، هڅه وکړئ چې د څنګل په واسطه د دروازې لاس بند خلاص کړئ.
  • کله چې کورته داخلیږئ نو یو ځانګړی ځای د هغه کاریدونکو توکو او لباس لپاره جوړ کړئ چې په بیروني محیط کې ورځنې استفاده کیږي.
  • خپل لاسونه په صابون او اوبو پاک ووینځئ، خپل کورنۍ لباس مو پر تن کړئ او بیا د کور داخل ته لاړ شئ.
  • که له ټیلفونه مو استفاده کړي وي نو له بیا استفادې وړاندې یې ضد عفوني کړئ او بیا یې له ځان سره د کور داخل ته یوسئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply