آیا د کرونا ویروس درمل مخکي لا موجود ول؟

0 706

د واکسین د جوړولو تر څنګ په ټوله نړۍ کي څيړونکي دا څیړنه هم کوي چی آیا د سارس کووید ۲ پرضد موجود درمل به د کرونا د نوي ویروس په وړاندي هم مرسته وکړي او که څنګه؟ دا به د یوې خوا وخت وسپموي او له بلي خوا به ژوند وژغوري.

 ښایی د کووید ۱۹ د نوي ویروس پر وړاندي دارو درملو جوړولو ته ضرورت هم پیدا نه سي او امکان لري چی د سارس کووید ۲ ویروس پرضد درمل له هغه سره مرسته وکړي.

د دې کار ګټه داده چي موجود دارو درمل نه یوازي دا چی ارزانه تمامیږي، بلکي ډیر ژر تطبیق کیدلای هم سي، دا ځکه چي د کلینیکونو له خوا یې د آزمویلو موده لنډیدای سي.

که څه هم په نړۍ کي د واکسین ۶۸ پروژې تر لاس لاندي دي، خو حتی که په ۲۰۲۰م کال کي هم د هغه پر ضد واکسین جوړ سي نو د آلمانۍ فارمسی اتحادیې په نظر به د دې امکان موجود نه وي چي دغه واکسین به په عام ډول پر خلکو تطبیق سي.

له همدې کبله به نو د ستونزي د حل لاره یا، په میاشتو میاشتو قرنطین او یا هم د موجوده واکسین له لاري د هغه درملنه وي.

دا چي کوم درمل او یا هم کوم واکسین به بالاخره د دغه نوي ویروس پر وړاندي وکارول سوي، اول یې باید لازمو آزموینو او د دوا جوړولو د ادارو له خوا پریکړو ته انتظار وایستل سي.

له تلواره د کار اخیستلو په صورت کي کارپوهان د هغه د جانبي عواقبو څخه خبرداری ورکوي، په خاص ډول که هغه پر خپل سر او پرته د ډاکټر له مشورې استعمال سي.

نو له همدې کبله باید انتظار وایستل سي او له وارخطايي څخه کومه بله دوا ونه کارول سي.

د دارو درملو درې مختلف ګروپونه

په اوس وخت کې په تېره بيا د دارو درملو درې ډوله د نوي ډول کرونا ويروس سارس Cov-2 په وړاندې د اغېزمنتيا له اړخه ازمويل کيږي.

د ويروسونو ضد دارو درمل چې ټاکل شوې ده د ويروس د تکثير خنډ وګرځي‌ او د دې مخه ونيسي‌ څو د سږو حجراتو ته ورداخل نه شي. د ويروسونو ضد دارو درمل مثلاً د عادي‌ انفلونزا يا زکام،‌ د تور ژيړي‌ يا هپاتيتيس سي او همداراز د ايچ آی وي،ايبولا او په تېره بيا د کرونا ويروس له خوا د رامنځ ته کېدونکو ناروغيو سارس او ميرس په مقابل کې جوړې شوې دواوي دي.

پخوا راهيسې معلوم د ملاريا ضد دارو درمل هم اوسمهال ازمويل کيږي. دا ځکه چي‌ د ويروسونو ضد اغېزمنتيا يې هم لږ وخت مخکي‌ کشف شوې ده.

د ايمني‌ سيستم عيارونکي دارو درمل چي‌ بايد د بدن دفاعي‌ غبرګونونه داسې محدود او سره عيار کړي‌‌ چي‌ ايمني‌ سيستم تر حده زيات عکس العمل ښکاره نه کړي او بدن او ژوند ته لا زيات زيان ونه رسوي. دغسې عيارونکي‌ دارو درمل مثلاً د آرتريتيس او د کولمو د التهابي‌ ناروغيو پر ضد اختراع شوي‌ دي.

د سږو د حفاظت او ژغورني‌ دارو درمل بايد د دې حالت مخه ونيسي چي‌ سږي‌ نور ونه شي کولی وينې ته په کافي ډول اکسيجن ولېږدوي.

دغسې دارو درمل د سږو د ايديو پاتيک فيبروز يعنې د سږو د تنفسي ظرفيت د کمېدو پر ضد جوړ شوي دي چي‌ دغه ناروغي‌ په سږو کي‌ دننه د تنفسي‌ آلويلونو او رګونو تر منځ د پيوندي‌ انساجو د ډېرېدو باعث کيږي. په دې ناروغۍ سره سږي‌ کلکيږي‌ او خپل نرم قابليت ورو ورو له لاسه ورکوي. په دې ناروغۍ سره تنفس او ساه ايستل يوازې په سطحي ډول صورت نيسي‌ او چټکيږي هم چي‌ پايله يې ساه لنډي‌ او وچ ټوخی وي.

د سارس،‌ ميرس،‌ ايبولا او انفلونزا ضد دارو درمل

تر ټولو ساده خبره دا برېښي چي‌ د ويروسونو ضد دارو درمل وکارول شي‌ چي‌ د کرونا په نورو ويروسونو کي‌ يې هم فايده کړې ده. دا ځکه چي‌ د تنفس جدي او حاد سينډروم (سارس) او د منځني‌ ختيځ د تنفسي‌ سينډروم (ميرس) انګيزه او دليل د کرونا ويروسونه ول. د سارس CoV-2 اوسنی ويروس د ۲۰۰۲م کال د سارس ويروس يوه بله بڼه بلل کيږي.

په لابرواتوار کې د ايبولا د عفونت ضد رامنځ ته شوو درملو ريمديسيوير (Remdesivir) د سارس او ميرس د کرونا ويروسونو په وړاندې هم تاثير درلود. خو د امريکا د جيلد ساينسس (Gilead Sciences) شرکت له خوا جوړ شوی ريمديسيوير دارو تر اوسه په هيڅ‌ کوم هېواد کې په رسميت پېژندل شوي‌ نه دي. په متحده آيالاتو او چين کې دا مهال د ريمديسيوير په سر کلينيکي‌ څېړنې جريان لري.

د آويګان (Avigan) په نوم د زکام ضد جاپاني دارو درملو هم همدا اوس په يو دم ډېر شهرت موندلی دی. د دغو دارو درملو اصلي مواد فاويلاوير (Favilavir) په ۲۰۱۴م کال کې په جاپان کې او اوس هم په چين کې په رسميت پېژندل شوي‌ دي. دغه دارو په جاپان کې د فوجي‌ فلم د شرکت د فارمسۍ څانګې له خوا جوړ شوي‌ دي. دغه د ويروسونو د فعاليت د درولو ماده اصلا د انفلونزا ضد استعماليږي،‌ځکه چې د ويروس د آر ان ای پوليمېراس په نوم انزايم ته خنډ جوړوي‌ او د ريمديسيوير په څېر د آر ان ای ويروسونو په وړاندې اغېز لري.
دغه دارو په ۲۰۱۴م کال کې په برياليتوب سره د ايبولا ضد وکارول شول. په ۲۰۱۶ کال کې د جاپان حکومت فاويپرواوير د ګينېا هېواد ته د ايبولا مرض په وړاندې د بېړنۍ مرستې په توګه ولېږل. د چين د وهان په سيمه کې هم چې د نوي‌ ډول کرونا ويروس اصلي‌ مرکز دی،‌ د چين د حکومت په خبره د آويګان په سر ډېرې ګټورې کلينيکي‌ څېړنې شوې دي.

په دې پسې لومړی په آسيا او اوس په ټوله نړۍ کې هم په آويګان پسې تقاضا لوړه شوې ده. د برلين د شاريتې روغتون آلماني ويروس پېژندونکي‌ کريستيان دروستن هم په ايټاليا کې تر ځينو تستونو وروسته دغه مواد «هيله بخښوکي» بللي‌ دي.جاپان تر مخه لا دوه ميليونه پاکټونه آويګان له ځانه سره ساتلي‌ دي.

نور داسې هېوادونه لکه اندونيزيا چې۲۷۰ ميليونه اوسېدونکي‌ لري‌ او آلمان هم د په ميليونو ګوليو د پاکټونو فرمايش ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تستونه يې لا بشپړ شوي‌ نه دي.

د ملاريا ضد درمل

د رېسوشين په نوم ډېرو پخوانيو دارو درملو چې د ملاريا ضد کارول کيږي،‌ هم په تېرو څو اوونيو کې ډېره توجه جلب کړه. اصلي‌ ماده يې کلوروکوين نوميږي‌ چې پخوا به د ملاريا د مخنيوي په موخه کارېدله خو په تېرو کلونو کې يې استعمال کم شوی وو.

د فرانسې په مارسيل ښار کې پر حجرو او انساجو باندې تجربو وښودله چې د کرونا ويروس د تکثير مخه هم ورباندې نيول کيږي چې د کرونا دلاسه د سختې ناروغۍ د پيدا کېدو په صورت کې د ويروسونو شمېر او کثافت ورباندې راټيټېدای شي.ډاکترانو له دې کبله ويل چې دغه دارو هم د ويروسونو ضد کارول کېدای شي. خو د برلين د شاريتې روغتون د ويروس پېژندونکي‌ کريستيان دروستن په څېر نور کارپوهان هم د مارسيل د څېړنې د اجرا او تعبير په هکله شک لري.

د متحده آيالاتو د روغتياپالنې او ټولنيزو خدماتو وزارت هم شک ښکاره کړ وروسته له هغه چې ولسمشر دونالد ترمب د کوويد ۱۹ ناروغانو په درملنه کې د کلوروکوين د استعمال پلويتوب کړی وو.

خو تر اوسه پورې په ۱۹۳۰يمو کلونو کې د باير شرکت له خوا اختراع شوي‌ دغه دارو درمل يوازې د پاکستان په يوه ځای کې جوړيږي. د باير په نوم د فارمسۍ او کيميايي‌ توکو آلمانی شرکت البته غواړي چې په اروپا کې هم د کلوروکوين د جوړولو امکانات رامنځ ته او دغه دارو درمل په وړيا توګه په بېلابېلو حکومتونو باندې د بسپونو په توګه وويشي.
د آلمان د روغتيا وزير ينس شپان هم د د دغې دوا د ډېرې اندازې فرمايش ورکړی دی. د ملاريا ضد نورې دواوې لکه هيدروکسي‌ کلوروکوين هم دا مهال ازمويل کيږي.

د دارو درملو د ادارو د مثبتو پايلو په صورت کې د نووارتيس او سانوفي‌ په نوم شرکتونه هم غواړي‌ چې په ټوله نړۍ کې د خلکو د درملنې له پاره په ميليونو پاکټونه په اختيار کې ورکړي.

پر ټولو هيلو سربېره بيا هم بايد احتياط وشي: په فرانسه کې تر سره شوې يوه وړه څېړنه ښيي چې دغه ماده د سارس د نوي ډول کرونا ويروس په وړاندې تاثير نه لري.

د ايچ آی وي،‌ سرطان، ملتيپل سکلروسيس او‌ ساه لنډي ضد مواد

د ايچ آی وي يا ايډز د مرض ضد دارو درملو چې د لوپيناوير او ريتوناوير مواد پکې يو ځای کيږي هم ډېرې هيلې راټوکولې دي. د متحده آيالاتو د فارمسۍ د شکرت آبوي‌ له خوا د کالېترا (Kaletra) په نوم اړونده دوا په چين، تايلنډ‌ او سينګاپور کې هم په تجربوي‌ توګه د کوويد-۱۹ په ناروغانو باندې ازمويل شوې ده. پايلې يې البته دقيقې نه دي‌ چې بايد نورې څېړنې هم تر سره شي.

د فارمسۍ د څېړونکو شرکتونو د ټولنې په حواله همداراز بېلابېلې انتي‌باډۍ او د ايمني سيستم درمل هم د کرونا ويروس پر وړاندې د اغېزمنتيا له مخې څېړل کيږي.په دغو منل شوو يا نويو موادو کې د ايچ آی وي او د سينې د سرطان د يو ډول په وړاندې کارېدونکي‌ انتي باډۍ راځي. نور مواد د کولمو د التهابي‌ ناروغيو او د خولې د مخاطي‌ غشا د التهاب ضد دارو درمل دي.

د دې تر څنګ البته نور تر پلټنو لاندې يا حتی په رسميت پېژندل شوي‌ توکي‌ د زکام،‌ ام اس،‌ د پوستکي د سرطان،‌ آترتيتيس يا د بندونو د التهاب،‌ ساه لنډي،‌ د پانکرياس د غدې د التهاب يا ژيړي‌ ضد مواد هم پلټل کيږي‌ او د سارس CoV-2 په وړاندې اغېزمنتيا يې کتل کيږي.

د مثال په توګه په چين کې د ام اس ناروغۍ ضد د نووارتيس شرکت فينګوليمود (Fingolimod) نومې دوا او د سرطان ضد دارو بېوازیڅومب (Bevacizumab) د کوويد ۱۹ هغو ناروغانو ته ورکول کيږي چې سږو يې ضرر ليدلی وي. د کرونا د نوي‌ ډول ويروس له خوا سږو ته د زيان اوښتلو په صورت کې د توسيليڅومب (Tocilizumab) په نوم د روچ (Roche) شرکت انتي‌ باډۍ هم استعماليږي. دغه انتي باډۍ اصلا د آتريتيس يعنې د بندونو د التهابونو په بېلابېلو ډولونو کې استعماليږي.‌‌ د آلمان په ګوتينګن ښار کې د بيزوګانو په هکله د څېړنيز مرکز په مشرۍ يوې ډلې د کاموستات مېسيلات Camostat Mesilat موادو په هکله کلينيکي‌ څېړنې هم پلان کړې دي. دغه ماده چې په جاپان کې د پانکرياس د التهاب ضد په رسميت پېژندل شوې ده د سږو په حجرو کې هم يوه انزايم ته خنډ‌ ګرځي‌ او مخه يې نيسي. دغه انزايم د سږو حجرو ته د سارس CoV-2 ويروس د ننوتلو په برخه کې کليدي اهميت لري.

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply