له کورونا د ځان ساتلو اسانه لارې چارې

رييس ناصر

0 531
د کورونا وايروس ناروغي چې نږدې د نړۍ په هر هيواد کې په خپريدو ده، لا هم د واکسين او درملنې د نشتون له امله هره ورځ په سلګونو کسان تر مرګه رسوي. د روغتيا نړيوال سازمان له بل هر وخت د نړۍ ټولو اوسيدونکو ته پر اړينو پاملرنو ټينګار کوي، د ډاکټرانو په وينا وقايه د مرض په مخنيوي کې خورا ډيره اغيزه لري؛ دلته هغه لارې چارې بيانوو چې د کورونا وايروسي ناروغي د خپريدو مخنيوى کوي:
1- له نورو خلکو سره د لمسي تماس قطع کول: خلک بايد له يو بل سره لمسي تماس قطع کړي، له يو او بل څخه د دوه تر پنځو مترو فاصله واخلي، دا چاره له خلکو سره مرسته کوي چې پر کورونا ساري ناروغۍ د اخته کيدو څخه بچ پاتې شي.
2- د لاسونو او بدن مينځل: د صابون او مايع په واسطه د لاسونو او بدن ډير مينځل هم کولى شي د کورونا وايروسي ناروغي په مخنيوي کې لوى تاثير ولري، خلک بايد روزانه دا کار څو ځله تکرار کړي ترڅو له مرض په امان پاتې شي.
3- د ماسک او طبي دستکشو استعمال: دا چې کورونا ساري ناروغي ده نو؛ خلک پوزې ته د ماسک په اچولو او د لاسونو د پټولو له لارې کولى شي پر دې مرض له اخته کيدو ځان وساتي.
4- د مناسبو ويټامين سي لرونکو خواړو استعمال: دا چې د ويټامين سي لرونکي خواړه د بدن دفاعي سيستم قوي کوي، نو خلک بايد د دې ډول خواړو استعمال ډير کړي؛ ترڅو د کورونا له اخته کيدو لرې واوسي.
5- روغتيايي لارښوونې په پام کې نيول: دا چې اوسني وخت کې ډاکټران د خلکو لپاره د کورونا څخه د ځان ساتلو لپاره مختلفې لارښوونې وړاندې کوي، خلک د دې لارښوونو په عملي کولو سره کولى شي د کورونا په مخنيوي کې خپل رول ادا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply