د الله او رسول لپاره د عشق لفظ کارول ناروا دي

ليکوال: اصغر صلاح

0 1,046
دا چې عشق يو نه يو اړخ د افراطي مينې سره لګوي او د خلکو په اند د مينې له درجو څخه ده، او الله تعالی او محمد صلی الله علیه وسلم سره مينه عبادت دی او اصطلاح شرعي ده نو ټول اړ دي تر څو الله تعالی او رسول سره د ميني لپاره په شرعي نصوصو (قران او حديث) اکتفا وکړي، په قران او حديث هر ځای کې د محبت لفظ راغلی (والذين ءامنو اشد حبا لله) البقره ۱۶۵۵ همدا شان د بخاري او مسلم په رواياتو کې هم ټول د محبت الفاظ استعمال شوي، همدا راز ابن القيم رحمه الله هم په اغاثة اللهفان کتاب کې ذکر کړي چې د عشق لفظ د الله او رسول لپاره نشي استعمالېدلای، دا هم غلطه ده چې عشق د عربي ژبې لفظ نه دی بلکه عشق بلکل په عربي ژبه کې شته دی.

مهم اسباب چې الله او رسول صلی الله عليه وسلم لپاره د عشق لفظ شرعا نه شي استعمالېدلای.

1.  سره د دې چې د عربي ژبې لفظ دی خو بیا هم په هېڅ ايت او حديث کې نه دی ذکر شوی.

2.  د عشق په لفظ کې افراط دی چې شهواني اړخ لري، او د انسانانو تر منځ استعمالېدلای شي بالخصوص د نر او ښځې تر منځ.

3.   مشهور علماء هم چپ نه دي پاتې شوي لکه شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله چې دغه لفظ يې ناروا بللی، همدا شان ابن القيم رحمه الله په طريق الهجرتين کتاب کې هم د عشق لفظ الله او رسول لپاره ناروا بللی.

4.  د خالق او مخلوق تر منځ چې کومه اړيکه ثابتېږي نو بايد په شرعي نصوصو بناء وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply