په کور کې د کورونا ویروس د ناروغ پاملرنه

ډاکتر فریداحمد سُهیل

0 559

د کورونا ویروس د ناروغۍ نښې په عمومي ډول نوی او پرله پسې ټوخی او تبه او کله هم سالنډي وي چې له ۲ نه تر ۱۴ ورځو وروسته له دې چې ویروس ستاسې وجود ته دننه شي راښکاره کېږي. ډېری وخت دغه نښې نښانې ملایمې وي. که مو ناروغي سخته نه وي او په کور کې ګوښې کوټه لرئ، یو څوک وي چې ستاسې خدمت وکړئ شي او په کور کې شخصي محافظتي وسایل لکه دستکش او ماسک درلودئ شئ، تاسې نه د ناروغۍ ټست کولو او نه هم ډاکټر او یا روغتون ته د تللو اړتیا لرئ. ترهغه مو چې د ناروغۍ نښې سختې نه وي کوښښ وکړئ چې ډاکټر او یا روغتون ته ولاړ نه شئ ترڅو تاسې هم په دغه کمزوري حالت کې په نورو ناروغیو اخته نه شئ او نه هم خپله ناروغي نورو ته خپره کړئ. د کورونا ویروس ناروغي په ټوله کې د اوس لپاره واکسین او تداوي نه لري. که تاسې له خوراک او څښاک پاتې کېږئ، ساه نه شئ اخيستلای او یا نورې ناروغۍ لکه لوړ فشار، شکر او داسې نور ولرئ ډاکتر یوازې ستاسې د خوراک او د وجود د اوبو او اکسیجن په پوره کولو، د تبې، ټوخي او درد په کنترول او نورو ناروغیو په درملنه کې کومک کولئ شي.

په کور کې د کورونا ناروغ په پاملرنه کې لاندې ټکي د پام وړ دي:

لومړی: د خطر نښې باید دوامداره وڅارئ:

که ستاسې سن له ۶۰ کلونو نه زیات وي يا د سږو، زړه، د وینې لوړ فشار او یا شکرې ناروغۍ ولرئ، مخامخ روغتون ته ولاړ شئ.

د خطر نورې نښې چې د ښکاره کېدو په صورت کې يې باید ډاکټر یا روغتون ته ولاړ شئ په لاندې ډول دي:

  • که تاسې ته سالنډي پیدا کېږي یا لنډه لنډه ساه اخلئ
  • په سینه کې مو د دوامداره درد او فشار احساس کوئ
  • ګنګسیت درته پیدا کېږي او نه شئ کولای له خپله ځایه پورته شئ
  • شونډې او مخ مو شینوالی پیدا کړي او یا هم
  • داسې انګېرئ چې په کور کې د دغو اعراضو او علایمو سره ګوزاره نه شئ کولئ

ډاکتر یا روغتون ته د ورتګ یا ننوتلو نه مخکې باید خبر ورکړئ چې تاسې د کورونا ناورغۍ ته ورته نښې نښانې لرئ. په لاره د ماسک نه کار واخلئ او له نورو نه فاصله وساتئ.

دویم: د ویروس د خپرېدو مخه ونيسئ:

خپل لاسونه په منظم ډول د شلو ثانیو لپاره په روانو اوبو او صابون وینځئ او یا هم د لاس پاکوونکې مایع نه چې کم له کمه ۶۰ سلنه الکهول ولري کار اخلئ.

که په کور کې کمزوري خلک لکه زاړه، ناروغان، حامله ښځه او ماشومان وي ښه به دا وي چې د امکان په صورت کې يې بل کور ته ولېږئ او یا ځان ترېنه پدې موده کې تل کم له کمه ۲ متره لرې وساتئ.

هرکله چې ټوخېږئ او یا پرنجېږئ خپله خوله او پوزه له کاغذي دستمال سره پټ کړئ. که کاغذي دستمال نه وي خپلې څنګلې ته وټوخېږي. خپل ورغوي باندې خوله مه پټوئ. د ټوخي یا پرنجي نه وروسته کاغذي دستمال کثافت داني ته وغورځوئ او خپل لاس له اوبو او صابون سره پرېمنځئ.

کوښښ وکړئ د ناروغ د خوب کوټه، تشناب، د ځان وينځلو صابون یا شمپو، ځانپاک، د خوراک لوښي او نور روزمره د اړتیا وړ توکي له نورو نه جلا کړئ.

کله چې د کوم کار لپاره تاسې د ناروغ کوټې ته ورځئ او یا ناروغ له کوټې نه د کومې اړتیا پوره کولو لپاره راوځي ناروغ دې ماسک په مخ کړي. که ناروغ ماسک نشي په مخ کولئ نو بیا تاسې باید په مخ ماسک ولرئ.

په کور کې د ټولو هغه توکو او یا وسایلو مخې چې ډېر یې لمسوئ لکه د دروازو لاستي، د برق تکمې، د تلویزیون رموټ، دیخچال او مایکرو ویو لاستي، د پخلنځي او یا نورو میزونو مخې، د کمود بټن، د اوبو د نل لاستي او نور د ورځې څو ځلې په عفوني ضد مایع او یا لانده کاغذ سره پاک کړئ.

که تشناب یو ځای وي، باید د هر ځل کار اخیستلو نه یې وروسته په شمپو او ګرمو اوبو پریمنځئ. د عفوني ضد لانده کاغذونو نه هم کار اخیستلای شئ. همدارنګه ښه به دا وي چې لومړی نور خلک د تشناب نه کار واخلي او ورپسې یا د ورځې په اخر کې ناروغ کس د تشناب نه د کار اخیستلو پلان جوړ کړي. پام وکړئ چې تل د کمود سر مخکې د فلش وهلو نه پټ کړئ. په تشناب کې کله هم د غاښونو لوڅ برسونه مه پرېږدئ.

د خوراک او څښاک لپاره د یو ځل کار اخېستلو لوښو نه که امکان لري د ناروغ لپاره کار واخلئ. که دا شونی نه وي د ناروغ لوښي د عادي لوښو شمپو سره ښه ووینځئ.

د ناروغ د کوټې کثافات لکه استعمال کړي کاغذي دستمالونه او یا یو ځل کار اخیستلو لوښي باید په یوه کثافت داني کې چې د ننه یې پلاستیک خلته ځای په ځای شوي وي وغورځول شي. کله چې دوه پر درې برخې یې ډکه شي د خلتې خوله بنده او په یوه بله خلته کې یې واچوئ او ۷۲ ساعته وروسته یې عمومي کثافاتو ته ولېږدوئ.

ناپاک کالي مخامخ د کالیو ماشین ته واچوئ. د ناروغ کالي له مینځلو سره پاکېږي. که د کالیو ماشین نلرئ، ناپاکه کالي د دریو ورځو لپاره په یوه پلاستیکي خلته کې وساتئ او بیا يې په لاس پريمینځئ.

د ناروغ د استعمال کړو لوښو، توکو، کالیو او کثافاتو د پاکولو او یا غورځولو لپاره دستکش په لاس کړئ.

د ناروغې مور نه د شیدو له لارې ماشوم ته د کرونا ویروس ناروغي نه لېږدېږي. مګر د شیدو ورکولو په وخت کې مور باید ماسک په مخ ولري او کوښښ وکړي چې د ماشوم خوا ته و نه ټوخېږي. او که ماشوم پودري شیدې خوړلی شي، ښه به دا وي چې مور له ماشوم نه تر یوې هفتې لرې پاتې شي.

مېلمه دې د ناروغ پوښتنې او یا بلې اړتیا لپاره کور ته د راتګ نه ډډه وکړي. د اړتیا په صورت کې کوښښ وکړئ د تلیفون له لیارې سره خبرې وکړئ.

دریم: د ناروغۍ د اعراضو او علایمو درملنه: 

ناروغ باید کوښښ وکړي په کافي اندازه اوبه وڅښي او په کور کې استراحت وکړي. په خواړو کې مو باید د بېلو رنګونو مېوې او سبزیجات شامل ولري.

د درد او تبې لپاره یوازې له پاراستامول تابلیتونو او نورو هغو نه چې مخکې ډاکټر مو درته لارښوونه کړې کار واخلئ.

د خپلې جسمي پاملرنې پخوا کې د خپل روان خیال مو هم وساتئ. له ملګرو او خپلوانو سره د ټلیفون او یا هم ټولنيزو رسنیو له لارې اړیکې وساتئ. د یوازې پاتې کېدو لپاره له مخکې نه تیار اوسئ او ځانته برنامه ولرئ. د خپلې خوښې د کتابونو مطالعه، د قران کریم تلاوت، انترنت، تلویزیون، راډیو، د مبایل لوبې او داسې نور ښایي د ذهني مشغولتیا لپاره درسره کومک وکړي. ځینې ښایي د رسامئ، خطاطی او نورو هنرونو سره چې مینه لري ځانته د یو ګټور مشغولیت لپاره په نظر کې ولري.

څلورم: ترکله په کور کې ګوښې پاتې شئ:

د کرونا ویروس عادي نښې د راښکارېدو نه وروسته په یوه هفته کې ورکېږي.

له هغه ورځې چې د ناروغۍ نښې نښانې مو راښکاره شوي تر یوې هفتې پورې مو که تبه ختمه شوه نو کولئ شئ خپل د ژوند عادي حالت ته وګرځئ. که تبه مو لیا هم دوام لري باید تر هغه چې تبه مو نه وي ورکه شوي له نورو ګوښې اوسئ. د ټوخي په صورت کې یوازې تر یوې هفتې پورې ګوښې پاتې شئ که څه هم ټوخی مو ښایي تر څو هفتو دوام وکړي.

د کور پاتې خلک باید تر ۱۴ ورځو پورې په کور پاتې شي او بهر له وتلو نه پوره ډډه وکړي. د کور د روزمره اړتیا خوراکي او نورو توکو لپاره کوښښ وکړئ چې له کوم خپلوان او یا ملګري نه د کومک غوښتنه وکړئ چې د کور تر دروازې یې درته راورسوي.

د کرونا ویروس ناروغي ډېره په چټکۍ خپرېږي. د ناروغ سره په پاملرنه کې د دغو لارښوونو سره بې پروایي او یا هم د ناروغ سره د مینې او درنښت په پار ډېر نېږدې کېدل، او یا هم د بېلا بېلو دوديزو کړنلارو نه کار اخیستل چې د عامې روغتیا له سپارښتنو سره په ټکر کې وي، ښايي تاسې او یا هم ټوله کورنۍ مو هغه حالت ته ورسوي چې بیا مو خدای مکړه د پاملرنې څوک نه وي. پدې هکله باید جدي اوسو او د وېرې په ځای له هوښیارۍ کار واخلو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply