افغانستان وایي د هغو رپوټونو په اړه اندیښمن دی چې وایي له ایران سره د پولې په اوږدو کې یو شمېر افغانان وژل شوي دي.

د هرات د ګلران ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې ده چې د ایران سرحدي ځواکونو شاخوا ۵۰ افغان کارګر چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته واوړي، نیولي او بیا یې د هریرود سیند ته غورځولي دي.

دغه اوسېدونکي وايي‌ چې سیند ته په غورځول شویو کسانو کې یې ۱۲ تنه ژغول شوي، اوه تنه مړه شوي او نور لا تري تم دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي پنځه مړي روغتون ته انتقال شوي او ښکاري چې هغوی په اوبو کې ډوب شوي ‌او مړه شوي دي. وايي دا مړي د خپلوانو له لوري روغتون ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د پلټنو لارښوونه کړې ده. وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر یو تحقیقاتي ټیم ګمارلی دی چې پلټنې وکړي.

اعلامیه وايي: “ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په مشرۍ د حقیقت موندنې ټیم ته دنده سپارلې چې د موضوع اړوند هره اړخیزه او بیړنۍ څیړنه وکړي ترڅو د وزارت رهبري د مالوماتو او حقایقو په رڼا کې لازمه پریکړه وکړي.”

ویل کیږي چې دا پېښه د ایران په لوري د سرحد په دهن ذوالفقار سیمه کې شوې ده. خو په هرات کې د ایران قونسلګرۍ دا خبر ردوي او وايي‌ چې هلته داسې کومه پېښه نه ده شوې.