په فساد کې تر ستوني ډوبو بهرنیو اېنجوګانو طالبانو ته پناه ور وړې ده

0 649

د خوړو نړیوال پروګرام ( WFP)  وروسته له هغه  طالبانو ته پناه یوړه، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تور پورې کړ او فشار یې راوړ، چې دې ته ورته اېنجوګانې له افغانستان سره مرسته شوې پیسې خپلو شخصي جېبونو ته وهي، پر بې وزلو یې نه وېشي او پخوا هم د فسا زیات نور تورونه پرې لګېدلي دي.

په تازه مورد کې د دې نړیوال پروګرام مرستې هرات ولایت کې د طالبانو لخوا پر خلکو وېشل شوې دي.

یوې باوري سرچینې وویل، د خوړو نړیوال سازمان هغه مرستې چې له افغانستان سره کوي، له ۷۰ سلنه څخه زیات یې بهرني مسوولین خپلو جېبونو کې وهي او بېرته یې له هېواد څخه خارجوي.

د سرچینې په خبره، د دې لپاره چې د خوړو نړیوال سازمان باندې د حکومت لخوا فشار وارد شو، چې د مرستو په غلا کې لاس لري او باید شفافیت په نظر کې ونیسي، دغه سازمان له طالبانو سره لاس یو او مرسته شوې پیسې نیمې خپلو کې وېشي او له نیمایي کمې خلکو ته ورکوي.

د خوړو نړیوال پروګرام خپلې یو شمېر مرستې کندز ولایت کې هم د طالبانو له لارې پر خلکو وېشلې دي.

پر نړیوالو اېنجوګانو تور پورې دی چې شفافیت نظر کې نه نیسي او له بې وزله افغانانو سره مرسته شوې پیسې غلا کوي او بېرته یې بهر ته خپلو کورنیو ته انتقالوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply