د علامه حبیبي د تاریخ ليکني ځانګړتیاوي

محمدنبي سلطان

0 732

دې خاوري (افغانستان) د تاريخ په اوږدوکي داسي سټي ږېږي ولي، پاللي، روزلي او لوی کړي، چي نه يوازي په دې هيواد کی د افتخار ځلي ګڼل کيږي؛ بلکي دسيمی ټول هيوادونه (پاکستان، ايران، تاجکستان، ازبکستان ترکمنستان او…) ئې يه په وياړ بيرغونه پورته کوي، په نامه ئې افتخار کوي، د خپل تاريخ ثقه مرجع ئې ګڼي او په هر څه کي ئې پيروي د ځان وياړ او دتبرک وړګڼي.

د دغو ویاړمنو څېرو سرلارې څېره د پښتو معاصر فرهنګ، ادب او تاريخ سره لاری او بنسټ ايښوونکی لوی استاد علامه پوهاند 25 ديو متبکرمورخ په توګه د دې سیمي او په خاصه توګه د افغانانو له پاره د افغانستان د اسلامي دورې له پیله: (دری) چاپ لاهور باردو، ۱۳۴۰لمریز، پښتو و لویکان غزنه- ۱۳۴۲لمریز.- کابل. تاریخ افغانستان در عصر ګورکانیان هند- ۱۳۴۱لمریز– کابل، تاریخ افغانستان در عصر تیموریان هند- ۱۳۴۲لمریز، کابل، پښتو د تاریخ او لغت په روڼا کي – ۱۳۴۷لمریز، کاب. تاریخ مختصر افغانستان (دوه ټوکه) – ۱۳۴۷ لمریز،کابل. د پښتو ادب لنډ تاریخ (دپوهنتون د ادبیاتو پوهنځي دپښتو څانګې د دریم ټولګي لپاره) – ۱۳۴۷لمریز،کابل . افغانستان بعد از اسلام – ۱۳۴۵ش، کابل. ظهیر الدین محمد بابر (زندګانی و شخصیت)- ۱۳۵۳لمریز،کابل. پیرروښان (د روښان پیر عصر او دده غورځنګ ) –۱۳۵۳لمریز،کابل. د افغانستان پېښلیک – ۱۳۵۳لمریز،کابل. د پښتو ژبي او ادب موقف د مرکزي ایشیا د خلکو په تمدنونو کي – ۱۳۵۶هـ ش، کابل. د پښتو ادب تاریخ کي قصیده – ۱۳۵۷لمریز، کابل. د افغانستان لنډ تاریخ (د ارواښاد استادبېنوا ترجمه) – ۱۳۵۶هـ ش، کابل. پښتو نثر ته کره کتني،کابل . په شلمه پېړۍ کي د افغانستان هنر – ۱۳۶۰ لمریز، کابل. د امیر علي شېر نوایي فکري اوسیاسي شخصیت-لمریز، کابل. تذکره الاولیاُ(سلیمان ماکو- سریزه او نښلوني) – ۱۳۶۱ لمریز، کابل. جنبش مشروطیت در افغانستان – ۱۳۶۳ لمریز، کابل. پښتو څوارلس سوه کاله پخوا- ۲۰۰۵ ع، کوټه. پشتانه شعراء: اول جلد پشتو ، کابل ۱۳۲۰لمریز لیږدیز. پټه خزانه، تصحیح،مقابله او تعلیق،کابل ۱۳۲۲لمریز او نور لسونه اثار خپاره کړي، چي مخکي تر دی نه چا لیدلی، نه کتلي او نه او رېدلي وه.

 شهيد عبدالقدیم پتیال د علامه حبیبي په اړه لیکي: «موږ که دلوی استاد علامه حبيبي په باب څه کاږو نو داپه زغرده ويلای سو، چي لوی استاد علامه حبيبي په حقه سره دپښتو دمعاصر فرهنګي بهیر سرلاری او بنسټ ايښوونکي دئ، په پښتو کي دلومړی ځل لپاردلوی استاد ادبي تاریخ لیکنه هغه لوی څپرکۍ دئ، چي درست کتابونه پر ليکل کېدای سي. لوی استاد نه يوازي په افغانستان کي په  لومړی ځل د ادب تاريخ ليکنه راپیل کړه؛ بلکي په کوټه او پېښور کي هم تر لوی استاد وړاندي چا دا کار نه ووکړی. د لوی استاد دتاریخچه پښتو او په څلورو ټوکوکي پښتو ادبیاتوتاریخونه هغه اثار دي، چي اول وار پر پښتو باندي د ادبي تاريخ ليکنی ور ور پرانستل سو. دغه راز د انتقادي متونو ترتيب او نشر کار هم  لومړی ځل لوی استاد علامه حبيبي را پیل کړی دئ، د ادبي تیوری او ژبنیو څېړنو کار هم لومړی ځل علامه حبيبي په پښتو کي راشروع کړ، دغه رازه په پښتوکي معاصره تذکره ليکنه هم دلوی استاد په ابتکار او هڅو سره راپیل سوه. (کندهار مجله، ۱۳۸۴ هــ ش کال، لومړۍ ګڼه، وری ـــ غويی)

زه د لوی استاد علامه پوهاند حبيبي د ليکوالۍ پر دې ټولو اړخونو ځکه خبري نه کوم، چي زما تر وس او توان لوړه خبره ده، (داکار وخت او امکانات غواړي، چي له بده مرغه له موږ سره د لټي او ناراستۍ په وجه دا دواړه نسته). زه د علامه جبيبي دتاریخ ليکني پر ځانګړتيا وو د خپل وس او توان سره سم روڼا اچوم ځکه انسان تر خپل وس مکلف دئ.

 علامه حبیبي دمخکښو تاریخ لیکوڅخه شمېرل کيږي، دی په خپل (کار) تاريخ ليکنه کي متجس، کنجکاو او دپوره دقت خاوند وو، ده تل روښانه، واضع او څرګنده لیکنه کول، له پېچلو او مغلقو جملو، ترکيبو او پراګرافو څخه ئې ډ ډه کول، دپېښو دقيقه څېړنه، دتاریخي ارزښتو، معيارو او اصولو سمه او دقيقه پلټنه او له افسانوي کيسو ځان ساتل د علامه حبیبي ځانګړې تګلاره وه.

پوره حوصله، پراخه مطالعه، ژوره څېړنه، او دقیقه پلټنه هم د علامه حبيبي دتاریخ لیکني ځانګړتياوي ګڼل کیږي، که موږ دعلامه حبیبي دتاریخ ليکني ځانګړتياوي په په څو پراګرافو کي خلاصه کوو نو داسي يادونه ورڅخه کولای سو:

۱ – علمي تحليل:

علامه حبیبي دپېښو علمي تحليل کړئ، ځکه لومړی ئې داپه ډاګه کړل، چي دغه پېښي او واقعات ولي، څنګه، چيري او د چا له خوارامنځته سوي.

دولتونه، فکرونه اوابډياوي، چي د تاريخ پاڼې ئې ډکي کړي، ولي او د چاپه مټ رامنځه سوي او د چا په مټ له منځه تللي، ایا يوازي سياست د اولسونو او ټولنو برخليک ټاکي  او تاریخ بدلوي او که د اولس شعور، فکري ايډيا ذ‌هني بدلون، اقتصادي راکړه ورکړه، ديني او مذهبي حالتونه هم رول پکښي لري، علامه حبيبی دغه بدلونونه او تحولات په خورا دقيقه توګه تحليل کړي، دبيلګي په توګه علامه حبیبي دروښانيان تر سرليک لاندي ليکي: «»

۲ – له بېځا یه او تکراري ليکنو او تحليلونو ډ ډه:

علامه حبیبي چي څونده تاريخي کتابونه ليکلي، له نيکه مرغه په خپلو ټولو لیکنو او تحليلونو کي ئې له بېځایه او تکراري خبرو، ليکنو، جملو او ترکیبونو ډ ډه کړي، هغه څه چي د هیواد، خلکو، اولس او ټولنی ورته اړتیا وه/ ده په واضح، څرګندو او روښانه ټکو وړاندي کړي، تر څو لو ستونکي په اسانۍ سره ورڅخه ګټه واخلي او په وپوهيږي دبيلګي په توګه ئې (د افغانستان لنډ تاریخ (د ارواښاد استادبېنوا ترجمه) – ۱۳۵۶هـ ش، کابل.)، (افغانستان بعد از اسلام – ۱۳۴۵ش، کابل) او … دې ته ورته کتابونه وګورئ.

۳ –  له لومړی مراجعو ګټه اخیستنه:

لومړي ما خذونه دتاريخ ليکونکوخام او يا اومه مواد دي، علامه حبیبي هم دې اصل ته په پام سره تر ډېره له لومړی مراجعوڅخه ګڼه اخستې، د علامه حبيبي تاریخ ليکنه او تاريخي تحلیل يوازی د ده تر کور، کار ځای او مېز پوري نه وو محدود؛ بلکي ده ډېره هڅه کړي، چي دخاموموادو دتر لاسه کولو په موخه په هيواد دننه او له هيواده دباندي سفرونه وکړي، ارشفونه وګوري، زړې نسخې سره واړوي راواړوي، مخامخ د خلګو سره وويني او یا کور په کور، کلي په کلي، مسجد په مسجد زاړه کتابونه او پاڼي سره واړوي او خپل مطلب تر لاسه کړي.

۴ – له داخلي او بهرنيو مراجعوګټه اخسته:

علامه حبيبي دتاریخ لیکني په جريان کي تر ډېره  له دواړو (بهرنیو او داخلي) مراجعو او ماخذو ته لومړيتوب ورکړی او ګټه ئې ورڅخه اخيستی، د علامه په نورو ژبو پوهېدنه او له هغوی څخه ګټه اخیستله د ده بله ځانګړنه ده، چي د ده تاریخي لیکنو ته ئې قوت، شهرت او محبوبیت ورکړئ.

۵ -بې پرېتوب:

بې پرېتوب نه يوازي په تاريخ لیکنه کي دتاریخ لیکونکي ځانګړنه بلل کيږي؛ بلکي د ژوند په هر ډګر کي د هر چا له پاره بې پرېتوب د ژوند معیار ټاکي، له نيکه مرغه علامه حبيبي د دې کاروان د سرلارو څخه دئ،  په خپلو لیکنو کي تر سميیز، نو کميز، ژبنیز، قومیز او ګوندیز فکر او ذهن تر سیوري او چتر لاندي نه دئ راغلی، د پېښو د تحلیل پر مهال ئې د موضوعاتو اولیت او ثقه توب په نظر کي نیولی، په خپل تاریخ لیکنه کې د خپلو شخصي قضاوتونو د داخلولو هڅه نه ده کړې.  دبولګي په توګه ئې تاسو د افغانستان لنډ تاریخ مطالعه کړئ.

۶ – دپېښو تحليل:

 علامه حبيبي د تاریخ لیکلو پرمهال دنورومراجعو څخه په استفاده سره، کټ مټ پېښي نه دي  رانقل کړي؛  لومړی ئې يادي پېښي دبهرني او داخلي عواملو، ټولنيزو بدلونونو، سياسي تحولاتو  او اقتصادي جریانو  ئې سره پرتله کړي، یو د بل په څنګ کي ئې ايښي، عوامل او علتو نه ئې راڅرګند کړي او بیا ئې ټولني ته د خپل تحلیل تر سیوري لاندي وړاندي کړي.

۷ – ټولنیز تحلیل:

د علامه حبیبي په تاریخ لیکنه کي، علامه حبيبي کړني  ديو علمي ټولنیز پوه په څير له ورایه څرګندي او روښانه دي؛ ځکه کله چي دی په تاريخ ليکنه کي تحقق، څېړنه او پلټه کوي دپېښو د علتونو او عواملو پر مهال د هغو ټولنيزو ناخوالو، ربړو، ستونزو او مشکلاتو  څېړنه، پلټنه او جاج اخیستنه هم کوي، چي په هغه وخت او زمان کي ئې وجود درلود. دبو لګي په توګه ئې د افغانستان په لنډ تاريخ کي هو تکيان ولوولي.

۸ – تصویر وړاندی کول:

 علامه حبيبي په خپل تاریخ لیکنه کي دخپلو سپړنو ، څېړنو او پلټو نو په مټ د پېښو داسي تصوير وړاندي کړی، چي لوستونکي فکر کوي، کومه پېښه دی لولي او  همهاله دپېښي دکرکټر سره مل دئ او يا د ده په وړاندي دغه څه پېښ سوی دي، چي  دی ئې يو ځل بيا تر خپل نظر تېر وي، دبولګي په تو ګه تاسو د علامه حبيبی ځيني دتاريخ کتابو نه وګورئ.

د خیالي افسانو څخه ډډه:

 ۹ – علامه حبيبي د افسانوي  (خيالي)  تاریخ ليکني څخه ډ ډه کړې، داسي څه ئې ټولني ته وړاندي کړي، چي واقعيت او حقيقت لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply