د پيراغا، متقي وملا فاضل پام وړ

سيد حسين پاچا

0 609

د پيراغا، متقي وملا فاضل پام وړ :

رياست جنګ پر تاسو کوي او خليلزاد خبرې له باجوه سره کوي

د متقي د انکار لپاره له باجوه سره د خليلزاد خبرې کره لاسوند دی

متقي له آی ايس آی سره په دې شرط معامله کړې چې يو به يې د وروڼو شناختي کارټونه له تور لېسته وباسي او بل به يې د وروڼو بانکي حسابونه بيرته ورته خلاص کړي. د مفتي ثاقب پر حواله د يو ورور عبدالقادر يې ۶۲۰ ميليونه کلدارې په الرياض ايسوسي ايټس بانک کې ضبطې پرتې دي

نوټ : متقي او وروڼو خو يې مال وهلی، که له څښتن تعالی وېريږي، نو د دې پيسو سپيناوالی بايد وکړې چې له کومه يې پيدا کړې؟ متقي اوښان په بډه وهلي او پښې يې ترې لاندې ځانګي. د رياست د چرګوړي درواغ رسوا شول چې دی او وروڼه يې څنګه له رياست سره ښکېل دي؟ د رياست په ګټه خو پرې اوس ډېر څه ثابت شول. نوی اړوند ادلون بدلون د رياست ښکاره ثبوت دی چې پر دوی يې لري.

له تخلص ناوړه ګټه پورته کول :

له طالبي وجهادي غويمنډه موږ ته د پنجابي رياست له لورې ډېر داسې ناوړه اخلاق او کړه وړه موږ ته په ميراث راپاتې شول چې د خپل ولس په وينو مو د جهاد وامارت وخلافت په نوم په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه سوداګري وکړه. د خپلې ناپوهۍ او نيمګړې اسلامي وعصري زده کړو، پوهې او تجربې له امله ډېر ژر او په ډېره اسانه او ساده طريقه د سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتي شبکو په دامونو کې ونښتو. له هر اړخيز پلوه يې بدنام او په يوه بڼه د بڼو يې په جرمي واخلاقي فساد کې ښکېل کړو.

د هر يو تخلص ته چې ګورې ځانونو ته يې ټاکلي چې هر يو يې د نبوت په مرتبه کې ويني، خو چې کړووړو ته يې ګورې بيا به د بېګانه جاسوس وي او خپلې جاسوسۍ ته به بيا ديني واسلامي صبغه ورکوي. حال دا چې نه به له دينه خبر وي او نه به پرې ځان خبروي، خو نورو ته د غيرمسلمو په سترګه ګوري. کنه نو حلال وحرام روښانه دي او هر څوک پرې پوهيږي چې حق حق دی او باطل باطل دی.

خو دا چې دا ځينې ځينې بيا ځانونه معنون ويني او ځانونو ته د يو شعار او تخلص له زاويې ګوري، خو بيا يې سر له يو چا او سومبۍ يې له بل چا سره وي او د بل پر ژبه غږيږي او ځان هم پرېښته بولي، خو پرېښته نه، بلکې څه وي. نه له خدايه شرميږي، نه له رسوله شرميږي، نه له قرآن شرميږي، نه اصولو او قانون او نه له خپل ضمير وکلتوره شرميږي او لا زياتي خلک ننګوي چې منتقدين دې پر موږ د رياست په ګټه يو څه ثابت کړي، خو بيا يې د خپل نظام او له وجود او تنې دننه داسې خوسا ارګمي راوځي چې انسان يې په لوستلو شرميږي او ان په دې نه ارځي چې څوک يې قبايح ولولي.

دغه بانک که روښانه شي ښه به وي. دغه نوم خو د بانکونو په لېست کې نشته.

List of the banks in Pakistan

تاند او دعوت :

[[ د اميرخان متقي په شمول دغه ټول خلک په فوکر طياره کې اسلام آباد ته يوړل شول. هلته د آي ايس آي مشر جنرال فيض دوي ته وويل چې امريکايان وايي موږ راپورونه لرو چې ملکي او نظامي طالبان د صلحې د تړون په برخه کې يوه خوله نه دي، سياسي طالبان له موږ سره په توافق ژمن ولاړ دي او نظامي طالبانو خشونت زيات کړی دی. که څه هم حقيقت داسې نه وو او لکه ما چې وويل نظاميان د تړون په تطبيق کې تر نورو جدي وو، خو اصل خبره او د آي ايس آي موخه دا وه چې پروسه له افغاني ماهيته وباسي. موږ له ډېرو قوي [مؤثقو] مشرانو داسې هم خبر شو چې د پاکستان په دغه سازش کې تر يوه حده امريکايان او خصوصًا خليلزاد هم شريکان دي، ځکه چې امريکايان فکر کوي که طالبان د تړون او يا هم بين الافغاني تفاهم د پروسې له لارې صحنې ته داخل شي نو موقف به يې حاکمانه او خورا پياوړی وي چې دا به په افغانستان او سيمه کې د بنسټ پالنې د خپرېدو سبب شي چې دا څه هم امريکا ته او هم پاکستان ته تاواني دي.

پر همدې بناء دواړه هڅه کوي چې د اسلامي امارت د هستې د شيندلو له لارې هغوي له افغان حکومت سره په يوه کمزوره موقف کې نېغ په نېغه خبرو ته کېنوي او په يوه ناچيزه معامله يې راضي کړي.

تر بدو بدتره يې لا دا چې د امارت د تقسيم او انشعاب په دغه لوبه کې اميرخان متقي د آی ايس آي له لورې لوبيږي او زموږ مخلص خو ساده مشران ورباندې پوهيږي هم نه.

لنډه دا چې جنرال فيض له دغو مشرانو وغوښتل چې د صدر ابراهيم او ګل اغا ساکزي په شمول په هېلمند کې مېشت نظامي مسئولين اسلام اباد ته حاضر کړي تر څو دنيا ته دا تأثر ورکړل شي چې طالبان که ملکي دي که نظامي څنګ په څنګ سره ولاړ دي.

دغه کسان کوټې ته په فوکر کې راوړل شول. دوه ورځې وروسته په څرخکه کې لومړی ګردي ځنګل او له هغه ځايه برامچې ته انتقال کړای شول. له برامچې نه د طالبانو په موټرانو کې سنګين ته يوړل شول. هلته يې له صدر صاحب او ګل آغا ساکزي سره اوږده مجلسونه وشول او ضمنا يې د جنرال فيض دا پيغام هم ورته ورساوه چې دوی پاکستان ته سفر وکړي،خو صدر صاحب احساساتي شو او مشرانو ته يې وويل چې که تاسې زموږ پر ځای شئ، پاکستان مو محبوب مشر پر امريکايانو خرڅ کړي او هغه يې په اور کې وسوځوي ستاسې دريځ به څه وي؟ ]]

شننه :

د ښاغلي مفتي په خبرو کې ساده توب هم له ورايه ښکاري چې دوی څنګه په اسانه تېر ايستل شوي چې نظام ته دومره ساده ګوري او دومره په اسانه يې د لاندې کولو او يا د خپل قوي موقف خوبونه ويني، خو له دې جوتيږي چې څنګه يې د وړندو چرګانو په شان د جوارو د دانې په ټولولو په خبرو راوستل او اوس له امارت پرته په بل څه نه د لاسا کيږي.

په پتاسو دې اموخته کړم

اوس د جوارو پولۍ خوند نه راکوينه

زموږ مفتي صاحب بايد په دې پوه شي چې نظام او حکومت يوې ادارې ته راټيټول ((افغان اداره)) دا ستاسې ابتکار نه، بلکې د بل چا ابتکار دی او افغان حکومت، ولس او نړيواله ټولنه او خپله هماغه خلک پرې هم پوهيږي چې چا ورته دا ډول ذهنيت ورکړی.

مفتي صاحب او ډله ټپله يې کولی شي چې اړوند په يوه ديني مساله کې وضاحت ورکړي، خو په سياست کې بيا ډېر شا ته دي. د چا خبره دوی لا تراوسه واړه ماشومان ((تيخوره ماشومان)) دي او لا تراوسه د نورو تويونه روي نه د خپلې مور. په نورو ټکو دوی لا تراوسه د خپل هېواد له ملي – اسلامي منافعو سره اشنا نه دي يا په نورو روښانه ټکو دوی لا تراوسه د خپل ګران هېواد له ملي، سيمه ييز او نړيوال سياست سره اشنا نه دي. دوی خپل هېواد ته د نورو له سترګيو ګوري چې موږ ته په زړونو کې خيرن او هر يو مو پخپلو مثلثونو کې ويني، لکه چې زموږ د ګاوڼديو هېوادونو ډېرو لوړپوړو چارواکيو خپلې څرګندونې د چاپي اثارو او رسنيو له ليارې کړي او تاريخ ته سپارل شوي دي.

مفتي صاحب د افغانستان ستونزه ډېره اسانه د رياست له سترګيو (عينکو) حساب کړې وه نه د خپل هېواد له سترګيو (عينکو)، نو ځکه له يو لړ ستونزو او ناهيليو سره مخ شول. تېر ته په کتو زموږ يو جهادي مفسر مشر هم همداسې د ده په شان د ګاونډي رياست په اوږو سپور وو چې له ځان ورياست پرته يې بل هېڅ نه ليدل او رياست همداسې د کاکا صاحب چشماټو ته هم وراچولې او يو وخت يې ويلي وو :

((موږ به د اسلام بيرغ په کريملين ورپوو))، خو د روسانو په سترګو برګولو سره يې له رياسته غول ووتل او سملاسي له خپلې خبرې تېر شو چې بيا د هغه وخت د څارګرې ادارې مشر جنرال ح ګ ويلي وو او دعوه يې کوله چې ((زموږ سرحد د آمو سيند دی)). د حامد مرکه له مشاهد حسين سره همدې ټکي ته اشاره کړې ده او غلام اسحق خو لا د پينځمې صوبې لپاره د بوديجې په غم کې وو.

زموږ مفتي صاحب ته به پته نه وي چې يو وخت د افغانستان د حکومت مشرتابه ډاکټر نجيب الله د حاجي سهرګل په نوم يو څوک جهادي مفسر مشر ته رالېږلی وو او وړانديز يې ورته کړی وو چې که له حکومت سره سوله وکړي، خو دا چې هغه په عمر پوخ، خو په عقل يا سياسي تجربه کې لا هماغسې د نصرالله بابر په خبره ((هلک)) وو، نو د خپل هلکتوب له مخې يې د راز خبره رياست سره شريکه کړې وه او هغوی منکر کړی وو او ورته يې ويلي وو چې اوس روسان وځي او حکومت نه پاييږي، نو ده ورته بيا په سبا ويلي وو : ((موږ له چا سره سوله نه کوو او په زوره يې نيسو))، خو نن هغه نشته، خو دی د يو مصلحت له ليارې کابل ته راوستل شو او هغه دا چې نور رياست ته مطرح نه وو.

د وخت ولسمشر ډاکټر نجيب الله ورته ويلي وو ((زه لا ژوندی يم، نو کابل ته دې راوستلی (دننه کولی) شم، خو که زه نه يم تا بيا څوک کابل ته نه راپرېږدي او هماغسې وشول)). موږ ټول هغه وخت د هغه په مخالفت کې وو. ان تر دې چې قطب الدين هلال لا ژوندی دی او مفتي صاحب ترې پوښتلی شي چې رباني ورته ويلي وو:

دا پلانی …. ولې په کابل راکټونه راولي؟ هغه (هلال) ورته ويلي وو ((نه پوهېږم چې ولې يې راولي؟)) هغه نو ته او هغه پوهېږئ، نو هغه (رباني) ورته ويلي وو چې ((بس زه ورته يوه مرغانچه په کابل کې نه ورکوم))، نو هغه (هلال) ورته ويلي وو ((بس همدغه وجه ده چې ته ورته مرغانچه مه ورکوه او هغه به دې همداسې ډزوي)).

نن هغه (رباني) نشته او مخالف سيال يې که د نجيب په خولې (بلنه) ولاړ نه شو، نو د بل تربور په خولې (بلنه) يعنې د غني په بلنه کابل ته راننوت چې همدا يې ښه پرده وه. نو زما مفتي ګله، تا او ډله دې د جهادي مشر حکمتيار پورې د سياست خام چرګوړي ياست. هغو د يو سياسي شعور يا په بله مانا د يو شعوري مکتب يا جريان څښتنان ول او تاسې خو د هغه او ډلې په شان يې د شعوري مکتب څښتنان نه ياست، بلکې يو خود جوشه حرکت ياست چې د صوات د صوفي محمد غوندې د رياست په زور د فارمي چرګوړو په شان د پېچکاريو په زور يې رالوی او بيرته يې ژر پوفنا (کالعدم) کړ چې د رياست د هغه وخت واکمن نظامي مشر پروېز مشرف له پښو وغورځولو او له صحنې يې وويست چې بيا يې زوم مولانا فضل الله رامينځته، خو هغه يې هم ختم کړ. تاسې خو د مولانا سميع الحق څانګه هم وګورئ چې څنګه يې خپ وجپ کړه؟

نو زما مفتي ګله سياست ډېر پېچلی او ژور دی او دا به زموږ د ديني مدرسو له توانه پورته وي چې د رياست په موخو پوه شو، نو تاسې د خپل قوي موقف خوبونه پرېږدئ او له منطق، عقل سليم او استدلاله کار واخلئ چې تاسې څومر سياسي تومنه لرئ؟ ايا تاسې کله هم له ځانه پوښتلي چې ستاسې سياسي تومنه څومره ده؟ البته دا سمه ده چې تاسې لا تراوسه د نورو په اوږو سپاره ياست او عيني واقعيت لا نه شئ درک کولای. دا هغه وخت کيږي چې تاسې نور چا په ملي، سيمه ييز او نړيوال مارکېټ کې ورته په ګټه کې ياست. خدای مه کړه که يوځل مو خپل ارزښت له لاسه ورکړ، نو د صوات د مولانا صوفي محمد غوندې د تحريک غوندې ((نفاذ شريعت)) او يا د مولانا سميع الحق د څانګې ((جميعت علمای اسلام)) په څېر تريتم او له هر اړخيز ارزښت او ګټې وټې ووځئ، نو بيا به مو د ګني د ګنډېرۍ په شان چې اوبه يې درنه وڅښلې، نو تش کالبوت به مو ايسته وغورځوي چې بيا به په ولس کې هېڅ ځای نه لرئ، نو ايا ښه به دا نه وي چې د خپل توان وحجم يا په بله مانا د وزن او ظرفيت له مخې ولسمشر سره سولې ته غاړه کښېږدئ. د اوبو زږ ته ورته ياست چې له څپې وروسته ډېر ژر وچ او ورک شي.

دا به هلته درته پته ولګيږي چې يوځل تاسې د نورو له اوږو راکښته، حکومت او ولس ته رادننه شئ، نو بيا به درته د خپل حجم، وزن او ظرفيت پته ولګيږي. تراوسه خو لا د رياست د جنرالانو يعنې د باجوه او فيض په اوږو سپاست، نو ځکه تاسې خپل وزن وظرفيت نه شئ درک کولی او خليلزاد خو مکلف دی چې هغوی له ګرېوانه راونيسي. هغوی لا تراوسه په دې قانع شوي چې تاسې افغان حکومت سره خبرو ته پرېږدي. دا ځکه چې د هغوی موخې لا نه دي ترلاسه شوي. که د الحاق و د ادغام خوب رښتينی نه شي، نو لږ تر لږه چې تاسې خو په راتلونکې کې په حکومت کې د خپل ځان په ګټه يوځلې تضمين کړي او ورسره نورې اقتصادي ګټې يې هم ترلاسه شي چې هغه ښه بونس ترلاسه کړي او هم يې درانه سودي پورونه سپک او افغانستان په يو شکل د اشکالو تر خپل نفوذ لاندې وساتي. کنه، نو دا جنګ نه خلاصيږي او همداسې به دوام لري.

شمسي په بلوچستان کې

شهباز د سند په جيکوب اباد کې

The Bureau’s well-placed source revealed that the US military will continue to have access to at least five military bases in Pakistan.

These include:

  • Shahbaz/Jacobabad– original location for US drones inside Pakistan. Armed CIA drones may still operate from here.
  • Chaklala– a Pakistan Air Force base near Islamabad with a permanent US military presence. The base handles US logistics and other movements. Around 300 troops were based there during Pakistan’s 2005 floods, for example
  • Quetta – A Pakistan Air Force base which previously featured heavily in US logistical operations. Although there is now no permanent US presence, the Pentagon is able to make use of the base ‘as and when’
  • Tarbela– This Pakistan Special Forces base, between Rawalpindi and Peshawr, is described by the source as ‘just a big helipad, really.’ US Chinook helicopters have been stationed here, for example during the 2010 floods
  • Peshawar – a Pakistan Air Force base, the site handles logistics. On occasion US troops have landed transited from here to other locations

=-=-=-=

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

Did the US support the Taliban?

Ahmed Rashid states that the US indirectly supported the Taliban through its ally in Pakistan between 1994 and 1996 because Washington viewed the Taliban as anti-Iranian, anti-Shia and pro-Western.

زموږ پيراغا او انډيوالان يې افغان ولسمشر له کفارو سره په انډيوالۍ وملګرتيا کافر بولي، خو خپله هم ورسره ښکېل دی. ده ته هر څه روا، خو نورو ته ناروا دي. نوموړي دا حنفي فقه چېرته لوستې ده؟ داسې يو لاسوند دې په قرآن وحديث او حنفي فقه کې راوړاندې کړي چې ده ته روا او نورو ته ناروا وي؟ دی خپله پخوانۍ او اوسنۍ يارانۍ څنګه توجيه کوي؟ دا د يهودو او نصاراو په ملګرتيا کې ولې دی نه راځي چې نور راځي؟ ښاغلي مفتي ثاقب افغان خو يې نورې سوړې هم راڅپړلې دي.

نو پيراغا دې دېته هم وګوري چې د احمد رشيد غوندې يو نوموتی ژورناليست دا مني چې امريکا په نويمو کې تاسې تغذيه کولئ، نو هلته مو ولې دېته پام نه وو او د يهودو او نصاراو په روزۍ مو د څارويو په شان شخوند وهلو؟ پيراغا دې ما ته اوس د قران وحديث او د حنفي فقهې په رڼا کې دا ثابته کړي چې دا د امريکا يا د ده په ټکو د يهودو او نصاراو روزي دوی ته روا او نورو ته ناروا ده؟ دا استثنی ده د حنفي فقهې په کوم کتاب کې روا ده؟ دا د کافر حکم ده ته دومره اسانه ده چې پر نورو يې کوي؟ خپله د چا په روزۍ شخوند وهي او د چا په روزۍ تغذيه کيږي او حکم د کفر د چا په روزۍ په نورو خلکو کوي؟ ده دا حنفي فقهه چېرته لوستې ده؟ دا استاذان يې څوک دي؟ کوم کتابونه يې لوستي؟

ملا فاضل مظلوم ولې د دوحې دويمه ژمنه ماته کړه؟ ژمنه خو ژمنه ده ولو که د غيرمسلم سره هم وشي، خو ودرېدل او پايېدل (وفا) پرې د مسلمان مکلفيت دی. اوس ولې له دوحې په رارسېدو کوټې ته يې خپله ژمنه ماته او د مخالفت لاره ونيوله؟ هر يو يې ځان ملا هم بولې، خو بيا پر ژمنه وفا ورته هېڅ ارزښت نه لري، نو داسې بې اعتباره خلک په دوستۍ کله ارزي؟ نوموړي خو له امريکايانو سره د قطر په ضمانت ژمنه کړې وه، نو اوس به هغوی ته څه ځواب وايی؟ او که څه پټه خبره وي، نو بايد له ولس سره يې شريکه کړي چې پوه شي چې بيا خو به د کوم لوري نه پرې فشار نه وي راغلی چې هغه د فشار لوری يې روښانه شي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

د ملا عمر زوی نوې اضافي دنده او اثرات يې / مولوي مفتي ثاقب افغان

https://www.taand.com/archives/149509

http://www.dawatmedia24.com/%d9%85%d9%82%d8%a7%d9%84%db%90/%d8%af-%d9%85%d9%84%d8%a7%d8%b9%d9%85%d8%b1-%d8%b2%d9%88%db%8c-%d9%86%d9%88%db%8c-%d8%a7%d8%b6%d8%a7%d9%81%d9%8a-%d8%af%d9%86%d8%af%d9%87-%d8%a7%d9%88-%d8%a7%d8%ab%d8%b1%d8%a7%d8%aa-%db%8c%db%90/

خليلزاد او باجوه په افغانستان کې د تشدد پر کمېدا خبرې وکړې

https://www.taand.com/archives/149535

اميرخان متقي : منتقدين دې پر موږ د پاکستان په ګټه يو څه ثابت کړي

https://www.youtube.com/watch?v=E1mJRx1kswI

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply