د بلخ د پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت بېرته خپل فعالیت پیل کړ

0 702

د بلخ ولایت د پنبې دانې او نباتي غوړیو شرکت د غويي میاشتې په ۲۴ مه نېته پرانیستل شو او بیا یې خپل فعالیت پیل وکړ.

د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال چې د دې شرکت د بیا فعالېدو پرانیستې لپاره بلخ ولایت ته تللی و ویلي، د بلخ ولایت پنبې دانې او نباتي غوړیو د شرکت فعالیت پیل ځان بسیاینې او د کورنیو تولیداتو ودې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت د هڅو یوه برخه ده.

د هغه په خبره،” یاد شرکت په ۲۴ ساعتونو کې د ۸ ټنه غوړیو تولیدولو وړتیا لري، په هغه صورت کې چې د بازار غوښتنه لوړه وي او په کافي اندازه خام مواد موجود وي، موږ کولی شو، چې د یاد شرکت د تولید وړتیا له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ټنو پوري په ۲۴ ساعتونو کې لوړه کړو.”

 ښاغلی ارغندیوال زیاته کړې، چې مالیه وزارت د ټولو دولتي تصدیو او شرکتونو د فعالولو لپاره پلان لري او ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکې کې د کندوز ولایت سپین زر شرکت په شپه او ورځ کې د ۱۰ ټنه نباتي غوړیو او د ګلبهار نساجي شرکت فابریکه په یوه کال کې د ۵۰۰ زره جوړو په ګنډلو سره په راتلونکي یوه کال کې په کار پیل وکړي.

بلخوا دې مراسمو کې د ازبیکستان جمهوریت سفیر یادګار خواجه شادمانوف ویلي:” خوشحاله یم چې افغانستان نن د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې ستر ګام پورته کړ.”

 نوموړي زیاته کړه، چې دې هیواد ته ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په مهال له هوکړې سره سم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو د ازبکستان جمهوریت د دې شرکت د فعالولو په برخه کې تخنیکي همکارۍ ترسره شوې دي”

په همدې حال کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مرستیال ښاغلي حشمت الله وویل، چې موږ د کورنیو کرنیزو تولیداتو ودې او زیاتېدو ته ژمن یو او خوشحاله یم چې له کرنیزو محصولات په یاد شرکت کې ګټه اخیستل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply