ارګ وایې طالبان د سولې بهیر پروړاندې اصلي خنډ دي

0 486

د افغانستان ولسمشري وایي طالبان د سولې بهیر اصلي خنډ او د تاوتریخوالي د دوام لامل دي.

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په ټویټر لیکلي :” د افغانستان د ملت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په اند د سولې د بهیر اصلي خنډ او د تاوتریخوالي د دوام اصلي لامل طالبان دي. طالبانو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې د اوربند او دولت سره د خبرو د پیلولو غوښتنه ونه منله”.

صدیقي لیکي د افغانستان دولت هیڅکله د سولې له بهیر څخه نه دی په شاه شوی، بلکې په هیواد کې یوې تلپاتې سولې ته ژمن دی او اساسي ګامونه یې هم اخیستي دي.

 هغه وایي  حکومت د سولې نیت لري او هیڅوک دې په دې شک نه کوي، خو جګړه طالبانو انتخاب کړې او د هیواد امنیتي ځواکونه هم د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب په موخه هیڅ راز هڅې نه سپموي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply