د تېرې سې شنبې په ورځ درې وسلوال سړي په کابل کې یوه زېږنتون ته چې د بې پولې ډاکټرانو لخوا اداره کېږي ورننوتل. دهلیز ته له رسېدو سره سم په هره کوټه ګرځېدل او هلته يې پر شته نرسانو، میندو او نوزیږو ماشومانو ډزې کولې. لږترلږه ۱۶ تنه يې ووژل. افغانان سخت ترهېدلي وو او په همدې منځ کې يې لیدل چې د دوی امنیتي ځواکونه خلک د پېښې له ځایه ژغوري؛ او سرتېري له روغتونه رواځي، په لاسونو کې يې په په وینو لړلو کمپلو کې نوزېږي ماشومان نیولي دي او امبولانسونو ته په تمه دي.

هغه مهال چې په کلینیک کې قیامت روان وو، یوه ځانمرګي بریدګر د جنازې په مراسمو کې ځان والوزاره. دا جنازه ۱۶۰ کیلومټره لرې د ننګرهار په ولایت کې روانه وه. په سلګونه روژه په خوله ویرجن خلک او کورنۍ د جنازې په مراسمو کې راټول شوي وو چې د ځانمرګي لخوا برید پرې وشو او لږترلږه ۲۴ تنه يې پکې ووژل.

د امریکا ملي دولتي راډیو وايي چې تر اوسه هېچا د برید پړه په غاړه اخیستې نه ده، طالبانو په دواړو پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.

دغه په افغانستان کې د مرګ او ژوند حال دی. زموږ خلک هره ورځ په نښه کېږي او وژل کېږي. له زانګو تر لحده په غم ککړ یو. د نن په شان تاوتریخوالی او بېرحمي چې ټول ټویټر يې نیولی او ټوله نړۍ يې ګوري، موږ هره ورځ ورسره مخ یو.

افغان مېرمنې د دغه حالت د پای ته رسېدو غوښتونکې دي.

د کله نه چې امریکا له طالبانو سره د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې د سولې مذاکرات پیل کړل، موږ افغان مېرمنو چې په کور د ننه او کډوالۍ کې یو د خپل خوندیتوب او حقونو د غوښتلو لپاره لاریونونه وکړل، لاسلیکونه مو راټول کړل او کمپاینونه مو وکړل.

په ځواب کې يې موږ ته رهبرانو، سیاسي مبصرینو او چارواکو وویل چې تاسو په خیالي نړۍ کې ژوند کوئ. موږ ته وویل شول چې تاسو ډېر غالمغال کوئ، ډېرې غوښتنې لرئ او په هېواد کې د سولې په لاره کې یو خنډ یئ. موږ ته وویل شول هغو سړیو ته په تمه او غوږ ونیسو چې له خپلو خوندي ماڼیو او دفترونو څخه سولې ته د رسېدو د پېچلتیایوو په اړه بیانیې ورکوي. موږ ته وویل شول چې طالبان د سولې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دي او دوی به د ترهګرۍ ضد جګړې پر وړاندې اغېزمن شریکان وي.

موږ خو داسې غوښتنې نه درلودې چې دا ډول ځواب راکړل شوی وای. موږ خو یواځې دومره غوښتنه لرو چې کارځای ته خوندي لاړې شو او دا وېره راسره نه وي چې آیا کور ته به بېرته روغې راستنې شو که نه. موږ خو یواځې دومره غوښتنه لرو چې په جوماتونو کې له خپلو ماشومانو او کورنیو سره لمونځ وکړلای شو او د وژل کېدو ډار راسره نه وي. موږ خو یواځې د تګ راتګ اساسي آزادی او خپلو میندو، خویندو او ملګرو ته د درناوي او خوندیتابه د مجال غوښتنه کوو.

غواړو چې زموږ ماشومان او نوزېږي کوچنیان په بسترو، په ښوونځیو او زېږنتونونو کې ونه وژل شي. زموږ ماشومان په تاوتریخوالي کې زېږي او په تاوتریخوالي کې مري.

آیا موږ ډېر څه غواړو؟

د وروستیو ورځو ځناورتوب، ظلم او وحشت، او وژنې دا په ډاګه کوي چې د سولې اوسنۍ پروسه یوه خندوونکې لوبه ده. د امریکا او طالبانو تر منځ په هغه تړون کې چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه لاسلیک شو، تمه کېده چې د افغانانو پر وړاندې به ورځنی تاوتریخوالی راکمېږي.

د دې تړون سربېره، طالبانو جګړه ونه دروله. د دغو وروستیو بریدونو د ترسره کوونکو د هویت په پام کې نیولو پرته، دا همدغه د طالبانو تاوتریخوالی، شبکې او ملاتړي دي چې د داسې تاوتریخوالو لپاره يې لاره برابره کړې ده.

دوی پر سرتېرو او ولسي وګړو خپل بریدونه یوشانته ډېر کړي دي او هره ورځ افغانان وژني. دوی په ځلونو د بشردوستانه اوربند لپاره غږ ته لبیک ونه وایه، آن د کروناوایروس پر مهال يې هم پر هېواد زړه ونه سوځېد. د طالبانو جرمي شبکې، مالي ملاتړي او هغه خلک چې د دوی له تاوتریخوالي ګټه اخلي، د تاوتریخوالي د داسې یوه فرهنګ د رامنځته کولو او هڅولو عاملین دي چې آن په زانګو کې ماشومان او په بسترو کې د دوی میندې وژني.

د دغه بیرحمه او بې توپیره تاوتریخوالي په غبرګون کې د افغان ولس درد او غصه د سولې پر وړاندې خنډ نه ده. د سولې پر وړاندې رښتونی خنډ همدغه تاوتریخوالی او د هغوی عاملین دي.

نن یوځل بیا د نړۍ پر حکومتونو او بنسټونو چې زور او ځواک لري – لکه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګیتریش، د اروپايي اتحادیې د دولتونو په مشرانو، ناټو او ولسمشر ټرمپ – غږ کوو چې اجازه ورنکړي د افغان ولس ژوندونه د مذاکراتو پر مېز د پیاده (شطرنج لوبه) په شکل وکارول شي. د ځانښودنې او ریا وخت نور تېر دی. موږ په کلکه غوښتنه کوو چې سره یوځای شئ او په افغانستان کې د سملاسي اوربند لپاره د خپل ټول توان څخه کار واخلئ.

موږ ته دا مه وایئ چې د فبرورۍ دغه مرګونې روغه جوړه د سولې لار ده. پرته له امنیته، ځواب ورکوونې او عدالته سوله شتون نشي درلودای. موږ باید په ګډه خپل غږ پورته کړو او هغه نړۍ ونه منو چې میندې او نوزیږي ماشومان پکې په نښه کېږي. موږ همدا اوس اوربند غواړو.

—————————————————————————-

ماري اکرمي د ښځو د حقونو ګټندویه او د افغان ښځو شبکې مشره ده.

وږمه فروغ، د ښځو او سولې څېړنو سازمان بنسټګره ده او د ټولنې پر بنسټ سولې جوړولو په برخه کې کار کوي. فروغ په ۲۰۰۹م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورې ښځې نړیواله جایزه هم ګټلې ده.

محبوبه سراج د افغان ښځو د مهارتونو د ودې مرکز اجرایوي مشره ده. دا په کابل کې د ښځو او جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي له قربانیانو سره کار کوي.

یادښت: افغان لیکوالې، ګټندویې او د بشري حقونو کمپاینرې، سحر حلیمزۍ هم د دې لیکنې په چمتولو کې مرسته کړې ده.

لیکوالانې:     ماري اکرمي، وږمه فروغ، محبوبه سراج

ژباړه:                 شاکر حلیم

سرچینه:               د امریکا ملي دولتي راډیو (NPR)