په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دا د تیرو ناکامو تجربو تکرار بللی دی.

سهیل شاهین په ټویټر لیکلي : په کابل کې چې څه روان دي د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار ده.

هغه لیکلي: افغان جهتونه باید د ستونزې اصلی حل ته متوجه شي، د افغانستان د ستونزي حل د دوحې د تړون په عملي کیدو کې ایښی.

د طالبانو دغه ویاند ویلي د خنډونو له جوړولو باید ډډه وشي او ژر تر ژره باید د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه او بین الافغاني مذاکرات پيل شي.