له افغانستان څخه نېدرلېنډ او له هغه ځایه انګلستان ته کډواله شوې سېک کورنۍ وایي، د زوی فوق العاده وړتیا یې نړۍ حیرانه کړې ده.
د سېنګ مارتا پر دې بریا د Asia Samachar ورځپاڼې له لوري په جوړ شوي راپور کې راغلي، په افغانستان کې دې لږه کیو ته د ورپېښو ګواښونو باوجود سېکان په افغان ټولنه کې ځانګړی مقام لري او د نړۍ په هر ګوټ کې د افغان سېکانو بریا ټول افغانان خپله بریا بولي.
دې رسنۍ د مارتا پر ژوند په جوړ شوي دې راپور کې د (له برګر پلورلو تر هاروډ ـ د یو افغان سېک کډوال کیسه) تر عنوان لاندې لیکي، سره له دې چې د هغه کورنۍ هغه مهال له افغانستان څخه کډواله شوې چې مارتا لا یو کلن و، خو لا یې هم له افغانستان سره اړیکې نه دي پرې شوي او په زړه کې یې له افغانستان سره مینه شته.
له هاروډ پوهنتون څخه تر فراغت وروسته اونت سېنګ مارتا پخپل فېسبوک ولیکل: «زما کورنۍ هغه مهال چې زه لا یو کلن وم افغانستان پرېښود، موږ په نیدرلېنډ کې په کډوالۍ کې ژوند کاوه او وروسته له هغه له یوه هېواد څخه بل او له بل څخه بل هېواد ته ولاړو، په همدې اساس زموږ د کورنۍ ماشومانو ته هغسې چې په کار وه د زده کړو زمینه برابره نشوه.
د کورنۍ لپاره د روزي ګټلو په موخه ما په یوه وخت درې دندې ترسره کولې؛ د نورو خلکو کالي وینځل، برګر پلورل او د خلکو کورونه پاکول.
زه یو سېک یم، زه یو افغان یم. زه یو کډوال یم، زه د لومړي نسل یو زده کوونکی یم.
او نن زه له هاروډ پوهنتون څخه فارغ شوم.»
د افغان سېک دې بریا ته وروسته له هغه پام ورواښت چې په افغانستان کې د ترهګرو وسله والو له لوري په یوه برید کې سېکان په نښه شول او ۲۶ کسان په کې ووژل شول، خو له دې لږه کیو سره د نورو افغانانو خواخوږۍ په افغان ټولنه کې د سېکانو رول برجسته کړ او د اونت په څېر د سېک ځوانانو وړتیاوو ته د نړیوالو مطبوعاتو پام ور واوښت.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320