تر سولې وروسته څه کیږی؟

لیکوال: سید عبدالله پاچا

0 630

له دې طالبان هم منکر نه دي چې داسې سخت دریځي وسله وال پکې شته چې هیڅکله نه غواړي د سولې خبرې بریالۍ شي، دا ډله یواځې په فتحه او وحشت باور لري او هیڅکله حاضر نه دي چې له اوسني دولت سره سوله وکړي او جمهوریت دوام پيدا کړي.

اوس چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه شوې او ټاکل شوې یا تمه شته چې افغان دولت سره هم یوې پایلې ته ورسیږي، د طالبانو د وسله والو ډلو ترمنځ ګونګوسۍ په زیاتیدو دي.

د طالبانو اکثره جنګي ډلې نه له امریکا سره په هوکړه راضي دي او نه له افغان دولت سره په خبرو کولو راضي دي.

دا ډلې یواځې غواړي چې واک په زور ترلاسه کړي او خپل پخوانی نظام بیا رامنځ ته کړي چې د اسلام اباد حکمونه او فرمانونه کابل کې وچلیږي.

اوس چې د طالبانو ځینې مشران غواړي جګړه د سولې په خبرو او مذاکراتو باندې پای ته ورسوي، ځینې جنګي ډلو له داعش وسله والو سره غوږ جنګولی چې ورسره یو ځای شي او د جګړې یو نوی صف رامنځ ته کړي.

هسې هم د داعش اوسنی جوړښت د طالبانو د وسله والو دی، د داعش ۹۰ سلنه جنګیالي د طالبانو له لیکو جلا شوي دي، اوس چې د سولې خبرې کیږي او جګړه پای ته رسیږي، پاتې جنګي ډلې هم په دې فکر دي چې څنګه له داعش ډلې سره یو ځای شي.

تازه داعش ډلې د خراسان ولایت لپاره نوی خلیفه ابي ابراهیم القریشي ټاکلی او د بغداد او سوريي مشران یا خلیفه ګان یې مرتدین یاد کړي دي.

دا د داعش د یو نوي تشکیل او جوړښت پيل دی چې کولی شي طالبان پکې په اسانۍ سره جذب کړي، له همدې کبله اندیښنه شته چې د طالبانو سخت دریځې ډلې به د داعش لیکو ته لاړ شي.

افغان دولت او ځینې هېوادونه هم دا اندیښنه لري چې نباید یواځې د طالبانو سیاسي مشران سوله وکړي، سوله باید سرتاسري وي او د جګړې د بس لامل شي، که د سولې سربیره بیا هم جګړه دوام پيدا کوي، دا هیڅ مانا نه لري.

د طالبانو جنګي ډلو مشران او وسله وال اکثریت په عوایدو او نشه يي توکو قاچاق باندې مصروف دي او هیڅکله نه غواړي چې د سولې برنامه کې یې ګټې له ګواښ سره شي او له منځه لاړې شي.

د طالبانو د جنګي ډلو تمرکز ځکه په جګړه دی چې جګړه د دوی لپاره د عوایدو ښه لار ده، انسان تښتونه، نشه يي توکو قاچاق، د دولتي ځمکو عواید، ګمرکات او له بهرنیو افغان دښمنه هېوادونو څخه مرستې ترلاسه کولو یې ژوند ور جوړ کړی.

طالبانو جنګي ډلې نه غواړي چې جګړه ختمه شي، که جګړه ختمه شي، دا ډلې په هیڅ ځای کې په درد نه خوري، نه یې څوک څوکیدار نیسي او نه په کوم بل څه پوهیږي، نو دا ډلې نه شي کولی د دولت په چوکاټ یا نظامي ځواک کې معیین معاش باندې ګوزاره وکړي.

نو که طالبان د خپلو وسله والو ډلو او قومندانانو تضمین نه شي کولی چې حتما به د سولې لپاره یو ځای کیږي، دا سوله هیڅ افغان نه منی، سوله چې افغانان یې په هر قیمت غواړي د جګړې د پای لپاره یې غواړي، که جګړه دوام پيدا کوي، بیا ولې طالب مشرانو ته امتیازات ورکول شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply