د ډاکتر نجیب مېرمن: تر قبر جوړېدو مخکې دې د ډاکټر نجیب د وژلو لامل معلوم شي

0 1,938

د ډاکتر نجیب مېرمن فتانه نجیب په یوه غږیز پیغام کې په لومړي ځل د خپل خاوند او د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب د وژنې د قضیې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

په دې پیغام کې نوموړې غوښتنه کړې چې د هغه د مقبرې تر جوړولو وړاندې باید د هغه د وژنې په اړه پلټنې وشي: «پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب د ملګرو ملتونو په دفتر کې سیاسي پناه اخیستې وه او وژنه یې توجیه کېدونکې نه ده، خو څه ډول دا قضیه رامنځته شوه؟ د هغه د مزار تر جوړولو وړاندې باید دغه قضیه وڅېړل شي او په اړه یې حقایق له ولس سره شریک شي

فتانه نجیب په دې ویډیویي پیغام کې د ډاکتر نجیب هغه وینا د ثبوت په ډول راوړې، چې  ولس او هېواد ته د هغه د رښتینو خدمتونو په بدل کې به راتلونکی ولس یوه ورځ د هغه په مزار یا د هېواد د یو ورک سرتېري په توګه هغه ته د ګلونو ګېډۍ ډالۍ کړي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه د طالبانو له لوري د ډاکتر نجیب تر اېستل کېدو او وژلو ۲۴ کاله تېرېږي، خو لا تر اوسه هم دغه قضیه همداسې غلې پاتې ده.

په دې وروستیو کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ډاکتر نجیب الله قبر ته ورغی او د هغه په قبر یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده، چې د ګڼو هېوادوالو له لوري د هغه دغه عمل وستایل شو او د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو په لومړي ځل د یو لوړپوړي افغان چارواکي له لوري د هغه د دې عمل مننه وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply