وروسته له هغه چې په پښتونخوا کې پي ټي ايم پراخې ريښې وغځولې او د پاکستاني استخباراتو ګڼې پروژې او برنامې يې خنثی کړې، اوس ای ايس ای پروګرام پيل کړی چې په پښتونخوا او وزيرستان کې يو شمېر پښتانه نفوذي کسان رامخ ته کړي او د پي ټي ايم مخه پرې ونیسي.

شاهد افریدی د پښتنو د قاتل راو انور سره

پرون له يوې خوا په واڼه کې طالبانو ته د وزيرستان د سپارلو لپاره پاکستاني ځواکونو جرګه رابللې وه او له بلې خوا يې د پاکستان د کرکټ لوبغاړی او پاکستاني استخباراتو سره د نږدې اړيکو لرونکې کورنۍ غړی شاهد افريدي قلعه سيف الله ته چې د اکثريت پښتنو د اوسېدو سيمه ده بوتللی و او هلته يې پښتنو ته د راشن يا خوراکي توکو د وېش پروګرام پيل کړ، خو په وزيرستان کې خبريال اسمعيل داوړ وايي:« په شاهد افريدي د پوځ مستقيمه پانګونه روانه ده او د هغوی په بدرګه قلعه سيف الله ته راغلی و

خو نوموړی وايي، په دې پروګرام کې ګډوډي رامنځته شوه او ډېری خلکو د پوځ خلاف شعارونه ورکړل او ويل يې، موږ د خوراکي توکو پر ځای امنيت غواړو او دغه مرستې د نورو اهدافو لپاره کېږي.

د غونډې يو ګډونوال ترين خان کاکړ خبريال اسمعيل داوړ ته ويلي: «موږ پوهېږو چې رياست په قلعه سيف الله کې څه پروګرامونه لري، خو يوه خبره په ډاډ کوو چې قلعه سيف الله د خان زمان کاکړ په شان د مبارزينو سيمه ده او دلته د پنجاب پروژې نشي بريالۍ کېدای

په دې وروستيو کې شاهد افريدي د پوځيانو په ملتيا په ګڼو برنامو کې راڅرګندېږي او تر کرکټ زيات په سياست کې ښکېل شوی دی.