ولسمشر غني والیانو او د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو ته د یو ځانګړي اقدام له مخې کرونا سره د مبارزې لپاره له ۳۰ تر ۴۰۰میلیون افغانۍ واستولې، خو په ډېری ولایتونو کې د دغو پیسو ایله ۷ سلنه مصرف شوي پاتې ټولې ترۍ تمې دي.
والیانو او د عامې روغتیا رئیسانو ته صلاحیت ورکړل شوی چې له هر ځایه وي کولی شي په دې پیسو تر ۵۰۰ پورې کېټونه، تنفسي دستګاوې، د تجرید مرکزونه او نور واخلي او جوړ کړي، خو تر نمایشي اقداماتو هاخوا هېڅ هم نه دي شوي.
تازه یو شمېر والیانو پروګرام پیل کړی چې کرونا سره د مبارزې لپاره له مامورینو د څو ورځو معاشونه کم کړي، خو په پروسه کې د شفافیت نشتوالي غبرګونونونه راپارولي دي.
په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم حکومت په لومړۍ مرحله کې ۵۰ میلیون افغانۍ ننګرهار او شل شل میلیون افغانۍ لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو ته واستولې. همداراز بلخ او فاریاب ولایتونو ته ۵۰ میلیونه افغانۍ او سمنګان، جوزجان او سرپل ولایتونو ته ۲۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. د مرکزي زون ولایتونو ته هم شل، شل میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په راپورونو کې ویل شوي: پکتیکا، لوګر، اروزګان، بامیان، زابل او دایکنډي هر یو ولایت ته ۳۰ میلیونه افغانۍ او غزني، خوست او پکتیا هر ولایت ته ۶۰ میلیونه افغانۍ او کندهار ولایت ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او استول شوي. بدخشان ته ۱۵۰ میلیونه افغانۍ او کندز، بغلان او تخار هر ولایت ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې دي. یوازینی ولایت هرات دی چې له ایران سره د پولې او کرونا ویروس د ډېر خپرېدو له وجې ورته ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې، خو هلته تر ډېره تمرکز یوازې د سل بستریز روغتون په جوړېدو و او د ورکړل شویو پیسو نیمایي یې ورکې دي.
د معلوماتو پر اساس په پورتنیو ولایتونو سربېره په نورو ولایتونو کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ورکړل شویو پیسو له ډلې څخه ایله ۷ سلنه یې مصرف شوي او نورې یې غلا شوې دي.
د چارو ادارې یوې سرچینې وویل، ولسمشر والیانو او د عامې روغتیا رئیسانو ته صلاحیت ورکړ چې په دغو پیسو کولی شئ له هر ځایه ۵۰۰ کېټونه، تنفسي دستګاوې او نور اړین توکي واخلئ، خو والیان د کېټونو ترلاسه کولو لپاره مرکزي حکومت ته په تمه دي: «هر ځل چې موږ ورسره اړیکه نیسو دوی د مختلفو بهانو له وجې ځان تېر باسي، د تسلیم شویو پیسو شفاف حساب نه ورکوي او اخیستل شوي وسایل هم ان اوه چنده حسابوي، ترڅو لګښتونه لوړ وښیي.»
په داسې حال کې چې والیان او د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسان او د هغوی مرستیالان د دغو پیسو د مصرف صلاحیت لري او د شفافیت په اړه یې ولس ته حساب نشي ورکولی، په دې وروستیو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا صندوق لپاره د مامورینو د څو ورځو د معاش ګرځولو وړاندیزونه او مکتوبونه هم ادارو ته رسېدلي دي.
پر دې سربېره حکومت د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۲۲۰ میلیون ډالره پور اخیستو وړاندې کړی چې مشرانو جرګې هم تائید کړی، خو د لګښتونو د راپور نه ورکولو له وجې خلک انتقاد کوي چې په پور اخیستل شوې پیسې به هم په تور بازار کې مصرف شي او پور به یې د افغانستان پر غاړه پاتې شي. دوی له ولسي جرګې څخه غوښتنه کوي چې د کرونا ضد مبارزې لپاره د حکومت له لوري د استول شویو پیسو په اړه دې له ولایتي مسوولینو سره حساب کتاب وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320