ملي پاڅون ته ترهر وخت ډېره اړتیا ده

سپوږمی پسرلی  

0 1,065

څلویښت کاله کېږي، چې موږ په اور کې سوځېږو او هر ډول حالت مو تجربه کړ،  اداری فساد، نا امنۍ، خیانت، جاسوسي، بده حکومتولۍ، سیاسي بې ثباتۍ، د پردو په اشارو د حکومت کولو څخه نیولی ان تر تجاوز، غربت، مجبوریت، د خپل او پردو ظلم، وحشت، دحشت، د هېواد دننه او بهر زموږ د اتباعو تر بی عزتی  پورې شاهدان یو.

ځمکه، اوبه، هوا، ارزانه بشري قوه، ستراتیژیک موقعیت، سرشاره منابع او کانونه لرو، ولی بیا هم بدبختانه ګاونډیو هېوادونو ته احتیاج یو، زموږ اتباع په سیند لاهو کېږي، په اور کې سوځول کېږي او د پردو د جنګ ښکار کېږي. په کور دننه هم د طالب، داعش، اردو، داکتر، انجنیر، معلم او په نورو القابو وژل کېږو، هره ورځ تر ۲۰۰ تنه افغانان وژل کېږي، څوک یې د پوښتنې نشته.

د دې ناورین ختمولو توان او اراده په اوسني نظام او د نظام په وسلوالو ډلوکې نه ګورم، ځکه خو د قوي ملي پاڅون غږ په ټولو کوم. داسې پاڅون چې د هېواد اصلي او با احساسه بچي د دې خاورې واک په غاړه واخلي او د یو افغان قوي او مقتدر حکومت په جوړولو پورته ناورین ته د پای ټکی کېږدو.

د مقتدر افغانستان او مزدور حکومت څخه د نجات په هېله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply