د ترهګرۍ خلاف یووالي ته اړتیا ده

نوید احمد څرک

0 500

افغانانو دوه لسیزې برابریږي چې د ترهګرۍ قرباني دي او ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې ډيرې قربانۍ ورکړې.

خو دا چې افغانان لا هم په مکمله مانا باندې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه کې یو شوي نه دي، لا هم دا قربانۍ جریان لري.

ترهګر یو ـ یو وژني او له هرې کورنۍ یې قرباني اخیستې، هغوی چې د دې پدیدې قرباني نه دي، داسې ورځ راتلونکې ده چې قرباني ترې واخلي.

که مو له لومړي سره ترهګرۍ ضد مبارزه کې سره لاس ورکړی و، ترهګرو له موږ دومره قرباني نه شوه اخیستلی.

ځینې د ترهګرو له ډاره ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري نه کوله، ځینو به ویل چې ترهګر موږ ته زیان نه رسوي، ځینې له نورو مجبوریتونو، خو یو څه چې اوس ښکاره دي، هغه دا چې ترهګر وچ او لامده نه ګوري، هر ځای چې برابره شوه، له خلکو قرباني اخلي.

دوه لسیزو کې نږدې هره کورنۍ د ترهګرۍ قرباني ده، خو موږ لا هم په تمه یو چې ترهګر به موږ ته څه نه وایي، ترهګر مشخص دښمن نه لري، یواځې غواړي چې خلک ووژل شي او ګډوډي جوړه شي.

تاسو ولیدل چې ترهګرو تیرو کلونو کې په یو او بل نوم باندې د جهاد ترنامه لاندې او د اشغال شعار پرضد جګړه وکړه، خو وروستۍ نتیجه څه شوه، وروستي نتیجه دا ده چې ترهګر د بهرنیانو پروژې وې، ځینو پيسې ترلاسه کولې، او ځینې نور د واک په تمه دي چې راتلونکي کې یو ښه ځای ته ورسیږي.

افغانستان کې په هیچا جهاد روا نه دی، دا علماوو ثابته کړې او تر تاسو به یې هغه فتوا هم رسیدلې وي چې سعودي عربستان، اندونیزیا او کابل کې دیني علماوو د بحثونو په پایله کې صادره کړې.

خو طالب او نورې ترهګرې ډلې بیا هم د افغانانو د وژل کیدو لپاره توجیه لټوي او د وطن ورانیدو لپاره هره ورځ خلک قرباني کوي.

نو د دې لپاره چې موږ او تاسو له دې ناولې پدیدې خلاص شو، یووالي ته اړتیا ده، یواځې یووالي کولی شي موږ له دې بدمرغه جګړې خلاص کړي او ترهګرو ډلو مخ تور کړي چې غواړي تفرقه رامنځ ته کړي.

د ترهګرۍ لومړی هدف دا دی چې د افغانانو تر منځ مذهبي، ژبني، قومي، سمتي او نور ډول نفاق رامنځ ته کړي، که څه هم تراوسه دې هدف ته نه دي رسیدلي، خو هڅې یې لا هم دوام لري.

که موږ هر یو ترهګرۍ ضد مبارزه خپل مسوولیت وبولو، هیڅ ترهګر نه شي کولی چې له موږ قرباني واخلي.

دا زموږ مسوولیت دی، دولت له خلکو جوړ دی او خلک چې دولت سره همکاري و نه کړي، دولت نه شي کولی، هر کور باندې يو پولیس څوکیدار ودروي او هره کوڅه کې پوسته جوړه کړي.

نو لا هم وخت نه دی تېر، راځئ ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړئ، ستاسو هویت پټ ساتل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply