د هلمند اوسېدونکیو د پاکستانیو ځواکونو جوړ شوي تاسیسات ونړول

0 578

د هلمند ولایت اوسېدونکیو د پاکستاني سرتېرو هغه پوځي تاسیسات نړولي دي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې جوړ کړي وو.

هغه ویډیو ګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، ښکاره کوي چې د هلمند ولایت لسګونه اوسېدونکي چې آن د کم عمر هم په کې دي، د پاکستانیو ځواکونو تاسیسات په بېچلو نړوي او سرتېري یې په زوره له سیمې باسي.

ویډیوګانو کې ښکاري چې تاسیسات تازه جوړ شوي دي او پاکستاني ځواکونو غوښتل وړاندې تګ وکړي.

د مالوماتو پر اساس، دغه سیمه چې اوس پکې پاکستانیو ځواکونو تاسیسات جوړ کړي، کلونه د طالبانو تر حاکمیت لاندې وه.

مالومات ښيي، چې یادې سیمې طالبانو پاکستانیو ځواکونو ته ور خوشې کړي، چې تاسیسات په کې جوړ کړي.

د هلمند ولایت سیمه ییزو مسوولینو تر اوسه د دې موضوع په تړاو څه نه دې ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply