طالبان بریدونه کوي، خو مسوولیت نه مني

سیدعبدالله پاچا

0 680

له  خلکو سره اندیښنې دي، که په افغانستان کې د طالبانو د جګړې له کمښت او اوربند سره بیا هم د خلکو قتل عام دوام لري، نو بیا سوله د څه لپاره؟

سوله د جګړې د پای لپاره کیږي او افغانان تیار دي چې په هر قیمت یې ترلاسه کړي، خو که سولې سره جګړه نه ختمیږي، بیا طالب او ډله یې په دوه افغانۍ هم نه ارزي.

طالبان اوسمهال په افغانستان کې د ډيرو کمو بریدونو مسوولیت مني او د زیاتو بریدونو له مسوولیت اخیستو ډډه کوي، بلکې برعکس یې غندي هم، نو که داسې وي چې بریدونه طالبان نه کوي او نورې ډلې شته چې ترهګري او تاوتریخوالی دوام پيدا کوي، نو سوله د څه لپاره؟

د افغانستان د ملي امنیت شورا مالومات ښيي چې ‎طالبانو د کوچني اختر د اوربند او بیا تر هغه وروسته د هیواد په کچه د افغانانو خلاف تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د مالوماتو له مخې، ‎په تېره یوه اوونۍ کې طالبانو په هیواد کې ۲۲۲ ترورستي بریدونه کړي، چې له امله یې ۴۲۲ تنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه شهیدان او ټپیان شوي دي.

په همدې موده کې د طالبانو په بریدونو کې دغه راز ۵۱ واړه او متوسط پلونه او پلچکونه الوځول شوي او ۱۶ سړکونه ویجاړ شوي دي.

دوی د افغانانو خلاف په تاوتریخوالي کې د جوزجان ولایت په دوو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو ایستلو ته اړې کړي او له کورونو یې د مورچلونو په توګه ګټه پورته کوي.

په همدې ترتیب د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو، مخورو، مشرانو او دیني عالمانو هدفي وژني هم جاري ساتل شوي او ټولګټو تاسیساتو ته ضرر رسونې هم دوام پیدا کړی.

دې ته په پام سره معلومه ده، چې طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، د ولسي وګړو ژوند او ملکي تاسیساتو ساتني ته یې اعتنا نه ده کړې او د سولي راتګ ته لازمو عملي اقداماتو کې پاته راغلي.

طالبانو دا تاوتریخوالی په داسي حال کې کړی، چې افغان دولت د دایمي او سرتاسري سولې د راتګ لپاره د اوربند او اورکم مودې ته پوره احترام کړی، په مساجدو، مکاتبو، روغتونو او نورو ټولګټو تاسیساتو کې یې د طالبانو پر غونډو، د بریدونو پر پلانونو او نورو ورته تجمعاتو برید نه دی کړی، ولسي وګړي او ملکي تاسیسات یې خوندي کړي او د زندانیانو د خلاصون لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.

افغان حکومت خپله اراده د سولې برخه کې ښودلې، له اوربند نیولې، بیا د زندانیانو تر خوشې کیدو پورې افغان حکومت اقدامات وکړل، خو طالبانو یې په بدل کې برعکس د خلکو وژلو لپاره نوې تکتیکونه پيدا کړل.

سولې ته د رسیدو لپاره تاوتریخوالي کمول اړین دي او تاوتریخوالی هر کله کولی شي د سولې خبرې سبوتاژ کړي.

افغانان سوله غواړي، داسې سوله چې جګړه ورسره پای ته ورسیږي او باعزته وي، که سوله د یوې بلې جګړې پيل وي، افغانان یې په لږ قیمت هم نه غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply