د جمال خاشقجي د وژلو په تور د ۲۰ تنو محاکمه پیل شوه

0 589

ترکیه کې د جمال خاشقجي د وژلو په تور د ۲۰ تنو محاکمه پیل شوې ده.

د ازادي راډیو د راپور پر اساس، د سعودي عربستان د شلو چارواکو چې ویل کېږي د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې يې لاس درلود، محاکمه په ترکیه کې پیل شوه.

خاشقجي له واشنګټن پوسټ سره کار کاوه او د سعودي عربستان د حکومت منتقد و.

خاشقجي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له جدي منتقدینو څخه و چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

د سعودي عربستان چارواکو ادعا وکړه چې یوې ډلې پر خپل سر خاشقجي وژلی او دولت ورته اجازه نه ده ورکړې.

د استانبول څارنوالۍ د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخوانی رئیس احمد العسیري او د سلطنتي محکمې یو پخوانی سلاکار سعود القحطاني د دې قتل په پلانولو تورن کړي دي.

د څارنوالي په وینا د خاشقجي په خفه کولو کې ۱۸ نورو کسانو هم لاس درلود.

خاشقجي وروستی ځل هغه مهال ولیدل شو چې په استانبول کې د اسنادو لپاره د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ننوتی و.

ترکي چارواکي وايي، د ده مړی ټوټه شوی او له ودانۍ دباندې وړل شوی و خو پاتې شوني يې هېڅ ځای ونه موندل شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply