د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ناکامه وبلل شوه

0 555

په امریکا کې د بهرنیو اړیکو شورا خپلواک سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ارزولې او دغه معامله یې ناکامه بللې ده. دې شورا د سولې د دغې هوکړې د ناکامۍ ګڼ دلایل روښانه کړي دي.

د بهرنیو اړیکو شورا خپلواک سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته په افغانستان کې ورځ تر بلې د وضعیت خرابېدل د دواړو لوریو ترمنځ د سولې هوکړې ناقص والی بللی او د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ یې هم د سولې هوکړې ته د رسېدو پر وړاندې یو شمېر لوی خنډونه په ګوته کړي دي. ځینې یې په لاندې ډول دي.

د عبدالله پالیسي: په یوه حکومت کې د دوو پخوانیو رقیبانو ولسمشر غني او د سولې شورا رئیس عبدالله یو ځای کېدل یو زوړ جنجال دی. د سولې په تړاو څو ځله د عبدالله څرګندونې لکه په یو ځایي ډول د ټولو بندیانو پرېښودل، موقت حکومت او زړو جنجالونو څخه نه ښکاري چې دغه هوکړه دې بریالۍ شي.

د سیمه ییزو چارواکو له لوري د کابل د کمزوري کولو هڅه: په ولایتونو کې حاکم ګڼ شمېر جنګسالاران او زورواکي چې تل د مرکزي حکومت د کمزوري کولو په هڅه کې دي، د سولې په معامله کې کله تاواني اړخونو ته غاړه ږدي. دا یو بل لوی خنډ دی چې د دغې هوکړې د ناکامۍ لامل ګرځي.

مذاکراتو ته غاړه نه ایښودل: تر دې دمه نه د طالبانو په دریځ کې نرمښت ښکاري او نه د حکومت. دا کار یوې هر اړخیزې هوکړې ته رسېدل ستونزمنوي.

د طالبانو له لوري د زیاتو سیمو د نیولو هڅې: په داسې حال کې چې مذاکرات وشول او امریکا او طالبان یوې هوکړې ته هم ورسېدل چې پر اساس یې طالبانو او افغان حکومت هم په یو بل د بریدونو کموالی ومانه، خو ورځ تر بلې د جګړې سختېدل ښیي چې د سولې هوکړې ته رسېدل اسانه نه دي.

خطرناک بریدونه، د راتلونکو خبرو د نېټې نه څرګندېدل، د طالبانو غاړه نه ایښودل، په امریکا د افغان حکومت بې باوري، له پروسې سره د امریکا په مرستې شکونه، شخصي ګټې او نور په راتلونکې کې لوی خنډونه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply