فارن افيرز: ايران په افغانستان کې د خپل نفوذ بايللو ته په اندېښنه کې دی

0 608

له امريکا سره د طالبانو د سولې هوکړې تر لاسليک وروسته د تاوتريخوالي زياتېدل ګڼ عوامل لري او يو له دغو په ناامنۍ کې د ايران ښکېلتیا بلل کېږي.

فارن افيرز خپرونې ليکلي، ايران په افغانستان کې د عراق او يمن په څېر د نفوذ په لټه کې دی او تل يې دې هدف ته د رسېدو لپاره له غير دولتي عناصرو څخه استفاده کړې ده.

د خپرونې د معلوماتو پر اساس، ايران نه غواړي په افغانستان کې جنګېدونکي جنګیالي يوازې پاکستان او سعودي عربستان ته پرېږدي، نو له همدې وجې هڅه کوي په دې قشر خپل نفوذ ولري او دغه خلک د ايران ګټې خوندي کړي. د داعش ګواښ او د سيمې اقتصادي اړيکې هغه نور عوامل ښودل شوي چې ايران هڅه کوي له طالبانو سره سياسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړيکې جوړې کړي.  

د ايران مهم هدف سياسي او اقتصادي ګټې دي چې غواړي د خپلو توليداتو لپاره افغان مارکېټ له لاسه ور نه کړي او له امنيتي اړخه له خپلو سرحدونو سره همجواره ولايتونو کې د ځان لپاره امنيت وساتي او يا حد اقل د نورو ډلو د مخنيوي لپاره په کې پخپله ګټه ناامني جوړه کړي.

دغه راز د فارن افيرز په وينا، له طالبانو سره تر هوکړې وروسته رامنځته کېدونکي حکومتي جوړښت څخه هم ايران اندېښنه لري، نو له همدې امله يې تر ټاکنو وروسته په حکومت کې په غير قانوني ډول د يو مشخص اړخ پر ګډون هم ټينګار کاوه.

همداراز دې خپرونی شعيه لږه کیو سره تړلې ګټې او د داعش له ګواښ څخه د استفادې له لارې هم د ايران اهدافو ته په مفصل ډول کتنه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply