پښتین پاکستان ته: که مو حق رانکړې، هغه کار به وکړو چې ته پرې دردېږې

0 629

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېر ماښام خیبر پښتونخوا کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، پاکستان فکر کوي دی قوي دی، خو دی دې ډاډه اوسي، چې له مونږ ځواکمن نه دی، ځکه کله چې زمونږ قام و، د دوی نوم هم شتون نه درلود.

هغه ویلي، پاکستان د پښتنو خلاف پروپاګند کوي، تر څو چې دغه هېواد د پښتنو حقوق نه وي ورکړي، خپله مبارزه به جاري ساتو.

د پښتین په خبره، د پښتونخوا امن د پاکستان په لاس کې دی، کله چې وغواړي ناامنه کوي، کله چې وغواړي، امن کوي.

هغه ویلي، پاکستان له پي ټي ام خار خوري، دوی غواړي مونږ محوه کړي او له دې لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

منظور پښتین ټينګار کړی دی، چې پاکستان په جګړو ډالر ګټلي دي او په جګړو کې خپلې ګټې ویني.

د پي ټي ام مشر یو ځل بیا د پښتنو تر منځ په یووالي ټينګار کړی دی او ویلي يې دي چې اتفاق کولای شي پښتانه خپل منزل ته ورسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply